د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملالې حماسې

محمد داود ناظم 21.08.2013 15:58

ظفر، ميوند، خيبر، د ملالې پيغلې حماسي لنډۍ او د هغې نوميالۍ او تاريخي غازۍ نوم؛ ټول هغه اتل رمزونه او رازونه دي چې د هر افغان زړه په وياړ، وينه په جوش او ويښان په زيږوالي راولي.
نو ځينې له دې حماسي كلمو او څيرو څخه مې په دې نظم كې په لاندې طرز پيېلي دي:


ظفر - خيبر دواړه مناري دي د افغان
زړه كې د ملالــې حماسې دي د افغان
انګريز، چنګيز، روسان دي شرميدلي دلته
پاتې پاني پت كې آزانګې دي د افغان
د وينو په قيمت مو تل وطن ګټلى
ځكه مو له غرو هسكې شملې دي د افغان
نه ما نه مې بابا ده استعمار منلى
ځكه مي په ژبه ترانې دي د افغان
ميوند خيبر مې د دښمن په وينو سره دي
څوكې مې د غرو جنګي قلعې دي د افغان
سترې د غيرت نښې محمود او احمد شاه
توره د اكبر كې نغارې دي د افغان
تل به مونږ په خپلو وينو ساتو دا وطن
عزم د ناظم كې ولولې دي د افغان

پيغام: اې افغانه پام چې هېر نه کړې، چې د تورې له ډګر نه وروسته د سياست، حکمت، علم او قلم ډګر کې مات نه شې! که نه نو د تورې د ډګر وياړونه به مو هم په سيند لاهو او ټولنه به له ستونزو سره مخ شي.