د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکټ اتله

محمد داود ناظم 05.10.2013 14:50
اې د کرکټ اتــــــــــــــــله ګوره چې مغرور نه شې
په سرو اوښکو د وطن خويندې سجدې لګوي
وينم هر ځلمی لاس په دعا ده ستا بري ته
ولاړ په نفلو او خپل زړه په کعبې لګوي
ټول وطن مې شي آهونه خولې آسمان ته هسکې
سوي زړونه په ميدان بلې لمبې لګوي
ستا سجدې مې په ميدان کې د کرکټ په منډو
د دين مينه مو په زړونو کې جذبې لګوي
ملي وياړ ده با ارزښته له هرڅه نه تاته
ملي جذبې دې په هر زړه کې شعلې لګوي
ټول ولس ته مو ناظم وايي د دې وياړ تبريکي
ملي وحدت مو په زړو ستا شپږيزې لګوي