د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وزیرستان غمیزه او راتلونکي

احمدجان تڼی 12.07.2014 14:41

په وزیرستان کی هره ورځ په سلګونو خلک تر خاورو لاندي کیږي. کورونه ورانیږي ، کلي په کنډوالو اوړي ، ونې او فصلونه وچیږي. هلته د ژوند کوم غږ نه اوریدل کیږی یوازی او یوازی د توپونو ، توغندیو، کاړتوسو غږونه دی چی د سړی غوږونه کڼوي.
اوسمهال نږدی اته سوه زره خلک د شمالی وزیریستان څخه کورونو پریښودو ته اړ شوی دی . ددی کورنیو زیاته برخه د بنو خواته تللی دی یوه برخی یی پیښور ، خوست او پکتیکا ته تللی دي.
د سند او پنجاپ حکومتونو په وزیرستانی بی ځایه شوو خلکو باندی خپل سرحدونه تړلي دی.
خو بیا هم زیات شمیر خلک په خپل کور او کلی کی بند پاتي دي دوی ته د تیښتي موقع نه پیدا کیږی او یا تللو امکانات نلری. د اوو سوو زرو بي ځایه کیدل په دوه یا درې اونیو کي دا لویه بشري غمیزه ده.
ددی څخه مخکی چی په وزیرستان باندی د ځمکی له خوا عملیات پیل شی درې اونۍ څخه زیاته موده هوایی بمبارد وشو. په دي بمبارد کی داسې بمونه د اف شپاړس جیټ الوتکو له خوا وغورځول شول چی دې نړۍ په دي وروستیو جنګونو کی یی ساری نه لیدل کیږي.
د جیټ الوتکو په اړخ کی کوبرا څرخی الوتکو هم کلی ، کورونه او خلک په نښه کوي . د توپچی ډزی هم روانی وې او دي.
دې ته وایی د ضرب عذاب په نوم عملیات ، چی د پنجاپ استعماری – تروریستی اداری له خوا دا نوم پری اېښودل شوی دی.
د کابل اداره ، د پنجاپ استعماری تروریستی اداره او لویدیز دې جګړې ته د تروریزم ضد جګړه وایی . خو ایا د تروریزم ضد جګړیز فعالیت په دومره پراخه کچه په مخ بیول کیږی؟ ایا د تروریزم ضد عملیاتو کي بشپړ ښارونه او کلی له منځه ځي ؟
په سیمه کی د حالاتو د څیړلو څخه ښکاری چی د پنجاپ د پوځ دا عملیات د تروریزم د منځه وړلو د پاره نه دي بلکی په ډیره بی رحمانه توګه د وزیرستان د خلکو ځپل دي.
اوس د شمالی وزیرستان لوی سوداګریز ښار میرامشاه په کنډواله باندی اوښتی دی مارکیټونه ، سرایونه ، کورونه هر څه وران دي هغه په بشپړه توګه د خلکو څخه تش دی.
یوازی هلته د اشغالګر او جنایتکار پوځ سرتیری لیدل کیږی. چی په کوڅو کې ګرځي.
هلته پوځیان وایی چی دوی تر ډیره برید ه په خپلو عملیاتو کی بریالی دی. دوی وایی چی اتیا سلنه د میرامشاه سیمه یی نیولی ده دوی وایی چی ځمکنی عملیات یی وروسته دری اونیو هوایی بمباریو څخه پیل کړی دی خو د ځمکنی بریدونو په اړخ کې بمباری هم روانی دی .
جنایتکار او اشغال ګر پوځ د بازارونو او کلیو د ورانول مسوولیت په طالبانو وراچوي او وایی چی دلته دوی د چاودیدونکو موادو څخه کار اخیستی دی.
دوی وایی چی نږدې څلور سوه دهشتګرد (؟) یی وژلی دي . خو د سیمه ایزو خلکو او عینی شاهدانو په قول دا دهشتګرد (؟) ماشومان ، میرمنی او بوډاګان دی.
پوځ ادعا کوی چی یو شمیر اسناد یی نیولی دی چی کیدای شی دوی ته په درد وخوري خو هغه اسناد چی د تلویزیون له لاری وښودل شول هغه بی اهمیته اسناد و، یا کیدای شی دا اسناد د خلکو د دوکه له پاره په خپله پوځ ترتیب کړي وي.
په دی کی شک نه شته چی په وزیرستان کی ملکی تلفات زرګونو کسانو ته رسیږی او زیات شمیر خلک په خپلو کورونو کی بند پاتی دی حتی د کورونو څخه نشی راوتلای.
په دي عملیاتو کی تر ټول مهمه خبره داده چی ددی عملیاتو کوماندان یی یو پښتون چی سرفرازخان خټک نومیږی ټاکلی دی . د دی ټاکنی څخه د پنجاپ د پوځ د کوماندانی موخه ډیره خطرناکه ده.
پنجاپ غواړی چی له دې لاری د خټکو د لوی قوم او د وزیرو د قوم تر منځ دښمنی را پیدا کړي خو پنجاپ به په دی بریالی نه شی. پښتانه اوس د اوبو په شان دي چی په ډانګ نه بیلیږي.
پنجاپ پخوا ورته عملیات په سوات ، بونیز او نورو سیمو کي هم کړي دی چی هلته یی په ډيره بی رحمانه توګه خلک ځپلی دی او دی ته یی دا زمینه برابره کړی ده چی خپل ستراتیژیک اهداف ترلاسه کړي.
په دی کی شک نه شته چی تر دې وروستیو پوری د سوات سیمه یوه خود مختاره مستقله سیمه وه چی خپل واکمنان یی درلودل مګر داسیمه د پنجاپ د استعماری اداری په رامنځته کیدو سره اشغال شوه خو بیا هم خلک دی ته تیار نه و چی د پنجاپ استعمار ته غاړه کیږدی نو هلته یی د تروریستانو په نامه ډرامه جوړه کړه او په زرګونو خلک یی ووژل او زیات شمیر خلک تر اوسه تري تم دي.
په سوات کی د پنجاپ د پوځ موخه په هغه سیمه کی د پوځي مرکز جوړول و.
وزیرستان هم تر دی ورځو پورې د پنجاپ د استعمار واک ته غاړه نه وه ایښي . د وزیرستان خلکو خپله ازادی ساتلی وه او تر ننه د پنجاپ واک ته تسلیم شوی نه دي.
د وزیرستان د ځپلو ستراتیژی د جنرال ضیاالحق د پنجاپ پوځی دیکتاتور په مهال کی ترتیب او تر اوسه پړاو په پړاو تطبیق کیږي:
په دی ستراتیژي کی دا لاندی ټکی شامل و:
• باید د خلکو ذهنیتونه د خپلواکی او ازادی غوښتلو څخه بل لوری ته واړول شی په هغوی کی د پښتونوالی ذهنیت له منځه ولاړ شی .
• ددی سیمی څخه باید د نورو هیوادونو او په ځانګړی توګه د افغانستان په ضد کار واخیستل شی.
• که چیري دا مفکوره عملی نه شوه باید په بی رحمانه توګه د وزیرستان خلک قتل عام او وزیرستان په نه اوسیدونکی سیمه واړول شی.
پنجاپ د لومړی موخی د عملی کولو د پاره په وزیرستان کی د دینی مدرسو تر چتر لاندی ځینی تعلیمی مرکزونه تشکیل کړل چی په دی مرکزونو کی د دیني علومو په اړخ کی زده کونکو ته په افغانستان ، هند او سیمه کې د جنګیدو روحیه ورکول کیده. دوی دی تیاریدل چی په افغانستان او هند کی هر ډول بریدونو ته چمتو واوسی.
په دی مدرسو کې زده کونکو ته ویل کیدل که هغه څوک چی د پښتنو د حقوقو او یا د ابادی او تعلیم خبری کوی هغه د هند ا و افغانستان جاسوس دی.
همدارنګه ددی مرکزونو له لاری هڅه کیده چی د پښتونوالی لرغونی رواجونه او دموکراتیک اوصول کمزوری کړی په ټولنه کی د مشر اغیزه کمه او یا لمنځه یوسی او په مقابل په استخباراتی کړیو پورې د تړلو ملکانو او په پنجاپ پورې تړلو دینی عالمانو واک تقویه کړی او هم نوموړی مدرسی د ټولنی په ټول ژوند باندی حاکمی کړي.
د دوهمی موخې دپاره پنجاب زیار وایسته چی په وزیرستان کی ټول هغه جنګیالی چی د پنجاپ د موخو سره سم په افغانستان او سیمه کی جنګیدل ځای په ځای کړي. دا بهرنی جنګیالی تر ډیره بریده په لوژستیکی او مالی توګه د پنجاپ د پټو استخباراتو له خوا ملاتړ یی کیده.
د دې جنګیالو څخه دوه ځایه کار اخیستل کیده یو داچی دوی په افغانستان کی جګړې ته راولیږي او بله موخه یی دا وه چی ددی جنګیالو څخه د سیمه ایزو خلکو په ځپلو کې کار واخلی.
په وزیرستان کې د پنجاپ له د ځای په ځای شوو جنګیالو له لاری د پنجاپ د پټو سرویسونو په واسطه نږدی دوه نیمه سوه دینی علما ،قومی مشران او سپین ژیري ووژل شول . ددی وژنو څخه د پنجاپ موخه د وزیرستان د خلکو په منځ کی د مشرتوب بنسټ د منځه وړل و.
د بلی خوا پنجاپ هڅه وکړه چی د وزیرستان د خلکو او د هغه قومونو تر منځ چی د منحوسی کرښې دې خواته اوسیږی بیلتون پیدا کړي.
ددی له پاره یی هغه څوک چی د خوست او یا د هیواد د نورو سیمو څخه وزیرستان او یا میرامشاه ته تلل هلته د امریکایانو د جاسوسانو په نوم نیول او بیرحمانه توګه به یی وژل.
په دې ډول پنجاپ هڅه کوله چی د دی قومونو تر منځ راشه درشه له منځه یووسی . په دې ډول په ډاګه کړي چی د پښتنو تر منځ هیڅ اړیکی نه شته او دوه اولسونه دي.
د پنجاپ نوموړی توطیی په وزیرستان کی کار ونکړ ، د وزیرستان خلکو او د افغانستان خلکو تر منځ اړیکی او تر پخوا ډیری کلکی شوي دي.
د پنجاپ توطیو او دوه مخیو په قبایلی سیمو او نور برخو کې ځینی ځوانان دې ته اړکړل چی د پنجاپ په وړاندی وسله واله جګړه پیل کړي. که څه هم پنجاپ ډیره هڅه وکړه چی د نوموړو ځوانانو مخ د افغانستان ته واړوي خو په دې پلان کی ناکام شو. دې ځوانانو یو تحریک رامنځته کړ.
د پنجاپ استعماری ادارې په ډیر مهارت سره هڅه وکړه چی ددی غورځنګ د ټکولو د پاره د امریکا څخه مرسته وغواړي. پنجاپ امریکا دا ښودله چی دا تروریستان دی او د امریکا بی پیلوټه الوتکو ته ددی جنګیالو په هکله معلومات ورکول.
چی ددی معلوماتو په پایله کی ددی جنګیالو مهم کوماندانان ووژل شی . چی ددی توطیو وروستی قربانی حکیم الله مسید دی. حکیم الله مسید په کلکه دا ویل چی پنجاپ د دوی دښمن دی او ده په ډاګه کوله چی تر هر څه لومړی باید د پنجاب غیر اسلامی اداره ړنګه شی.
د پنجاپ د استعماری نظام په وړاندی مقاومت په ټولو اشغال شوو برخو کی پیل شو خو ددی ټولو مرکز وزیرستان و. د وزیرستان خلک نوره د پنجاپ په درواغو دوکو و نه غولیدل او په خلکو د ازادی له پاره جذبه په را پیدا کیدو وه.
پنجاپ د وزیرستان د تاریخی تجاربو په نظر کی نیولو سره ددی سیمی د بشپړه ځپلو پروګرام جوړ کړ. په دی پروګرام کی د کابل مرسته هم وغوښتل شوه . د کابل اداری هم اجازه ورکړه چی په دی سیمه کی پوځي عملیات تر سره شی.
په داسی حال کی چی افغانستان د دیوریند کرښه په رسمیت نه پیژنی نو ځکه اړینه وه چی د کابل حکومت د پنجاپ استعماری اداری ته ددی برید له امله اخطار ورکړی او پرینږدی چی د وزیرستان خلک د تباهی سره مخامخ شی .مګر د کابل ادارې په دې باندی ځان چوپ ونیوه او دی کار د افغانستان خلک ډیر مایوسه کړل.
د پنجاپ استعماری اداره ازادو رسنیو ته اجازه نه ورکوي چی د نوموړی سیمی او عملیاتو په هکله راپورونه خپاره کړی او هغه څه چی راځي د پنجاب د اشغالګر پوځ د رسنیو د دفتر څخه د رسنیو په واک کی ورکول کیږی.
د جنګی د عملیاتو د توګی څخه ښکاری چی دا عملیات د وسله والو ډلو په خلاف نه بلکی په بشپړه توګه د خلکو تباه کول، بی ځایه کول او د وزیرستان په کنډواله اړول دي.
د تلویزیونونو د تصویرونو څخه ښکاری چی په میرامشاه کی یو وګړی هم پاتی نه دی ټولو سیمه خوشی کړی او یا وژل شوی دی. دلته یوازی د پنجاپ د وحشی پوځ عسکر لیدل کیږي.
په وزیرستان کې ټولوژنه روانه ده تباهی د یوه اولس روانه ده د هغه اولس چی پښتون دی او د ټول پښتون مهمه برخه ده. خو په دی باندی د نړیواله ټولنه ، ملګروملتونو سازمان ، د بشری حقوقو سازمانونه ټول غلي پاتی شوی دی. په ټولو هغه جنایتونو باندی چی د پنجاپ د پوخ له خوا د پښتون اولس په وړاندي په وزیرستان کی تر سره کیږی ټول سترګې پټوي.
د پنجاپ له خوا په وزیرستان کی په وحشیانه عملیاتو باندی نه یوازی په افغانستان کی تش په نامه سیاسی مشران او کتونکی چوپ دی بلکی د په ټوله پښتونخوا کی سیاسی ډلو پری مانا لرونکی چوپتیا غوره کړی ده.
د پنجاپ پوځ د عملیاتو او د هغه د پایلو څخه ښکاری چی د پوځ سرکوماندانی په خپله ناوړه موخه کی بریالی شوی نه دی. دا ځکه چې :
لومړی : د وزیرستان اراضی غرنی او د تنګو درو لرونکی ده د پنجاپ پوځ د پاره ستونزمنه ده چی په دومره پراخه غرنی اراضی کی د ځان له پاره امنیت ټینګ کړی،
دوهم : د پنجاپ استعماری اداره ددی وړتیا نه لری چی په لوژستیکی توګه خپل پوځ د ډیري مودې لپاره په داسی سختو شرایطو کی اکمال کړي.
دریم : د وزیرستان ځوانان د خپلی خاوری څخه د دفاع له پاره تیاریږی تر څو د پنجاپ د پوځ څخه د خپلو شهیدانو غچ واخلی. که چیرې د پنجاپ پوځ د وزیرستان څخه ژر تر ژره ونه وځي بیا دا یقینی ده چی هغه به د وزیرستانی مجاهدینو په لومه کی را ګیر شی.
اوس د وزیرستان خلک په کلکه په دی پوه شول چی دلته د تروریزم موضوع مطرح نه ده بلکی پنجاپ غواړی وزیرستان تباه او په خلکو کی د ازادی غوښتنی روحیه له منځه یووسی.
پنجاپی پوځ په سلګونو زره خلک بی ځایه کړل ، په زرګونو خلک یی ووژل ، په زرګونو کورونه او کلی یی وران کړل ، په تیره بیا د میرامشاه ښار یی د کنډوالو په ښار واړوه.
هغه ښار چی په سیمه کی لوی سوداګریز مرکزو. دلته د سلګونو میلیونو ډالرو د مالونو څخه ډک سوداګریز په سلګونو مرکزونه وران کړل شول او د وزیرستان خلکو ته په سلګونو میلیونه ډالر زیان ورسول شو.
پنجاپ ددی ضرب عذاب په عملیاتو سره خلکو ته په ډاګه کړه چی پنجاب غواړي ددی ځای خلک په بشپړه توګه له منځه یوسی او تباه یی کړي. یعنی د پنجاپ دښمنی نه یوازی د پنجاپ په ضد د جنګیدونکو جنګیالو په وړاندی ده بلکی په عمومی ډول سره یی د وزیرستان د خلکو او د ټولو پښتنو سره ده.
نوموړو عملیاتو خلک په دی ډاډه کړل چی بی د ازادی د بیرغ د اوچتولو څخه بله لار نه لری .هغه بیرغ چی د پښتنو لوی اتل ایپي فقیر حاجی میرزالی خان پورته کړی او د پښتونستان په نوم یی ازاده سیمه را منځته کړي وه. چی پایتخت یی د ګرویک ښار و.
اوس هغه وخت را رسیدلی دی چی د وزیرستان خلک د ټولو پښتنو مخکښ شی او د پنجاپ د استعمار څخه د پښتنی خاوری د ازادی بیرغ پورته کړی.
د وزیرستان ستراتیژیک اهمیت ټولو ته جوت دی .
وزیرستان د سیمی زړه دی او دا زړه د بریتانیا د سلو کلونو وحشیانه بریدونو په مقابل کی د حرکت څخه پاتی نه شو ، نو د پنجاپ د بریدونو په مقابل کی به هیڅکله د حرکته و نه لویږي .
د انګریزانو په وړاندی د وزیرستان د مقاومت له امله ډیلۍ ازاد شو او انګریزانو د اسیا د لویې وچې څخه کډه وکړه.
ویلای شو چی پنجاپ په دې عملیاتو سره ستره تاریخي تیروتنه وکړه او دا عملیات به په خپله د پنجاپ د تباهی سبب شی.
هغه مهال به د پنجاپ استعماری اداره ، یوازی په پنجاپ ایالت پوری محدوده وي.
د وزیرستان جګړو تل د سیمی سیاسی نقشې ته به بدلون ورکړی دی.
د وزیرستان غمیزه زړه بوګنونکی ،خو راتلونکي یی ډیره روښانه ده.