د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لا جذبه شـته

محمد داود ناظم 18.08.2014 13:27

دې امت کې لا جذبه شته
لا يې وينه ده توده شته
لا يې د ميندو په شيدو
د ايمان سپينه لمبه شته
الله هو آواز ته ځير شه
ښه د خدای مينه خوږه شته
د پلار لښتې د تربيت کې
د محمود توره تېره شته
پلار په قار وايي:«سړی شه!»
د اکبر لاس تمانچه شته
استعماره دوکه نه شې
د امان غازي څېره شته
ګرداب ته راونه لوېږې
د درياب سخته څپه شته
امېد د ورځې و نه کړې
تا ته ټوله توره شپه شته
الله اکبر آواز او قيام
ټول ملت کې ولوله شته
غوږ د نيسه استعماره
کلي کور کې آوازه شته
د ستا قبر مو کيندلی
دلته ستا هم حضيره شته
ناظم سترګو کږو ته يم
تېره لاس کې مې نيزه شته