د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

‍ستر بدلون

احمدجان تڼی 11.02.2014 11:57

په هیواد کی یو نوی خوځښت را منځته او ورو ځواکمن کیږی .
د دې خوځښت انګیزه را تلونکی د اولسمشری ټولټاکنی دی. خو ددی په اړخ کی ولایتی شورا ګانو ته ټولټاکنی هم د ځانګړي اهمیت لرونکي دي .
خو عمده دلیل یې په هیواد کې اوسنی دیکتاتوري فاسد نظام دی چی په هیواد کی د خوارۍ او بد مرغی سبب شوی دی. په دی نظام کی اولس په بشبړه توګه د د دموکراتیکو حقوقو څخه بی برخې او ټول واک د متعصبو فاسدو کړیو په لاسونو کې متمرکز دی.
دا نظام په ظاهری بڼه دموکراتیک دی ، ټولټاکنی کیږي، د بیان ازادی ده ، قانون شته . خو په واقعی مانا سره تر اوسه په جعلکاری باندی ولاړی ټولټاکنې ترسره شوی او تش په نام د بیان ازادی موجوده ده . واکمنې کړۍ خپل ځانونه د نافذه قوانینو په وړاندې مکلف نه ګڼي.
بشری حقوق ، د ښځو حقوق ، د ماشومانو حقوق په منظم ډول تر پښو لاندی کیږی دا هیواد د ټول اولس په ځانګړی توګه ( پښتنو ) له پاره په لوی زندان بدل شوی دی.
خلک بدلون غواړي ، داسی بدلون چی دیکتاتوری فاسد نظام ړنګ او په ځای یی په رښتینی دموکراسی ولاړ نظام رامنځته شي.
خلک په رښتینی مانا سره د نوماندانو په هکله زړه نا زړه دی، دا ځکه چی د دوی زیاتره کسانو په تیرو جګړو کی برخه اخیستی او د خلکو له خوا په راز راز لوټماریو او جنایتونو تورن دی.
تیره ورځ یوه وګړي ماته وویل: څنګه کیدای شی زه هغه چا ته رایه ورکړم چی زما پلار چی استاد و، څاه ته اچولی دی ؟
داسی فکر کیده چی پورتنی کسان به د شکایتونو د کمیسیون او یا د هیواد د عدلی ارګانونو له خوا د نوماندانو له لست څخه لیری کړل شی مګر د پخوا په شان د دوی په هکله فیصله مثبته وه. هیڅوک د اولسمشری د څوکۍ د نوماندی د لست څخه ونه ایستل شول.
د اولسمشری څوکۍ ته ټولټاکنو له پاره کمپاینونه پیل شول . د عکسونو د ځړولو ، اعلانونو کول ، په ځينو تلویزیونو کې د نوماندانو تر منځ مناظرې تر سره کیږي .
د اولسمشری څوکی له پاره یوولس تنه نوماند شوی دی . د دوی څخه هر یو خپل ځان د کابل په ارګ د لوړې څوکی د تر لاسه کولو مستحق بولي او دا په ډاګه کوي چی دوی دومره ملاتړی لری چی کیدای شی دا څوکۍ تر لاسه کړي.
په خلکو کی ځینی ګونګوسی دی چی د ډالرو ګوڼیو لیږل ولایتونو ته پیل شوی دی. دا ګوڼی د هغو کسانو له خوا لیږل کیږی چی په احتمالی توګه د واکمنو کړیو ملاتړ ورسره دی.
خو د ملت اراده په روپیو نه شی اخیستل کیدای ، ملت تصمیم نیسی او د خپلی خوښ وګړی ته رایه ورکوی هغه وګړی ته چی نه یی په داخلی تنظیمی او یا د ګاونډیو په ګټه جګړو کی ټوپک اخیستی دی او نه یی د لوټماریو په نتیجه کی د ځان له پاره د جاپان او بریتانیا د شاهي دربارونو څخه لوړ ژوند ځانته برابر کړی دی.
دموکراتیک او ملی قوتونه د خپل خوښې نوماند شاوخوا راټولیږی او ورځ په ورځ د دوی لیکی ځواکمنی کیږی . دوی هڅه کوی چی د خپلو رایو په استعمال سره په هیواد کی لوی انقلاب را منځته کړی .
مګر په مقابل کی د واکمنو کړیو نوماندان د زیاتو امکاناتو څخه برخمن دی دوی نه یوازی دولتی امکانات په خپله ګټه کارولای شی بلکی ښایی یو شمیر ګاونډیان هم د دوی د بریالیتوب سره علاقه و لری.
د کمپاینونو د پیل څخه لږ وخت وروسته دا شکایتونه رامنځته شول چی د کابل واکمنان د ځانګړی کاندید له پاره د بری له پاره شرایط
برابر کولو هڅی کوي.
د افغانستان خلکو او نړیوالو د پاره په افغانستان کی اوسنۍ ټولټاکنی ځانګړۍ اهمیت لری .
همدارنګه په هیواد کی واکمنې متعصبه کړۍ په ټول ځواک سره هڅه کوي چی د خپل واک ته دوام ورکړي.داسی ښکاری چی واکمنې کړۍ د پخوا په شان د واک د دوام له پاره یوه لار را پیدا کړي.
او که داسې و نه شول بیا نو غواړی چی د خپل نظر وړ نوماند د اولسمشری په څوکۍ کینوي.
د خلکو د خبرو څخه ښکاری چی په موجود اداره کی واکمنی کړۍ ځانته نوماند ، او د کابل د اداری مشر د ځانته نوماند ملاتړ کوي کیدای شی دا یو نوماند شی.
ګاونډی هیوادونه ( په ځانګړي توګه افغان دښمنه ګاونډی دولتونه ) په دی فکر کی دی چی په افغانستان کی راتلونکی مشرتوب باید د دوی هیلو سره سم کار وکړي.
د کابل اداره د لیافت ، وړتیا ، وطندوستی ، او خدمت په بنسټ جوړه شوي نه ده بلکی دا اداره یو سهامي شرکت دی چی مختلفو کړیو په کې خپله ونډه د غیر قانوني لارو ځانته بیله کړي ده.
د افغانستان خلک د متعصبو زورواکو کړیو دولس کلن حاکمیت څخه تر پوزې راغلی دی په افغانستان کی به داسی عادی کورنۍ ( په ځانګړی توګه زیاترو په پښتنی کورنیو ) نه وي چی د کابل د واکمن دیکتاتوری ، فاسد او په قومی تعصب ولاړ نظام څخه یی داغ نه وي لیدلی.
د عادی خلکو له پاره د هیواد لوړې ګټی ډیری مهمی دی ، خلک تر دی وروسته د هیواد لوړو ګټو د تر لاسه کولو د پاره د عملی ګامونو د اوچتولو غوښتنه کوي.
د کابل ادارې په تیرو دولسوو کلونو کی د هغې مشخصی اجندا سره سم حرکت کړی دی چی د متعصبو کړیو له خوا رامنځته شوی ده.
د کابل اداری روان سیاست په قومی اجندا ولاړ و، او په دی کی هغو کسانو ته اهمیت ورکول کیده چی واکمنو متعصبو کړیو ورسره اړیکی درلودی.
ددی کړیو عمده موخی په سیاسی ډګر کی د هیواد د اکثریت (پښتانه نږدې د هیواد اویا سلنه نفوس جوړوی خو په دولت کی د دوی شته والی تر څلویښت سلنه لږ په نظرکې نیول شوی دی ) ګوښه کول، په دولتی اداره کی په نوموړو کړیو پورې تړلو توکمونو ته لومړیتوب ورکول،په هغه سیمو کی چی پښتانه اوسیږی نا ارامه کول ، په پښتنی سیمو کی د انکشافی پروګرامونو مخنیوی، د پښتنو زده کونکو په مخ په ماهرانه توګه د لوړو زده کړو د موسسو د دروازو تړل ، د هیواد په شمال ، لویدیز، مرکزی سیمو کی په مورنیو ژبو ( پښتو ، ازبکی ، پشه یی ،....) د زده کړو مخنیوی او داسی نوری دی .
د کابل اداری د انکشافی پروګرامونو ټول تمرکز یواز ی په هغو سیمو باندی محدود شو ، چی د واکمنو متعصبو کړیو مشران ورپوری تړلی دی.
د کابل اداره هم نړیوالو موسسو ته په نوموړو سیمو کی د فعالیت مشوره ورکوي .
د افغانستان زیاتره بښتنی سیمی په قصدی توګه د انکشافی پروګرامونو څخه بی برخی ګرځول شوی او د ښاغلی حامد کرزی اداری ورته شا کړی وه.د کوم کارونو چی پی ار ټی ګانو له د هیوا د په زیاترو سیمو کی ( په ځانګړي توګه په پښتنی سیمو کی تر سره کیدل) د هغه مخه هم د کابل اداری له خوا ونیول شوه.
د افغانستان خلک بدلون غواړی ،د مثبت بدلون غوښتونکی دی.
د افغانستان خلک په دی باور دی چی د افغان وګړو ته باید برابر حقوق ورکړل شی.
په افغانستان کی د رڼو او سراسری ټولټاکنو ترسره کیدل او د یوه ملی وطندوست اولسمشر ټاکل ، کیدای شی په هیواد ستر ، ملی او ژور بدلون د هیواد د خلکو په ګټه را منځته کړي.
خو د خلکو په رایو ټاکل شوی مشرتوب باید د خلکو غوښتنو او هیلو ته ځواب ورکړی په هیواد کی د رښتینی دموکراسی رامنځه او د هیواد د پرمختګ له پاره اغیزمن ګامونه پورته کړی.
د رڼو او سراسري ټولټاکنو په پایلو کی خلک په دی بریالی کیږی چی ملی اداره را منځته کړي . داسی اداره چی د هیواد ټولو خلکو د پاره د منلو وړ وي.
د ملي ادارې په رامنځته کیدو سره په هیواد کی ثبات را منځته او سوله ټینګيږي . یا په بله مانا رڼې او سراسري ټولټاکنی او د اولسمشر په توګه د ملي او زړه سوانده شخصیت ټاکل کیدل په افغانستان کی د زیاترو ستونزو د حل کیلي ده .
راتلونکی ادارې ته اړینه ده چې:
• ملی اداره سراسری احتساب تر سره کړي ټولې هغه شتمنی چی د غیر قانونی لارو راغونډې کړل شوي وي مصادره کړي.
• حکومتی دندې د وړتیا او هیواد ته د صداقت له مخی ورکړي .
• په ټول هیواد کې د وګړو تر منځ د برابرو حقوقو تامین وکړي.
• په ټول هیواد کې د متوازن انکشاف له پاره زمینه برابره او ډیرو وروسته پاتې سیمو ته لومړیتوب ورکړل شی.
• ټولوزده کونکو ته په مورنیو ژبو زده کړي برابرې کړي.
• مجرمین او جنایت کاران محکمی ته و سپاري
• ملی یووالی تامین او د ګاونډیانو مداخلی شنډی کړي.
• ملی اداره د خپلو سیمه ایزو او نړیوالو ګټو تر لاسه کولو د پاره په جدیت کار او فعالیت وکړي.
• د پنجاپ د اشغال څخه د افغانستان د خاوری د ازادی له پاره زمینه برابره او ټول اولس به سره متحد کړي.
په افغانستان کی شرایط د بدلون په لور روان دی ، اوسنی شرایط د تیرو لسو کلونو د شرایطو سره د پرتلې وړ نه دي. که د یوی خوا واکمنې ، فاسدې ، متعصبه او په جنایتونو تورنې واکمنې کړۍ هڅه کوي چی خپل واک ته دوام ورکړي . نو د بلی خوا د افغانستان خلکو د پاره اوسني شرایط د زغم وړ نه دی او د یوه ژور بدلون او انقلاب غوښتونکی دي.
اوسني ورځې او شپې د هیواد د برخلیک له پاره ټاکونکی دي. دا د خلکو په سیاسی پوهې او راټولیدو پورې تړلی ده چی څنګه به وکولی شی د خلکو او وطن په ګټه بدلونونه رامنځته کړي.
د ټولټاکنو په بهیر کی ځینی ګواښونه موجود دي:
• کیدای شی واکمنی کړۍ په نوی شکل سره په واک باندی خیټې واچوي .
• د واکمنو کړیو له خوا د ناروا لارو څخه په استفادی سره د خپلو تایید وړ نوماند بریالی کول
• کیدای شی د افغانستان دښمنان اولس مشری ټولټاکنو کی مطرح ملی نوماندانو ژوند ته ګواښ پیدا کړي .
• په هغو سیمو کې چی د ملی مطرح نوماندانو ملاتړ موجود وی نا ارامه کول
خو داسی ښکاری چی د اولسمشر حامد کرزی غواړی په افغانستان کی په ظاهری توګه ټولټاکنی تر سره شی او له دی لاری دی غواړی چی د غیر قانونی لاری په واک باندی د خیټې اچولو مخنیوی وکړی ‎.
حاکمه کړۍ د هیواد اویا سلنه دولتی لوړې څوکۍ په لاس کی لری دا کړۍ کولی شی د خپل خوښې نوماند په ګټه د خپلو ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي.
د جعلی او فرمایشي ټول ټاکنو په صورت کی کیدای شی دا هیواد د یوی سترې غمیزی سره مخامخ کړي .:
• کیدای شی هیواد کی اقتصادی تراژیدی تر پخوا ډیره ژوره شي.
• په افغانستان کی دې دا ډول جعلی ټولټاکنو د پایلو اعلان په هیواد کی د بی ثباتی او جګړې سبب شي.
• کیدای شی د هیواد خاوری بشپړتیا ته ګواښ پیدا شی
افغانستان خلک یو لړ تشویشونه لری هغه دا چی د کابل اداری زیات شمیر چارواکی کیدای شی په ټولټاکنو کی ناوړه مداخله وکړي د دوي په فکر اوسمهال نږدی اویا سلنه وزیران ، والیان او کوماندانان د واکمنو متعصبو او په فساد ککړو کړیو غړي دی او هم هغه والیان او کوماندانان چی ظاهری توګه ددی کړیو غړي نه دی مګر د تقرر په مهال د دوی څخه دا ژمنې اخیستل شوي دي چی د واکمنو کړیو د اجندا سره سم کار وکړي . نو ځکه دی ته تیار دي چی د واکمنو کړیو په ګټه په ټولټاکنو کې ټګي وکړي.
ددې پلان سره سم به حاکمه کړۍ په جنوب ، جنوب ختیز، لویدیز، شمال او مرکزی سیمو کی د پښتنو سیمی او کلی نا ارام کړی تر څو هغوی و نه کولی شی رایه ورکولو مرکزو ته ولاړ شي .
تر اوسه په سلګونو د ټولټاکنو د مرکزونو د تړلو خبری کیږی چی په دی مرکزونو کی کیدای شی په میلیونو رایه ورکونکی د رایه ورکولو بی برخی شی.
دا یو قصدی عمل دی او په قصدی توګه چارواکی غوا ړی د نوموړو سیمو خلک د رایه مرکزونو ته ولاړ نه شی. او که نه په دولت کی دا ظرفیت لیدل کیږی چی مرکزونه د رایه ورکونکو په مخ خلاص او د رایه ورکونکو امنیت تامین کړي.
په دی نا ارام کولو کی د واکمنی کړۍ یوازی نه دي بلکی پنجاب هم ورسره ملګرتیا کوي دوی به په ګډه پښتنی سیمی نا ارامه کړي. پنجاب به هڅه وکړی د ناوړه تبلیغاتو او ویرولو له لارې پښتانه رایه ورکونکی د رایه ورکولو را وګرځوي او په دی ډول د متعصبو کړیو واک یقینی کړي .
ددی له پاره چی په هیواد کی رڼې ټولټاکنی تر سره شي اړینه ده :
• په واکمنو کړیو پوری ټول ټړلی وزیران ، والیان ، رییسان ، کوماندانان چی کیدای شی د ځانګړی نوماند او یا نوماندانو په ګټه کار وکړی د دندو لیری او په ځای یی ملی وطندوسته وګړي وټاکل شي.
• د کابل اداری مشر باید د ځانګړی نوماند څخه په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه د ملاتړ څخه ډډه وکړي.
• د ټولو نوماندانو د کمپاین لګښتونو د منابعو څیړنه وشی. هغه نوماندان چي د بهرنیو سرچینو څخه په غیر قانونی توګه روپۍ تر لاسه تر لاسه کوي باید د کاندیدو د حق څخه بی برخی کړی شی.
• په هیواد کی باید په مختلفو پلمو سره حتی یو وګړی د رایی ورکولو د حق څخه بی برخه نه شی بلکی ټول د رایو ورکولو مرکزونه دی پرانستی وساتل شی.
• د هیواد په ټولو سیمو کی د هیواد هر وګړی ته د رایی ورکولو کارتونه وویشل شی.
• په واکمنو زورواکو کړیو پوری تړلي پټې ملیشاوی باید بی وسلی کړل شی تر څو و نه کولی شی سیمه نا ارامه کړی.
• مخالفه وسله والی ډلی باید د ځانګړو نوماندانو په ګټه د خپل پوځي زور څخه کار وانخلی.
• د دولتی امکاناتو څخه باید د ځانګړي او یا ځانګړو کاندیدانو په ګټه کار و نه اخیستل شی.
• د اولسمشری څوکۍ نوماندانو امنیت باید په ټینګه وساتل شی او هم باید د رایه ورکونکو امنیت خوندي کړل شی.
اوس دا پوښتنه را منځته کیږی چی که چیری یو وطندوست او ملی شخصیت ټولټاکنی وګټی او هغه د یوې ملی اداری را منځته کولو د پاره ملا وتړي په هغه صورت کی به د اوسنیو واکمنو کړیو غبرګون څه وي؟
په دی کی شک نه شته چی په یوه ټولنه کی مثبت بدلون په وړاندی د پرمختګ ضد کړیو له خوا منفی غبرګون رامنځته کیږي او داغبرګون مختلفی بڼی ځانته نیسی چی کیدای شی دا غبرګون پوځی ، کارشکنی ، اقتصادی بحران را منځته کول ، د امنیت اخلال او یاغی ګیري واوسی.
ددی له پاره چی ملی دموکراتیک انقلاب د سوله ایزو ټولټاکنو له لاری بریالی او سیاسی واک خپله خلکو ته ولیږدول شی تر څو :
• تر څو د ټولو د باور وړ ملی اداره رامنځته شی
• په هیواد کی د ګاونډیانو د تیریو مخنیوی وشی
• سوله او ارامی ټینګه شی
• هیواد د پراختیا په لور ګامونه پورته کړي
• د هیواد د ټولو وګړو د پاره برابر حقوق تامین شی
• په مورنیو ژبو د لوست زمینه برابره شی
• د قومونو ، توکمونو او په مذهبونو په نوم سوداګری ختمه کړل شی
• د پنجاب له خوا د افغانستان د اشغال شوی خاوره بیرته نوموړی هیواد سره یو ځای کړل شی
اوس د هیواد په دننه کې په سیاسی توګه نوي ډلبندي را منځته کیږي. دا ډلبنډی د دوو برخو څخه تشکیل شوي ده.
لومړي : د پرمختګ ضد ، په جنایت ، تعصب او فساد تورنې یو شمیر کړۍ دی ته تیارې نه دي چی واک د لاسه ورکړي.
دا کړۍ تر ټولو منظمې دی دوی نه یوازی د هیواد په داخل کی یو له بله ټینګی اړیکی لری بلکی د دوی اړیکی سیمه ایزی او نړیوالی هم دی.
دی کړیو د خپلی ځانګړي قومي اجندا له مخی چی لري یی ، هڅه کړي ده چی د هیواد د قومونو او توکمونو تر منځ دښمنی را منځته کړي او له دی لاری خپله واکمنی یقینی کړي.
دا کړۍ واک په لاس کی لری اوکولی شی هر ه شیبه د خلکو په وړاندی غبرګون وښیی .
دا کړۍ پراخې رسنۍ په لاس کې لری د اوتو بوتو په ویلو سره کیدای شی د افغانستان او نړیوالو ذهنیتونه تر اغیزی لاندي راولی.
دی کړیو د هیواد په اقتصاد خیټه اچولی او په هیواد کې مختلفې مافیا ګانې ( نشه یی توکیو ، د ځمکو د غصب ، د قیمتی ډبرو د قاچاق او نورې ) ددی کړیو ملاتړ د ځانه سره لری . په تیرو دولسو کلونو کی ددی په ځای چی د خلکو ژوند ښه شي د پخوا په شان د هیواد د اکثریت خلکو ژوند د لوږې د کرښې څخه ټیټ دی .
د افغانستان زیاتره عواید ، ددی هیواد سره د مرستو زیاتره برخه ددی کړیو لوړپوړو چارواکو جیبونو ته لویږی. اداری فساد د دې کړیو د مهمو لاسته راوړنو څخه دی.
ددی کړیو هر یو وګړی په میلیونو ډالرو ډالر د غیر قانوني لارو څخه راټول کړی دی او د خلکو په ګومان په دوی کی داسی وګړی هم شته چی په میلیاردونو ډالرو پوری شتمنی د غیر قانونی لارو را ټولې کړي دي.
اوسنی واکمنی متعصبی فاسدی کړۍ په ژورو باندی اوښتی دی چی د خلکو وینې ځبېښي .
دا کړۍ په هیواد کی د پرمختګ ، رښتینی دموکراسی ، ټولنیز عدالت ، سولې او امنیت په لاره کی ستر خنډ او د هیواد د راتلونکی له پاره لوی ګواښ دی.
اوس مهال په افغانستان کی د ظلم ، استبداد ، تعصب ، لوټماری او دیکتاتوری نظام حاکم دی . ددی دیکتاتوری فاسد نظام ړنګول او په ځای یی په واقعی مانا سره د دموکراتیک نظام رامنځته کول یو ستر اولسی خوځښت ته اړتیا ده .د اولس پراخ خوځښت کولی شی په هیواد کی یو دموکراتیک نظام را منځته کړي.
دا اولسی خوځښت کیدای شی د یوه ملی ، وطندوست او ترقي غوښتونکی د اولس مشری څوکۍ ته نوماند څخه د ملاتړ له پاره رامنځته شی.
دا خوځښت د خپلی خوښې نوماند په بریالیتوب سره کولی شی په هیواد کی د سولی ، امنیت ، پرمختګ له پاره زمینه برابره کړي .
که چیری اوسنی واکمنی کړۍ د خلکو د ارادی احترام ونکړی د جعلکاری او یا کومی بلی غیر قانونی لاری د خلکو د ارادی خنډ شی په هغه صورت کی نوموړی خوځښت په ملی ستر پاڅون باندی اوړی داسی پاځون لکه د مصر ، یمن ، تونس ، او نور
په هغه صورت کی به د راتلونکو ټولو تراژیدیو مسوولیت هم د واکمنو متعصبو کړیو په اوږه وي.
ددی متعصبو ، فاسدو کړیو په وړاندی د هیواد پراخ اولس ولاړ دی ، دا اولس په یوه توکم ، ژبې ، مذهب او سیمی پوری نه دی تړلی بلکی دا اولس د ټولو توکمونو څخه تشکیل شوی دی چی نوره نه غواړی په استبداد او فساد ولاړ دیکتاتوری نظام په هیواد کی واکمن واوسي.
په هیواد کی نیږدی نوي سلنه وګړي د مثبت او دموکراتیک بدلون غوښتونکي دي . د حالاتو په څیړلو سره داسی ښکاری چی د دیکتاتوری فاسد نظام د ختمولو له پاره ، اولسی خوځښت به د روانو ټولټاکنو په مهال پیل او کیدای شی څو کلونه دوام ومومی. د افغانستان خلک دا توان لري چی د پرمختګ ضد کړیو د هر ډول توطیی مخنیوی وکړي او هم د بهرنیو مداخلو او تیریو په وړاندی په کلکه ودریږي.
نو لدی امله دا به ښه وي چی اوسنی واکمنی کړۍ او ګاونډی افغان دښمن حکومتونه د افغانستان خلکو ارادی ته غاړه کیږی او هیواد پریږدی چی د دیکتاتوری فاسد نظام د ړنګ او د هغه په ځای دموکراتیک نظام جوړ کړی.
ستر بدلون را روان دی.