د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اولسمشری نوماندان او پنجاپی ښکیلاک

احمدجان تڼی 22.02.2014 19:16

په دی ورځو کې پنجابی اشغالګر پوځ د پښتنو پراخی سیمی ( د پنجاب تر ښکیلاک لاندی پښتونخوا کې ) په ډیره بی رحمانه توګه بمبارد کړی او په سلګونو کورونه یی وران او په سلګونو شمیر خلک یی شهیدان کړی دی.
دا پوځی عملیات په داسی مهال پیل کیږی چی په افغانستان کی د اولسمشری ټولټاکنو له پاره تیاری نیولی کیږی.
د هیواد خلک غواړی چی د اولسمشری د ټولټاکنو د نوماندانو څخه د پنجاب له خوا د اشغال شوی خاوری د برخلیک په هکله واوری.
پنجاب د خلکو د تیر ایستلو د پاره د طالبانو سره د خبرو د پاره یو ډله کسان ( چی د پنجاپ د پټو سرویسونو سره اړیکی لری ) لیږی . د مخالفانو سره د پنجاپ د خبرو پالیسی خطرناکه او غولونکی ده . پنجاپ تیر وار د غیر مستقیمو لارو حکیم الله مسید دی ته اړ کړ چی د سولی خبری پیل کړی . خو هغه د سولی خبری نه بلکی د حکیم الله مسید د وژلو د پاره یوه توطیه وه . پنجاپ وکولی شول چی حکیم الله مسید د مخې څخه لیرې کړ.
پنجاب هڅه کوي چی د سولی د خبرو د ډرامې له لاری د طالبانو نور مشران هم له مخه لیری کړي. خو تر اوسه په دی نیت کې نه دی بریالی شوی.
په واقعی مانا سره پنجاپ د هغه ستراتیژیک پلان سره سم چی انګریزی استعمار له خوا پخوا د پښتنو د ځپلو د پاره جوړ شوی دی د پښتنو ځپلو ته دوام ورکوي.
انګریز د پلان سره سم د پښتنو د کمزوری ساتلو د پاره په منظمه او وقفه ایی توګه د دوی په سیمو کی د پوځی عملیاتو مخ ته بیول کیږی . پنجاپ په دی پوهیږی چی که چیری پښتانه د سولی موقع پیدا کړی بیا ځواکمن کیږی او هلته بیا پنجاب نه شی کولی د پښتنو د خپلو حقوقو د پاره د ازادی مخنیوی وکړي.
په تیرو دولسو کلونو کی پنجاپی اشغالګر پوځ په سلګونو زره پښتانه په ډیره بی رحمانه توګه وژلی او زیات شمیر یی دی اړ کړی دی چی خپلی سیمی پریږدي.
دا وروستی بمباری د پښتنو د ځپلو یوه نوی څپه ده چی د پنجاب د اشغالګر پوځ له خوا پیل شوی ده .
په عمومی صورت سره د کابل شاهی دربارونو د حامد کرزی دربار پورې د پښتنو د ځپلو له امله چی د پنجاپی پوځ له خوا تر سره کیږی سترګی پټی او غوږونه کاڼه کړی دی.
د کابل اوسنۍ اداره ددی په ځای چی ددی بی رحمانه تیریو او بمباریو مخنیوی وکړی ښایی لانور پنجاپ دی ته هڅوی چی د پښتنو په وړاندی ډیر وحشیانه ګامونه پورته کړي.
په تیرو دیارلسو کلونو کی د کابل اداری او د هغه نړیوالو ملاتړ کونکو د پنجاپ استعماری اداره دی ته وهڅوله چی خپل پوځونه د ازادو قبایلو خاوری ( چی په تاریخی لحاظ نه انګریز او نه پنجاپ اجازه درلوده) ته ننوزی او د پنجاپ له خوا د ازادو قبایلو خاوری اشغال یقینی کړي.
د کابل د اداری نوموړی ضد ملی سیاست ددی سبب شو ، چی پنجاپی پوځ نه یوازی د ازادو قبایلو خاوره لاندی کړی بلکی د پاتې (؟) افغانستان د خاوری څینی برخی د ننګرهار ، کنړ ، خوست ، پکتیکا ، بدخشان ، زابل او کندهار په سیمو کی لاندی کړي. او په منظمه توګه د ډیورینډ منحوسی کرښې دا غاړه د توپونو او توغندیو تر اور لاندی ونیسی.
په تیرو دیارلسو کلونو کی د کابل اداری پنجاپ ښکیلاک ګره اداره دې ته هڅولی ده چی د کرښې هغه خوا د پښتنو د ځپلو سیاست خپل کړي .
لکه څنګه چی د کابل په اداره کی واکمنی متعصبه کړۍ په غیرمستقیمه توګه تل پښتنو ته ( طالبان ، ځانمرګي .....) وایی دوی امریکایی او نورو بهرنیو پوځونو او دیپلوماتانو ته دا روحیه ورکوي چی پښتانه ( طالبان ، ځانمرګی ، د تعلیم دښمنان ....) دی او دوی دی ته هڅوی چی د افغانستان په دننه کی پښتنو ځپلو د پاره سخت پوځی ګامونه پورته کړی . چی د هغه ښه مثال د غوربند دری د ووز غر په سیمه کی د بیګناه خلکو بی رحمانه وژل دی . په همغه ډول:
د کابل او پنجاب په دیپلوماتیکه ژبه کی طالبان (( یعنی پښتانه ؟ )) د دواړو دولتونو دښمنان دی او دوی باید ددی دښمنانو د ځپلو له پاره ګډ کار او عمل وکړي.
د کابل اداره په ډیره ماهرانه توګه وایی چی د پنجاپ تر اشغال لاندی سیمو کی د (( تروریزم )) (( ځالې )) دي او باید د پنجاپ له خوا دا (( ځالی )) وځپل شی.
د کابل او پنجاپ په دیپلوماتیکه ژبه کی (( تروریزم )) پښتانه او (( ځالې )) د پښتنو سیمې دې دي .
په همدې منظور کابل ـ پنجاپ – لویدیز دری اړخیزی غونډی کوي چی په دی غونډو کی د هغو تروریستانو د ځپلو موضوع نه مطرح کیږی چی د پنجاپ له خوا روزل شوی ، وسله وال شوی او ځای په ځای شوی وي.
پنجاپ په دی غونډو کی د هغو وسلوالو کسانو د ځپلو له پاره د لویدیز څخه مرسته غواړی چی د پنجاپی استعمار په وړاندی یی ټوپک ته لاس کړی وي.
په دی کی پښتانه شک نه لری چی (( تروریزم )) د لویدیز په روپيو د پنجاپ په استخباراتی او پوځی مرکزونو کی تولید ، په پښتنی سیمو کی ځای په ځای او د پښتنو په ځپلو کی تری کار اخیستل کیږي.
همدارنګه دا (( تروریزم )) تولیدونکی دولت نه یوازی سیمه نا ارامه کړي بلکی ټولې نړۍ ته یی هم ګواښ پیدا کړی دی.
که چیرې په کابل کی واک د ملی ادارې په لاس کی وایی بیا یی پورتنی ژبه نه کاروله بلکی هغه اداری به ویل چی د پنجاپ ښکیلاکی اداره (( تروریستی )) ((ښکیلاکی )) اداره ده تر څو چی دا اداره ړنګه نه شی تر هغه په سیمه او نړی کی ارامي نه راځي .
په کابل کی ملی اداره ( که وجود ولري ) هیڅکله به د پنجاپ ښکیلاک ګر او ترهګر دولت ته د ورور خطاب ونکړی بلکی هغه به ښکیلاک ګر دولت وبولی او زیار به وباسی چی د افغانستان ددی دښمن په وړاندی ځانګړی او اغیزمن ګامونه پورته کړي .
د کابل اداره کی اوسنی واکمنی کړۍ هم تر پنجاپه د پښتنو په ځپلو کې وروسته نه دي. دوی په ډیره ماهرانه توګه د پنجاپ په مرسته د پښتنو سیمی نا ارامه کړی او د پوهی او پرمختګ څخه بی برخی کړی دی.
په سیمه کی د پښتنو ځپل په کابل کی د متعصبه کړیو ، پنجاپ او تهران ګډ ستراتیژیک هدف دی او دی تور مثلث په ډیره ماهرانه توګه د نړیوالو پوځونو څخه هم د پښتنو په ځپلو کی استفاده وکړه .
په ټوله سیمه کی د پښتنو د ځپلو پروګرام ددی له پاره روان دی تر څو دا اولس ددی جوګه نشی چی د یووالی او خپلواکی له پاره غږ اوچت او خوځښت پیل کړی.
لوی احمدشاه بابا ټول پښتون په یوه متحده جغرافیا کی سره راټول او یو ځواکمن هیواد یی رامنځته کړ.
اوس دا لوی هیواد د فاسدو دربارونو او ځان غوښتونکو واکمنانو ، د بهرنیو تیریو او توطیو له امله په څو ټوټو بیل شوی دی چی زیاته برخه یی د پنجاپ د اشغال لاندی دی.
نو له همدی امله د افغانستان د خلکو د پاره ستره ملی مسله د افغانستان د هغه خاورې ازادی او بیرته د خپل وجود سره بیرته یوځای کیدل دی کوم چی د انګریزانو له خوا د افغانستان د وجود څخه په زور بیله کړل شوی او اوس د پنجاپ تر اشغال لاندی ده .
هر هیواد ځانته ملی اهداف لری چی په عام ډول سره دوه اړخونه لری:
لومړی : که چیری د یوه هیواد کومه برخه بیله کړل شوی وی بیا نو د نوموړی هیواد دولت او خلک د ځانته د نوموړی خاورې بیرته راستنول د ځانته لپاره ستراتیژیک هدف ټاکي .
دوهم : که په پورته ډول سره ستونزه ونلری بیا هڅه کوی چی په سیمه او نړی کی د یوه ځواکمن هیواد په توګه تبارز وکړي.
په لومړی ډله کی زیاتره هغه هیوادنه شامل دی چی د دوی د خاوری ځینی برخی د مختلفو عواملو له امله بیله وي .
ددی څخه موږ ښکاره مثالونه دادی : ختیز المان او لویدیز المان ، شمالی ویتنام او جنوبی ویتنام ، شمالی یمن او جنوبی یمن ،چین او هانګ کانګ ،
نوموړو هیوادونو وکولی شول د شرایطو په برابریدو سره بیرته په واحده جغرافیا کی سره یو شی. ،
په دی ډول ځینی هیوادونه تر اوسه په دی بریالی شوی نه دی چی په واحده سیاسی نکشه کی سره راټول شی ، لکه بلوچستان ، چین او تایوان ، کردستان ، کشمیر ، شمالی کوریا او جنوبی کوریا ، قبرس ټاپو او نور
په دی دوهمه ډله کی د پښتنو خاوره هم شامله ده . چی ځینی ځانګړتیاوې هم لری.
په دی بیله شوي خاوری باندی په لس ګونو کلونه بریتانیا منګول خښه کړي وه او وروسته د یوې توطیې په ترځ کی د پنجاپ استعماری اداری ته وسپارل شوه.
دا د کابل د حکومتونو دنده وه او ده چی ددی خاوری ازادی او د افغانستان سره د هغه د یوځای کولو د پاره پراخ پلانونه تر لاس لاندی ونیسی .
د کابل فاسد دربار پورې تړلو اکثریت چارواکو د هیواد په تاریخ کی منفی نقش لوبولی .
د کابل دربار کله چی په ۱۹۱۹ کال کی د انګریزانو په مقابل کی جګړه روانه وه تر دیره غازی خان پورې زیاتی سیمی انګریزانو تخلیه کړی او پیښور د کوهاټ له لاری تر تهدید لاندی و، په ټول اشغال شوو سیمو کی لوی پاڅون پیل شوی و.
کله چی انګریز دوه بمونه هغه هم چی تلفات یی نه درلودل ،په کابل واچول ، د کابل درباریان د افغانستان د خاوری د یو کیدو تیر او د افغانستان د بیا یو کیدو تاریخی چانس د لاسه ووت .
همدارنګه کله چی د هند او پاکستان تر منځ جګړی وی په همغه مهال کی د کابل فاسد دربار په دی هکله ځان بی طرفه وساته او د خپلی خاورې پوښتنه یی د پنجاپ د استعماری اداری څخه ونکړه او دا درې تاریخی چانسونه د لاسه ووتل.
همدارنګه کله چی دری کاله مخکی د امریکا متحده ایالاتو ، پاکستان ته د تروریزم څخه د ملاتړ له امله سخت اخطار ورکړل شو، په پاکستان یی خپلی مرستی بندی کړی او دی ته تیاره وه چی د هغه هیواد په وړاندی پوځی عمل وکړي. خو په مقابل کی د کابل د اداری مشر د یوی وینا په ترځ کی اعلان وکړ چی دی به د پاکستان تر څنګ ودریږی . په دی ډول افغانستان یو بل تاریخی چانس هم د لاسه ورکړ.
د پنجاب تر اشغال لاندی سیمو کی تل د استعمار په وړاندی د خلکو سوله ایز او وسله وال مقاومت وجود درلود او دا مقاومت تر ننه پوری روان دی . دی مقاومت مختلف نومونه ځانته خپل کړی دی خو بیا یی هم د پنجاپ په وړاندی د وسله وال او یا سوله ایز مقاومت بیرغ اوچت ساتلی دی.
په مقابل کې پنجاپ هم په کراره نه دی ناست . پنجاپ د خپل استعمار په دورکی په میلیونو بښتانه شهیدان کړی دی او دا بهیر روان دی. دا د کابل اداری واکمنانو دنده وه او ده چی د پښتون اولس د ځپلو بهیر مخه ونیسی مګر:
د کابل اداری د امیر عبدالرحمن خان څخه نیولی تر اوسنی ادارې پورې ټولو د پښتنو په وړاندی د دښمنی سیاست غوره کړی او له دی امله یی د انګریزی او پنجابی استعمارچیایو سره د پښتنو په ځپلو کی مرسته کړی ده.
اوس مهال په سیمه او نړۍ کی شرایطو بدلون موندلی دی ، د سیمی او نړیوالو سیاستوال پام په سیمه کی وروستیو پرمختیاو ته اوښتی دی . دوی راز راز وړاند وینی کوي چی زیاتره یی په سیمه کی د ځینو هیوادونو د تجزیی او د یا د نویو هیوادونو د رامنځته کیدو خبری کیږي.
خو د کابل اداری ، د کابل اکثریت اوتو بوتو ویونکو ( سیاستوالو) او مزدورو رسنیو ، د پنجاپ تر ښکیلاک لاندی د استعمار ضد ټولو مقاومتونو ته په سپکه کتلی او په هغوی یی راز راز نومونه ایښی دي.
خو یو شمیر کتونکی وایی چی په سیمه کی په راتلونکو بدلونونو کی د پښتنو رول به څه وي نو له دی امله غواړی چی دا لاندی ټکو ته روښن ځواب ورکړل شی:
• ایا پښتون یو اولس دي او که څو اولسه؟
• ایا پښتون اولس په سیمه کې د ټولو حقوقو څخه چې نور اولسونه یې لري برخمن دی او که نه؟
• د سیمې په بدلونو کې د پښتنو راتلونکي رول څه دی؟
اوس وخت په افغانستان کی پښتانه سیاستوال ددی ټکی څخه بیریږی او دا زړه نه شی کولی چی ووایی چی دوی په پښتنی توکم پوری تړلی دي ، دوی په ټول قوت سره زیار باسی چی په سیمه او افغانستان کی د پښتنو د حقوقو څخه سترګی پټی شي .
دوی په خبرو او عمل کی تل پښتنو ته شا کړی او زیار یی ایستلی چی پښتانه د خپلو حقوقو څخه بی برخی وساتی لکه چی :
• د کابل په اوسنی اداره کی پښتانه په مورنی ژبه د زده کړو څخه بی برخی دی.
• په دولتی اداره کی واک د پښتنو ضد متعصبو کړیو په لاس کی دی او یوازی څو پښتو ژبی چی د متعصبو کړیو د اجندا سره سم کار کوی وجود لری.
• د پښتنو سیمی د اقتصادی انکشاف څخه بی برخی دی.
• په پښتنی سیمو کی امنیت په قصدی توګه د پنجاپ په مرسته ګډوډ کیږي .
مګر اوس شرایط بدلون مومی په ټوله پښتونخوا ( د اموسین او اباسین تر منځ ) کی خلک ویښ کیږی او د ځلاندی راتلونکی له پاره ګامونه پورته کوي.
اوس شرایط د بدلیدو په حال کې دي د نړیوالو پام حالاتو ته اوس په سیمه کې د ټول پښتون په شتوالی کې اوښتی دی.
نو ځکه سیمه ایز او نړیوال څيړونکي غواړي چې د پورتنیو پوښتنو سم ځواب پيدا کړي .
د ټولنیزو پوهنو څيړونکي په دې بشپړ باوري دي چې پښتون یو ټبر دی چې د یوې ونې په شان د قومونو مختلفې څانګې لري .
هر پښتون وګړی په دې پوهیږي چې دی په خپله په کوم خیل پورې تړلي او بیا ستره کې د کوم قوم وګړی شمیرل کیږي او په وروستۍ کې د لوی پښتون ټبر یو غړی دی.ددې اولس هر غړی د هغه ځانګړي احساس له مخې چې د خپل اولس سره یې لري تړل کیږي .
د پښتنو بشپړ اکثریت په پښتو ژبه خبرې کوي ، خو داسې پښتانه هم شته چې په مختلفو ژبو ګړیږي ، خو ځانونه په دې اولس پورې تړلي ګڼي .
پښتانه که څه هم اکثریت مسلمانان دی خو بیا هم د مختلو دینو او مذهبونو پیروانان په کې شته چې ټول د پښتون په ټبر کې ځانونه ګډ ګڼي.
ددې اولس هر وګړي که په یوروپ ، اسیا ، امریکا ، افریقا او یا استرالیا کې اوسیږي خو دده اړیکي د اړونده خیل او په لویه کې د پښتون اولس سره نه شکیږي او پښتني هویت نه د لاسه ورکوي او دا هویت پیړیو پیړیو دوام مومی .

د پښتنو د پاره ژبه او سیمه د پښتونوالي د هویت ټاکونکی نه دي بلکې په قومي جوړښت کې د یوه وګړي موجودیت د هغه د پښتونوالي هویت په ډاګه کوي .په اوس وخت کې دا غړیتوب د پلار له خوا خپلو اولادونو ته لیږدول کیږي .
پښتانه په ټوله نړۍ کې تر ټولو زیات د نږدې اړیکو لرونکی ټبر دی چی یو وګړی یی هم ځان ترې بیګانه نشي ګڼلی.
پښتانه دا چی لوی ټبر دی چی د هغه بنسټ وینی ته منسوب کیږی خو بیا هم دا ټبر بی وطنه نه دی دا ټبر یو مینه او یوه سیمه لری چی په زرګونو کلونو یی په کی ژوند کړی دی .
په دی مینه کی دوی مختلف تمدنونه رامنځته کړی دی او د نړی سره یی خپلی اقتصادی ، ټولنیزی او سیاسی اړیکی پاللی دي . دوی د خپل ټاټوبی څخه ( چی د اموسین ، اباسین ، عربو بحیری او کشمیر تر منځ خاورې ) په کلکه دفاع کړی او خپله خاوره یی ساتلی ده.
پښتني لویو مشرانو د ځانګړو شرایطو په کتلو سره په دې بریالي شوي دي چې د پښتني مختلفو قبیلو او خیلونو تر منځ د لوي پښتون په نوم یووالی تامین کړی او دوی له دې لارې یې لوی بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي .
ددې یووالي د نتایجو ښه مثالونه د سهاکو ، طاهریانو، غوریانو، هوتکیانو، لودیانو ، غلجیانو ، سوریانو ، ابدالیانو او نور ځواکمن حکومتونه دي چې په سیمه کې یې لویې امپراتورۍ تشکیلې کړي دي.
د پورتنیو خبرو څخه دې پایلې ته رسیږو ، چې پښتانه ( د مشخصی مینې په درلودلو سره ) یو اولس او یو ټبر دی. د درې څلورو او یا دوو پښتنو اولسونو د فرضیې وړاندې کول په اوس مهال کې د پښتنو ضد د توطیې یوه برخه ده.
ددې ټبر کسان د زرګونو کلونو را پدې خوا ځانو ته پښتانه وايي .
په دې کې هیڅ شک نه شته چې د لوی احمدشاه په مړینې سره د کابل د دربار څخه پښتانه په تدریجی توګه وایستل شول ، د کابل امیرانو خپل پښتنی هویت د لاسه ورکړ او دربار په بشپړه توګه د پښتنو ضد روحیه ونیوله . د کابل په دربار کی تر اوسه د پښتنو ضد روحیه حاکمه ده.
د کابل واکمنان هم د خپل اولس څخه پردي شول نو لدې امله په تخت باندې د پاتې کیدو لپاره د برتانوي استعمار سره په ملي ګټو باندې هر ډول سودا ته تیار و .
د برتانوي استعمار له پاره دا ستونزمنه وه چې دا لوي اولس د استعمار تر واک لاندې راولي . نو ددې له پاره یې د پښتنو سیمو د ټوټه ټوټه کولو له پاره نیت وکړ. دوی د پښتو د ژبې ددې متل څخه چې وايي ( بیل یې کړه ، اېل یې کړه ) ډیره ګټه پورته کړي ده . او په خپله یې دا متل د استعماري ستراتیژی په توګه په دې ډول ژباړلی دي : ( ډي وایډ اینډ رول ) یعني وویشه او حکومت وکړه.
برتانوي امپریالیزم د کابل په تخت باندې د ناستو واکمنانو په مرسته د پښتون اولس په څلورو برخو ( ازاد قباییل ، پښتونخوا، بلوڅستان ، د افغانستان پښتانه)و ویشل همدارنګه زیات شمیر بلوڅ او پښتانه په پارس کې پاتې شول .
چې په سیمه کې د استعماري قوتونو توطیې ددې سبب شوې چې پښتانه ټوټې ټوټې او و نه کولای شي د یوه وجود په توګه د پنجاپیانو ، پارسیانو او نورو استعماري ځواکونو په وړاندې وړ غبرګون وښيي.
استعمارچیان او د هغوی مزدوران پښتنو ته دا باور ورکوي چې پښتون یو اولس نه بلکې په پورتنیو سیمو کې هر یو بیل اولس دی..
پنجاپ او تهران او یا په کابل کې واکمنې کړۍ په هیڅ صورت سره دې ته تیارې نه دي چې د پښتون ټبر ټوټې ټوټې شوی وجود دې سره بیرته یو شي . او یا بلوڅان په یوه سیاسي جغرافیا کې په خپلواکه توګه ژوند وکړی.
دوی د دې اولس په ټولو سیمو کې د جګړې اور ته لمن ووهي تر څو د پښتنو خاوره په مړستنو باندې واوړي .په دې نیمه وچه کې دپښتون اولس په وړاندې پراخه جګړه روانه ده چې د دې جګړې لمن د کراچۍ د ښار څخه نیولي تر بادغیس او کشمیر پورې غزیدلي ده .

کورونه او کلي وران او د کرنې ځمکې په شاړو اوړي. په پښتني سیمو کې د زده کړو او روغتیا مخه نیول کیږي.
که څه هم په تیرو کلونو کې پښتنو په ډيره میړانه د خپلې ازادی او خاورې څخه دفاع کړي خو بیا هم نه دي توانیدلی چې د ټولو پښتنو له پاره یو خپلواک هیواد رامنځته کړي او په سیمه کې استعماري ځواکونو د ناوړو پلانونو مخه ونیسي .
د کابل واکمنان تر اوسه نه غواړي چې پښتونخوا یوه متحده سیمه واوسي .
ددی ستراتیژی په بنسټ د کابل چارواکی د پنجاپ سره د پښتنو په ځپلو کی هر اړخیزه مرسته کوی. د خلکو د خبرو سره سم د کابل دربار د انګریزانو سره هم د ملی ځواکونو په ځپلو او د ملی شخصیتونو په له منځه وړلو کی مرسته کړی ده او دا لړۍ تر ننه روانه ده.

د پښتنو د یووالی له پاره د هڅو په لار کې یو شمیر خنډونه شته .
یو ددې خنډونو څخه په پښتنو کې د بهرنیو له خوا را پیدا شوي ښي او کیڼ تمایلات لوی خنډ بلل شوي دي .
اوس پښتانه په دې باوري شوي دي چې پښتون قوم هم په افغانستان او هم ددې هیواد څخه د باندې هر چیرې چې اوسیږي یو محکوم قوم دی.
په افغانستان کې پښتانه د شوروي اتحاد د یرغل او وروسته د ښاغلی حامد کرزي په اداره کې په ډیره بې رحمانه توګه وځپل شول. اوس د دوی سیاسي ، اقتصادي او فرهنګي حقوق د کابل په اداره کې د متعصبو کړیو له خوا تر پښو لاندې کیږي .
د پښتنو د نفوسو په هکله ځینې غلط تخمینونه په نړیواله ټولنه منل شوي دی .د دې غلطو تخمینونو او د واکمنو کړیو د تعصب له امله د کابل په اداره کې د ملي فکر لرونکو پښتنو د موجودیت مخنیوی شوی دی.

د افغانستان په اوسني سیاسي نظام کې د ملت بشپړ اکثریت یعني پښتانه ، پشه یان، نورستانیان، بلوڅان، شغنیان، هندوان او نور ځانونه محکوم بولي .
د محکوم اولس وینه هم بې ارزښته وي . په افغانستان کې هره ورځ د سل ګونو پښتنو وینې په بې رحمانه توګه تویول کیږي خو دا وینې نه د کابل د ادارې او نه نړیوالې ټولنې ته کوم ارزښت لري خو که د حاکم ټولي څخه د چا وینه تویه شي بیا د ښاغلي کرزي څخه نیولي د ملګرو ملتونو تر سر منشي پورې ټول نا ارام کیږي . د لویدیزو هیوادونو مشران هغه غندي .د کابل د ادارې له خوا پرې ملي ماتم اعلان کیږي . ټولې واکمنې کړۍ د اپوزسیون او غیر اپوزسیون په ګډون ورباندې ژاړي .
پښتانه د ډيرو حقوقوڅخه چې په اساسي قانون کې تسجیل شوي دي بې برخې دي یو د هغې څخه په مورنیو ژبو د زده کړو حق دی په تیرو لسو کلونو کې د کابل د ادارې کړنې په دې هکله په نشت حساب دي
تر اوسه په میلیونو پښتو ژبی زده کونکي په مورنی ژبه د زده کړې څخه بې برخې دي .
د ساري په توګه په هرات ولایت کې چې یو پښتو ژبی ولایت دی یوه ښوونځي په پښتو ژبه وجود نه لری همداسي په ټول شمال او لویدیز کې په پښتو ژبه د زده کړو مخه نیول شوي ده.
د پوهنې وزارت لوړ پوړي چارواکی په مورنیو ژبو ( په ځانګړی توګه په پښتو) د زده کړو کلک مخالف دی او په دی لاره کی د هر ډول ستونزو د ایجاد څخه ډډه نه کوي .
اوس زیاتره پښتانه میندی پلرونه او زده کونکی په دی باور دی چی د پوهنی اوسنی لوړ پوړی چارواکی د پښتنو د تعلیم او زده کړی په لاره کی خنډونه پیدا کوي اودوی له دې لارې هڅه کوي چې د متعصبو او پښتون دښمنه کړیو او پنجاپ خوشالي تر لاسه کړی .
د لوړو زده کړو وزارت خو په بشپړه توګه د یوې ځانګړي کړۍ تر ادارې لاندې دی . دا وزارت د پښتنو سیمو څخه لوړو زده کړو ته د زده کونکو مخنیوي کوي او بهرنیو هیوادونو ته د ځانګړو قومونو کسان استوي .
د کابل د ادارې په رسمیاتو کې پښتو ژبه وجود نلري

په انکشافي چاروکې د پښتنو سیمې که د هیواد په شمال کې دي یا په لویدیز کې او یا جنوب او ختیز کې ، د کابل ادارې له خوا په انکشافي پروګرامونوکې له سترګو غورځول کیږي .
د پاکستان په نوم په سیاسي جغرافیا کې پښتانه چې په څوټوټو کې ژوند کوي هلته هم لوړ پوړ ي پښتو ژبي چارواکي د پنجاب د استعماري ادارې په چوپړ کې دي .
هلته هم د پښتنو سیمې د انکشافي پروګرامونو څخه بې برخې ګرځول شوي او پښتو ژبه یوازې د پښتنو په کورنیو کې د ننه د چلند وړ ده.
د پښتنو په منځ کې د ملي یووالی افکارو رامنځته کول او وروسته د ملي یووالی تامین ددوی د نجات په لور مهم ګامونه ګڼل کیږي.
د پښتنو تر منځ د ملی یووالی تامین یوه اړتیا او د تاریخ حکم دي تر څو دا ملت وکولای شي خپل روا حقوق د واکمنو متعصبو کړیو او د سیمې د استعماري ځواکونو څخه تر لاسه کړي
د پښتنو یووالی د نورو قومونو سره د دښمنی په مانا نه دی .پښتانه تل د نورو قومونو سره د وروري په فضا کې ژوند کړی دی.
ددې له پاره چې پښتانه د اوسنی تراژیدی څخه ځان په سلامت سره وباسي اړینه ده چې یو سیاسي مشرتوب رامنځته کړي . داسې مشرتوب چې د پښتون اولس د یووالي د تامین له پاره کار وکړي . دا مرکزیت پښتون اولس د ټولو هغه توطیو او تیریو د شنډولو د پاره رهبري کړي چې د دوی په وړاندې د پنجاب ، تهران او په افغانستان کې د متعصبو کړیو له خوا طرح او عملي کیږي .
پښتانه ملي مشرتوب ته اړتیا لري .
ملي مشرتوبونه په طبعي ډول په ټولنه کې را پیدا کیږي د خلکو باور او ملاتړ تر لاسه کوي اوملي مشرتوب روان حالات ، ستونزې په ژوره توګه تحلیل او د کړاونو څخه د راوتلو سمې لازې په ګوته کړی . دا مشرتوبونه یوازې او یوازې اولس او خلکو ته چوپړ وهل خپل ویاړ ګڼي او په دې لازه کې هر راز ستونزې او سرښندنې مني.دا ډول مشرتوبونه د خلکو په زړونو کې ځای نیسي او ملي اتلان ترې جوړیږي.
لویدیز او اروپا ته تښتیدلي پښتانه روڼ اندې یوازې د څو شعرونو په ویلو او یا غونډو په کولو سره د پښتنو په ناوړه حالت باندې اوښکې تویوي .دوی دا همت نه لری چې خپلو کورونو او کلیو ته راوګرځي او د پښتون اولس په ویښوولو او متحد کولو کې خپل ملي مسوولیت تر سره کړي.
د اوسنیو شرايطو په څيړلو سره اړینه ده چې پښتانه خپلې موخې روښانه او د هغوی د عملي کولو د پاره یو موټي شي . تر ټولو هغه څه چې ډیر مهم دي :
• لومړی په ټوله پښتونخوا ( افغانستان ، بلوچستان ، خیبر پښتونخوا او قبایلو ) کې د جګړې اور بند او د سولې تامین
• په ټولو پښتني سیمو کې د انکشافی او تعلیمي پروګرامونو پيل
• د ټولو پښتنی سیمو د خلکو تر منځ د اړیکو د ټینګښت ، او د پښتنو سیمو تر منځ د تګ راتګ په مخه کې د هر ډول رسمي او پوځي خنډونو لرې کول .
• په ټوله پښتونخوا ( چې لوی احمدشاه بابا ورته اشاره کړي ده) کې د خلکو تر منځ د سیاسي او ملي پیوستون د روحیې پیاوړ تیا
• د ټولو پښتنو په یوه سیاسی جغرافیا ( د یوه خپلواک هیواد په توګه ) کې راټولیدل .
پښتون اولس یو واحد ملت دی چې د استعماری توطیو له امله په څو برخو ویشل شوی دی او دا ملت د نړی د نورو ملتونو په شان لکه ویتنام ، جرمني ، چین او هانګ کانګ ، یمن او نور ، دا حق لري چې بیرته سره یوځای شي.
پښتو مشهور متل دی چې ( اوبه په ډانګ نه بیلیږي ) . په همدې ډول د پښتنو په منځ کې د یوه قوم او اولس په توګه د یووالی روحیه ډیره پیاوړي ده دا ټولی مصنوعي کرښې چې د پښتنو په خاوره کې ایستل شوي دی کومه مانا نه لري.
باید وویل شي چې پښتانه حق لري چې :
• ځانونه دجګړې د اور څخه وژغوري په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.
• په خپلو سیمو کې د لوږې او دربدری د لیرې کولو او د پرمختګ له پاره کار وکړي. او زیار وباسي.
• په خپله ژبه خبرې وکړي ، ولیکي او زده کړه وکړي.
• یو په دموکراسي ولاړ نظام ولري .
• د نړی د نورو اولسونو په شان سره یو او د یوه واحد او خپلواک ملت په توګه یو واحد هیواد ولري او په سیمه کې د نورو اولسونو په اړخ کې په سوله ایزه توګه ژوند وکړي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې پښتانه د خپلو سترتیژیکو موخو د تر لاسه کولو د پاره ځینو متحدینو ته اړتیا لري . دا متحدین کیدای شي د پښتنو سره د ګډو ګټو په نظر کې نیولو سره مشخص شي .
په دې کې هیڅ شک نه شته چې تهران ، پنجاپ او په کابل کې واکمنې کړۍ هیڅکله نه غواړي چې پښتانه د اوسنې ناوړه حالت څخه وژغورل شي او په دې لاره کې لازم خنډونه پيدا کوي .
نو لدې امله پښتانه باید د خپل ځان د تقویې له پاره په سیمه او نړی کې خپل متحدین پيدا کړي . لکه څنګه چی د پښتنو ستراتیژیک دښمنان جوت دی په همغه ډول د پښتنو دوستان هم معلوم دی چی کیدای شی په راتلونکی کی د پښتنو ملا وتړی.
ددې له پاره چې د پښتنو داوسني ناورین څخه د ژغورلو له پاره یو پياوړی غورځنګ رامنځته شي اړینه ده چې د پښتنو په منځ کې ټول هغه اختلافونه چې د پردیو په واسطه د رامنځته شویو ډلو له خوا ورته لمن وهل کیږي له منځه ولاړ شي او یا د دوی تر منځ د قومي توپیرونو او لوړتیا غوښتنو د له منځه وړلو له پاره د خلکو دې ته پام راواړول شي چې ټول د اوسني ناورین د له منځه وړلو د پاره کار وکړي .
له دې امله اړینه چې په پښتني ټولنه کې ټول سیاسي ګوندونه ، سیاسي ډلې او کړۍ او همدارنګه سیاسي ملي شخصیتونه ، قومي مشران ، دیني علما او روحانیون ، روڼ اندي او د لیک او لوست خاوندان ټول د اوسني لویې غمیزې څخه د پښتون اولس د ژغورلو د پاره یو پراخ سیاسی غورځنګ پيل کړي تر څو وکولای شي چې ټول پښتون اولس د یوه واحد هیواد په درلودلو سره په نړی کې د یوه پرمختللي اولس په توګه را ډګر ته شي.
دیو پراخ ملي پښتني غورځنګ ( دبادغیس څخه تر کراچۍ او کشمیر پورې) په پيل کیدو سره په ډيره لږه موده کې دا شووني ده چې پښتون اولس په یوه هیواد کې( چې د پښتنو ټولی سیمې پکې شاملې وي ) سره راټول او د نړی په جغرافیا کې د یوه ځواکمن اولس په توګه راډګر ته شي.
پښتانه د چا حقوق نه تر پښو لاندې کوي خو دا حق لري چې خپل حقوق تر لاسه کړي .
اوس مهال په افغانستان کی د اولسمشری څوکی ته د ټولټاکنو له پاره منډی ترړی روانی دی . نوماندان زیاتره هغه څه وایی په هغه څه چی په تیرو دولسو کلونو کی ښاغلی حامد کرزی ورباندی خوله خوځوله.
دوی زیار باسی داسی څه ووایی چی پنجاپ او واکمنی کړۍ خپه نه کړی . نو له دی امله عام مفاهیم استعمالوی او د واقعیت څخه لیرې ورته د حل لاری په ګوته کوي.
د اولس مشری څوکی ټولو نوماندانو د پښتنو په روانه تراژیدی باندی سترګې پټی کړی او زیار باسی ددی مسلی څخه ځانونه لیری وساتی.
ددی نوماندانو له پاره د پښتنو روا حقوق مهم نه دی بلکی د پنجاپ خوشالی مهمه ده.
په یوولسو نوماندانو کی یوه نوماند هم د پنجاپ د اشغال څخه د پښتنو ( افغانستان ) د خاوری د ازادی خبره نه ده کړی او نه په دی هکله کوم پروګرام لری.
د افغانستان خلکو ( اموسین او اباسین تر منځ ) دداسی لوړ ستراتیژیک هدف په هکله د اولسمشری د څوکی د نوماندانو بی توپیره چلند د افغانستان د راتلونکی له پاره ډیر زیانمن تمامیږی.
دا په دی مانا لکه څنګه چی کابل اداری دا هڅه وکړه چی په تیرو دوولسو کلونوکی د بنجاب له خوا د افغانستان د اشغال شوو خاورو څخه د خلکو او نړیوالو پام بلی خواته واړوی په همغه ډول به اوسنی نوماندانو څخه که کوم واک ته ورسید ورته کړنی تر سره کړي.
پښتانه او افغانان باید د اولسمشری څوکۍ هغه نوماند ته رایه ورکړي چی د پنجاپ د اشغال څخه د افغانستان د خاوری د ازادی له پاره پروګرام لری.
باید ووایو چې پنجاپی استعمار په وړاندی د پښتنی په سیمو کی په مختلفو نومونو سره سوله ایز او وسله وال مقاومتونه روان دي دا مقاومتونه به تر هغه روان دي تر څو چی په پښتنی سیمو باندی پنجابی ښکیلاک پای ته رسیدلی نه وي .
کابل کی د متعصبو کړیو مخونه توریږی ، د پنجاپ ښکیلاک نړیږی ، پښتنو خپلواکه کیدل را نیږدی کیږي ، اصلی افغانستان بیرته را ژوندی کیږي.