د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حشمت کرزی شهادت او د هیواد راتلونکی

احمدجان تڼی 30.07.2014 11:18

پښتنو او افغانانو یو ځل بیا ، خپل یو تکړه او زړور مشر د لاسه ورکړ.
دا مشر افسانوي اتل حشمت خلیل کرزی و. هغه کرزی او هغه مشر چی د ټول افغانستان د خلکو د پاره یی د ارام او سوکاله ژوند په هکله فکر کاوه او په دی لاره کې ځینې مهم ګامونه پورته کړي و.
هغه د ډیرې لږې مودې له پاره د هیواد سیاسی ډګر ته راووت او سمدلاسه یی په ټول افغانستان کې د خلکو پام ځانته راواړوه.
هغه نه یوازی د لوی کندهار د خلکو زړونه ډیر ژر خپل کړي و ،بلکی د ټولو پښتنو او د افغانستان خلکو پام ده ته اوښتی و، چی کیدای شی نوموړی به یو له هغو کسانو څخه وي چی د نورو سره به یو ځای د ځواکمن افغانستان د جوړیدو په لاره کی اغیزمن ګامونه پورته کړي. .
مګر نوموړی د پښتنو د نورو زرګونو مشرانو په توګه د یوې خطرناکی توطیی قربانی شو.
هغه په ډيره لږه موده کې د خلکو په ذهنونو کې د افسانوي اتل دریز ونیوه .خو دده شهادت د ټول پښتون او افغان اولس( د امو سینه تر ابا سینه پورې ) څخه یی د کوچنی اختر خوشالیانې هیري او د ویر په ټغر کیناست.
ده د راپورونو سره سم د کوچنی اختر په دوهمه نیټه د دوه زره څوارلسم کال د جولای په نهه ویشتمه په خپل میلمستون کی د یوې چاودنی په ترځ کی ژوند دلاسه ورکړ. رسنۍ دا چاودنه یو ځانمرګۍ برید بولی چی د کوم تنکي ځوان له خوا تر سره شوی وي.
په راپورونو کی ویل شوي و ، چی نوموړی ته مخکی خبر ورکړل شوی و ، چی د خپل امنیت په هکله پام وساتی.
خو دا چی دا ځانمرګي څه ډول د څو د تلاشی ټکو څخه تیر شوی او ده ته یی ځان رسولی دی ، دا خپله لویه پوښتنه ده چی باید پرې غور وشی.
لومړی د تخنیکی اړخه باید وسنجول شی چی دا څه ډول ځانمرګی برید و ، چی یوازی حشمت خلیل کرزی پکی ووژل شو او یو تن پکې ټپی شو؟ په داسې حال کی چی د مبارکی د ورکولو په مهال خلک زیات او یا د کتار او یا ډله ولاړ وي. نورو ته ولې زیان ونه رسیده؟
بله دا چی په دې پیښه کې کیدای شی په دې مسله کی ډير اړخونه شامل وي ، چی ددوی په همغږۍ سره دا عمل تر سره شوی وي.
اتل حشمت خلیل کرزی نه یوازی د قومونو د یو مشر په توګه تبارز کړی و ، بلکی د ولایتی شورا ته هم بریالی او د خلکو رایی یی ګټلي وې.
د هغه په اړخ کی حشمت خلیل کرزی د استاد اشرف غنی د ټاکنیز ټیم ډیر فعال غړی او هغه وکولی شول د هیواد په جنوب کی بشپړ اکثریت رایی د خپل ټاکنیز ټیم په ګټه را جلب کړي. او د خپل ټیم بریالیتوب حتمی کړي.
له دي امله کیدی شی د حشمت خلیل کرزی د وژل کیدلو دلیلونه مختلف وي چی :
• د هیواد په جنوب کی د پښتانه د یوه نوښتګر او هوښیار مشرتوب څخه بی برخې کول
• په کندهار کی د سولې او امنیت د مخنیوی له پاره
• دا وژنه ښایی د اولسمشری څوکۍ د وروستیو ټولټاکنو سره اړیکي ولری.
او یا کیدای شی د پورتنیو درې واړو عواملو په کتلو سره د افغانستان د خلکو دښمنانو دا پتیلی وي چی نوموړي ووژني.
تر دې وړاندی د پکتیا په والی او د هیواد په شمال کی د پښتنو په مهم مشر جمعه خان همدرد باندی د مزار ښار په څنډه کی په داسی حال کی چی کابل ته را تله په رڼا ورځ برید وشو.
په دې برید کې د جمعه خان همدرد څو تنه ساتونکی ووژل شول او دی د ددې برید څخه روغ رمټ راووت.
همدارنګه ورته بریدونه په معصوم ستانکزی او نورو کسانو هم شوی دی.
د حشمت خلیل کرزی د وژل کیدو څخه څو کاله مخکې احمدولي کرزی د ښاغلی حامد کرزي کشر ورور او په پښتنو کې پیژندل شوي څيره په ډیره بې رحمانه توګه په خپل کور کې په شهادت ورسید.
د احمدولی کرزی وژنه هم په ډیره مرموزه توګه تر سره شوي او د کندهار د پښتنو په مشرتوب کی یی یوه تشه را منځته کړه.
دا یوازې خدای بښلی احمدولي کرزی او حشمت خلیل کرزی نه دی بلکې استاد بهاوالدین مجروح ، عبد الاحد کرزی ، استاد حکیم تڼیوال د پکتیا والی ، ملک زرین ، د کندز والي محمدعمر، عبد المجید بابي ، اکرم خاکریزوال او نور په لس ګونو کسان د نامعلوم کړیو له خوا په شهادت رسول شوي دي.
د کابل د اداری په مشر باندی هم د دا ډول بریدونو راپورونه ورکړل شوي دی خو تر اوسه لوی خدای ترې بچ کړی دی.
په همدې ډول په افتاب احمد شیرپاو، افضل خان لا له ... باندې وژونکي بریدونه شوي دی چې تر دې دمه لوی څښتن ساتلي دي.
د راپورونو سره سم په تیرو دیارلسو کلونو کی د لوی کندهار په سیمه کی د پنځو سوو څخه زیات قومی مشران او دینی علما په شهادت رسیدلی دي .
همدارنګه په همدې موده کی د هیواد په شمال کی هم د پښتنو د وژل شوو شمیر سلګونو ته رسیږي . دا بهیر یوازی د هیواد په شمال او جنوب کی محدود نه دی پاتی شوی ، بلکی د هیواد په ختیز کی لکه د پکتیا پخوانی والی استاد محمدحکیم تڼیوال ، د لوګر والی ارسلا جمال او نور په لس ګونو مشران په مرموزه توګه وژل شوي دي.
باید ووایو چی د پښتنو د مشرانو وژنه یوازی د افغانستان په د ننه کې محدوده نه ده پاتې شوي ، بلکی دا وژنه په قبایلی سیمو ، جنوبی پښتونخوا او خیبر پښتونخوا کی هم روانه ده. چی ددی پیښو د قربانیانو شمیر زرګونو ته رسیږی.
د تیرو دیارلسو کلونو کی د پښتنو د مشرانو د وژنو د پيښو په څیړنی سره داسی جوتیږی چی دا بهیر د یوې ټاکلی ستراتیژی له مخې مخته بیول کیږی .
ددی ستراتیژی عملی کول یوازی په سیمه ایزه توګه د همغږی د رامنځته کولو له مخې ممکنه ده. چی کیدای شی په دی بهیر کې مختلف اړخونه لاس ولري.
دا چی ددی ستراتیژی عملی کولو موخه او سبب څه دی هغه ټولو ته روښانه دی.
پښتانه په سیمه کی د یوه لوی توکم او ژوندی قوم په توګه ژوند کوي دا توکم د بادغیس څخه تر کشمیر ، جیلم ، بدخشان او د خلیج تر غاړې پورې ژوند کوي.
د نامعلومو پښتنو ضد کړیو له خوا د پښتنو د مشرانو وژلو دا اولس د یو شمیر ستونزو سره مخامخ کړی دی. او دا ددې سبب شوي دي چې په پښتنو کې د یوه مرکزي مشرتوب د رامنځته کیدو په لاره کې یو شمیر خنډونه راپیدا کړي.
دا قوم د انګریزی استعمار او د کابل د فاسد دربار د توطیو له مخې په څلورو برخو ویشلی او هر چیری د محکوم اولس په توګه ژوند کوي.
دا اولس یو ژوندی او یو تر بله کلکی اړیکي لری چی عبارت دی له :
جغرافیای ،ژبنی ، دینی ، توکمي او قومي ، کلتوری ،تاریخی ، ټولنیزی ، سیاسی ، اقتصادی ،خپلوي او وینو
دا اولس په تیرو شپږو زرو کلونو تاریخ کی سره متحد پاتی شوی د اموسین او اباسین تر منځ یی متحد دولت په توګه تبارز کړی دی او کله وار د دوی د دولت پولې تر ډیلی او د ترکیه تر پولو او د خلیج تر غاړو رسیدلی دی
انګریزی استعمار د پښتون قوم د کمزوری کولو دپاره ډیره خطرناکه ستراتیژی تر لاس لاندی ونیوله .
د انګریزانو په ستراتیژی کی دا په ګوته شوی و ، چی پښتانه په څو ټوټو سره وویشی چی تر څو ونه کولی شی د یوه ستر قدرت په توګه د بریتانوی استعمار په وړاندی ودریږي.
او د بلی خوا انګریزی استعمار هڅه کوله چی په کابل کی یوه کمزوری اداره وجود ولری او داسی اداره چی د غیر پښتنی درباریانو له خوا اداره شی . هغه درباریان چی د پښتنو په نسبت ځانونه بریتانیا ته نږدې بولي.
انګریزان په دی بریالی شول چی د پښتنو خاوره په څلورو برخو سره وویشي . چی په هره برخه کې پښتانه بیواکه او د ډیرو اساسی حقوقو څخه بې برخې و او دي .
اوس مهال بریتانوي استعمار د اسیا د لویې وچې څخه کډه کړیده خو په سیمه کی د بریتانوي استعمار ځای د پنجاپ استعماری ادارې نیولی دي.
د پنجاپ استعماری اداري په سیمه کې په زیاتو قومونو او توکمونو باندی چی پخوا یی مستقل حکومتونه او دولتونه درلودل ، استعماری واک ټينګ کړی دی. لکه پښتانه ، بلوڅ ، سندیان ، کشمیریان او نور.
پورتنیو ټولو قومونو او خلکو د ازادی او یووالی د پاره بیرغونه پورته کړی او تر اوسه یی په سلګونو زره شهیدان د خپلواکی په لاره کی ورکړي دی.
په دی پورتنیو قومونو کی زیات او ځواکمن قوم پښتانه دي چی دوی کولی شی د پنجاپ په وړاندې په کلکه ودریږي او د هغه استعماری واک ته د پای ټکی کیږدي.
پښتنو له هغی نیټی څخه چی بریتانوي پوځونو د هند په لویې وچې باندی برید کړی دی تر ننه پوری د خپلواکی او د یوه متحد او ازاد هیواد د جوړولو د پاره مبارزه کړي ده او کوي يی.
په دې ټول پوهیږي چې اوسمهال پښتانه په دې څلورو برخو ( افغانستان ، قبایلو ، بلوڅستان او پښتونخوا کې ) کې محکوم او د خپلو اساسي حقوقو څخه بې برخې دي.دا په دې مانا چې پښتون اولس په دې سیمه کې ټوټې شوی او محکوم اولس دی چې په پرلپسې توګه د سیمې او نړی د استعماري او پراختیا غوښتونکو ځواکونو له خوا ځپل کیږي.
په افغانستان کې تر ډیر بریده د پښتانه د خپلو اساسي او قانوني حقوقو څخه بې برخې او په دې هیواد کې تر ټولو بې واکه، په انکشافي پروژو کې د وړ برخې درلودلو څخه بې برخې دی. تر اوسه پښتنو په افغانستان ، پښتونخوا، بلوڅستان او قبایلو کې دا حق نه دی تر لاسه کړی چې په خپله ژبه ولیکي ، ولولي او یا خبرې وکړي. په لس ګونو زره کورنې د افغانستان د شمال څخه د واکمنو متعصبو پاشیستي ډلو له خوا په زور کوچوول شوي دې چې د هیواد په دننه او یا بهر کې د کړاوه ډک ژوند کوي. په دې ډول په زرګونو کوچیان د افغانستان په شمالي او مرکزي برخو کې د خپلو مینو او کلیو څخه د واکمنو متعصبو وسله والو ډلو له خوا شړل شوي دي .
د افغانستان پښتانه د کابل اداره یوه ملي اداره نه بولي بلکې دا اداره د متعصبو ډلو تر ژور نفوذ لاندې او د هیواد د خلکو او په ځانګړي توګه د ځان خلاف اداره یې بولي .
پورتنی ټول حقایق دا ټکی په ډاګه کوي چې ټول پښتون اولس د یو ډول ستونزو سره مخامخ او دا اولس یو دښمن لري نو ځکه اړینه ده چې په مجموع کې د ټول پښتون اولس د ستونزو په حل کولو فکر وشي.
زیات شمیر کتونکي په دې باور دي چې یو د هغو عواملو څخه چې پښتانه د اوسنیو ستونزو څخه دځانو په ژغورلو او د خپلو غلیمانو د توطیو په شنډولو کې پاتې راغلي دي په پښتنو کې د مرکزي مشرتوب نشتوالی دی . ملی مشرتوب کولی شی دا پراخ اولس سره متحد کړي .تر څو ټول پښتانه د یوه متحد اولس په توګه خپلې ملي ګټې خوندي کړې.
ددی حقیقت په نظر کي نیولو سره پنجاپ ، ایران او متعصبو کړیو یوه ګډه ستراتیژی تر لاس لاندي نیولی ده چی په دی ډول ده:
• د پښتنو سیمو نا ارامه کول
• په پښتنی سیمو کې د پوهنی او پرمختګ مخنیوی
• په پښتنی سیمو کی د ملی مشرتوبونو د رامنځته کیدو مخنیوی
پورتنی ستراتیژی نه یوازی په افغانستان کی بلکی په ټولو پښتنو سیمو کی د افغانستان د دښمنانو له خوا پلی شوی ده او په دقیقه توګه هره ورځ عملی کیږي.
اوس د بادغیس څخه تر کراچۍ ، کشمیر او بدخشان پورې ټولی سیمی د منظم پلان له مخی نا ارامی کړل شوی دی او په دی سیمو کی یو وګړی هم د ورځې ارام او د شپی خوب نه لری.
پنجاب ددی له پاره چی د پښتنو د بالقوه ګواښ څخه ځان وژغوری د ډیورینډ د کرښې هغه خوا یی یو شمیر پراخ جګړه ایز عملیات پیل کړل .
پنجاپ په سوات او دیر کی په زرګونو بیګناه خلک ووژل او په زرګونو خلک یی ونیول چی د هغوی د مړینی او ژوند په هکله کوم معلومات نه شته.
پنجاپ په سوات کی د خپل اشغالګر پوځ ستراتیژیک مرکز تاسیس کړ. چی ددی مرکز د تاسیس څخه موخه یی امکان لری په افغانستان کی د پوځی مداخلو له پاره د ښې زمینی برابرول او په پښتنی سیمو کی د خلکو د ځپلو له پاره مختلفو امکاناتو برابرول دی.
په دی ډول پنجاپ د منظم پلان له مخی ورانکارو مرکزونه تاسیس او ددی مرکزونو څخه یی د پښتنو په ضد پراخ تبلیغ په توګه کار واخیست او د بلی خوا یی نړیوالو ته په ډاګه کوله چی دا د وزیرستان خلک دی چی ورانکارو ته یی ځای ورکړی دی.
د پنجاپ د نوموړی توطیی له مخې امریکایی بی پیلوټه الوتکو په وزیرستان په منظم ډول سره بمباردونه وکړل چی د هغه په پایله کې په سلګونو بی ګناه کسان ووژل شول.
وزیرستان خلک اړ شول چی د پنجاپ ددی توطیو په هکله فکر وکړی او د هغه په وړاندی وړ غبرګون وښیی . مګر پنجاپ د وزیرستان خلکو ته دا وخت ورنکړ چی د پنجاپ په وړاندی غبرګون وښیی نو لدی امله په دی سیمه باندی ( ضرب ای عذاب ) په نوم عملیات پیل کړل.
په دی عملیاتو کی د ټولو جنګی تخنیکی وسایلو څخه د اف شپاړس الوتکو ، درندو توپچی او توغندویی ځواکونو څخه کار واخیست .
پنجاپ په زرګونو خلک په وزیرستان کی په شهادت ورسول او د اوو سوو زرو څخه زیات خلک یی بی ځایه کړل. پنجاپ د میرامشاه او میرالی ښارونه په بشپړه توګه تخریب او په لس ګونو کلی یی کنډوالی وګرځول.
بنجاپی پوځونو نه یوازی ملکی خلک په نښه کړل بلکی څاروی یی هم په نښه کړل.
د وزیرستان د خلکو د ځپلو له پاره وحشیانه عملیات اوس هم روان دی.
د بلی خوا ددی له پاره چی ددی سیمو خلک د علم او پوهنی څخه لیری وساتل شی د پښتنو د دښمنانو په ټولو سیمو کی د پوهنی په مخنیوی کی هڅه کړی ده او کوي یی . په ټوله پښتونخوا کی په زرګونو ښوونځي د زده کونکو په مخ تړلی دی چی دا بهیر په افغانستان کی زیات دی.
خو ددی په اړخ تر ټولو مهمه او خطرناکه خبره په پښتنی سیمو کی د ملی مشرتوبونو د رامنځته کیدو مخنیوی دی تراوسه په زرګونو مشران په یاده جغرافیا کی په مختلفو بڼو سره د منځه وړل شوی دی او دا بهیر روان دی.
دا ځکه چی د ملی مشرتوبونو په رامنځته کیدو سره دا اولس د پنجاپی استعمار او تروریزم په وړاندی سره متحد کیږی او په هغه مهال کی د پنجاپ استعماری دولت ړنګیږی او د پارس پراختیا غوښتونکی سیاست مخنیوی کیږی.
د پښتنو د مشرانو وژل په افغانستان کې خدای بښلي محمد داود د حکومت په را نسکوریدو سره پیل شول. نوي حکومت په مختلفو نومونو سره د پښتنو زیات شمیر مشران ، روڼ اندي او سیاسي څیرې د زندان تورو کوټو ته واچول او یا یې په ډیره بې رحمۍ سره ووژل.
همدارنګه د کابل د ادارې په وړاندې د جګړې په بهیر کې پاکستانی منابعو هڅه کوله چې په پښتنو کې ټول هغه کسان او په ځانګړي توګه هغو مشرانو چې د ملي تفکر خاوندان او د پرمختګ غوښتونکي و ، له منځه یووسي تر څو په پښتني ټولنه کې د ملي مشرتوب بنسټ له منځه یووسی او په ځای یې هغه توند لاري ډلې چې د پاکستاني پټو سرویسونو تر اغیزې لاندې و حاکم کړي .
د پښتنو په هره سیمه کې د پښتنو مشران د یوې ټاکلي موخې د پاره وژل کیږي.چې د هغې سیمې په حالاتو کې اغیزه لري خو بیا د هغې ترڅنګ ددې وژنو څخه یوه عمومی موخه داده چې پښتون اولس د مشرتوب څخه بې برخې کړی تر څو د پښتون دښمنه ځواکونو د ناوړو پلانونو د تطبیق له پاره لاره هواره شي.
ددې په اړخ کې د پښتنو د مشرانو د وژلو څخه د ځینو ځانګړو سیمه ایزو موخو تر لاسه کول هم دي. د ساري په ډول د لوی کندهار او هرات په سیمو د پښتنو د مشرانو د وژلو موخه داده چې دا سیمه له تاریخي پلوه د بخدي او غور څخه د پښتنو د غورځنګونو او د نویو حکومتونو د رامنځته کیدو سیمې دی ددې سیمو پښتنو د خپلو مبارزاتو په ترځ کې ځواکمن حکومتونه رامنځته کړي دی .
مشرتوب په یوه ټولنه کې یو اړین اصل دی ټولنه دخپل خوځښت او پرمختګ په لاره کې د اړتیا له مخې خپل مشران رامنځته کوي. دا په دې مانا چې دمشرانو په وژلو او یا رانیولو سره په یوه ټولنه کې د مشرتوب بنسټ نه له منځه ځي.
نو که هر څومره په هیواد کې پاشیستي متعصبې ډلې ، ایران او پاکستان هڅه وکړي چې د پښتنو مشران له منځه یووسي بیا هم په دې موخه نشي بریالي کیدای. دا ځکه چې دا مشرتوب د ټولیزو اړتیاو له امله رامنځته کیږي.
په پښتنوکې اوس هم په زرګونو داسې مشران شته دي چې په ډير صداقت او وړتیا سره ددې مظلوم ، محکوم او ځوریدلي اولس د پاره کار کوي . دوی په دې لاره کې هر ډول ستونزو د زغملو او دسرښندنو په ورکولو سره تیار دي تر څو دې قوم ته لازم چوپړ وکړي.
اوس دا پوښتنه پیدا کیږي چې څرنګه کیدای شي اغیزمن پښتون مشرتوب را منځته شي؟
تر څو پښتون اولس خپلو اساسی حقوقو ته چی عبارت ده له یووالی ، ازادی ، پرمختګ او دموکراسی ده ورسیږي.
پښتون اولس دا حق لري چې د یوه ملت په توګه د سیمې او نورې نړۍ د ملتونو په شان دټولو حقوقو څخه برخمن شي.
دا حق دوی ته هیڅوک نه ورکوي بلکې دا حق باید د خپلو مټو په زور سره تر لاسه کړي.ۍپښتانه د ځانه د روا دفاع حق لري او ددې حق د تامین له پاره باید پښتانه وړ میکانیزم رامنځته کړي . تر څو دوی په لومړي پړاو کې د خپلو پيژندل شوو حقوقو څخه دفاع وکړي.
په ژړاو او غندلو سره کوم کار نه کیږي باید غلیم ته ورته ځواب ورکړل شي.
پښتون مشرتوب یوه اړتیا ده دا ځکه چې د کراچۍ څخه نیولي تر بادغیس او د درقد څخه نیولي تر کشمیره پورې ټول پښتون قوم ټوټې پروت او په خپله سیمه کې د خپل برخلیک د ټاکلو واک نه لري.پښتون اولس په یاده سیمه کې د محکوم اولس په توګه ژوند کوي.
پښتون ضد ځواکونه په دې بسوالی نه کوي بلکې ددې قوم د بشپړ له منځه تلو په فکر کې دي او ددې موخې له پاره یو شمیر پلانونه یې تر لاس لاندې نیولي دي.
اوس ټول پښتانه د بیا یو کیدو په اړتیا پوه شوي دی او وایی ( یا به یو کیږو او ګني ورکیږو) . پښتنو د بابا خان عبدالغفارخان ددې وصیت د عملي کولو د پاره لازمه ده چې یو شمیر عملي ګامونه پورته شي.
اوس پښتانه مشران په دې پوه شوي دي چې دوی باید یووالی لومړی د خپلو کلیو، ولسوالیو او ولایتونه څخه پیل او د هیواد تر سطحې پورې یې ورسوي او وروسته دې یووالي ته د سیمې په سطحه کار وشي.
ښکاره ده چې د پښتنو کلیوالي ، ولسوالی ، ولایتي مشرتوبونه باید په ملي مشرتوب واوړي دا په دې مانا چې د ټولو پښتنو یو مرکزي مشرتوب رامنځته شي تر څو په سیمه کې ټول پښتانه د بادغیس څخه تر کراچۍ پورې د هغوی د لارښوونو سره سم عمل وکړي او د یوه ځواک په توګه د نورو قومونو او ملیتونو سره د ورورۍ په فضا کې ژوند وکړي.
شهید حشمت خلیل کرزی کی دا استعداد موجود و ، چی کولی یی شول په لوی کندهار کی د سولی او ابادی په لوری مهم ګامونه پورته کړی . خو متعصبو پاشیستی کړیو په کندهار کی د سولی او ابادی راتلونکی نه شوه زغملی او په ډیر مظلومانه توګه یی وواژه .
ډير امکان لری چی د حشمت خلیل کرزی وژنه د افغانستان د دښمنانو له خوا د پښتنو د مشرتو ب د منځه وړلو د بهیر په ترځ کی د اولسمشری څوکۍ له پاره د ټولټاکنو سره اړیکي ولری.
په دی اړیکو کی ښایی د مخالف اړخ د چا او هم د ګاونډی هیواد پټو شبکو هم لاس وي . د خلکو په ګومان د ټاکنو مخالف په یو شمیر وژنو او امنیتی ستونزو په را منځته کولو لاس لری.
په دا ډول وژنو کی د کابل اداره مستقل او بی پرې تحقیقات نه شی کولی . دا اداره د خلکو د پاره د باور وړ نه ده او کیدای شی توطیه کونکی د تحقیقاتو په بهیر ناوړه اغیزه وکړي او په دي ډول واقعیتونه وپوښل شی . نو ځکه اړینه ده چی دا موضوع د نړیوالی ټولنی له خوا په دقیقه توګه ارزیابی او توطیه کونکی اړخونه د افغانستان خلکو او نړیوالو ته په ګوته شی ، تر څو په راتلونکی کی د ورته توطیو مخه ونیول شی.
د حشمت کرزی وژنه یو ستره فاجعه ده مګر پښتون اولس دا تشه په ډيرو لږو شیبو کی ډکوی او داسی مشران به په لوی کندهار کی رامنځته شی چی نه یوازی به د حشمت کرزی ارمانونه پلی کړي بلکی د سترو بریاو د پاره به هم لاره خلاصه کړي.
اوس هغه مهال را رسیدلی دی چی پښتانه مخکی له هغې چی دښمن برید پرې وکړي باید دښمن د خپلو بریدونو لاندی ونیسی. دا بریدونه کیدای شی سیاسی، اقتصادی ، نظامی او یا کلتوری واوسي .
په اوسنیو شرایطو کی په دښمن باندی د برید سیاست کولی شی دوی ته نجات ورکړي.
د حشمت خلیل کرزی شهادت به په هیواد کی ملی پراخ غورځنګ کمزوری نه کړي بلکی د هغه شهادت به د یوه افسانوي اتل په توګه به ددی سبب شی چی د پښتون قوم او په مجموع کې د افغان اولس ترمنځ یووالی او پیوستون د پخوا څخه ډير ټینګ او د یوه پولادی ځواک به توګه به د داخلی متعصبو پاشیستی کړیو او د سیمی تروریستی – استعماری ځواکونو په وړاندی به په کلکه ودریږي او ځانونه د بری لوړې درجې ته ورسوي.