د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دټاکنو خرلیک

محمود نظری 20.02.2014 13:34

طنز
 کاشکي ټاکنې یوسي بیا خوجینان
 ټوله موشه خره راتناوکړي بیا بزرګان 
 د وطن په عمل خره سي بیا واکمنان
دهر یوه  خره سي  سل بیا مشاوریان
دا وطن به    دانډوخرسي بیا میدان
 دوجدان ځای به ونیسي بیا جودان

طنز

 کاشکي ټاکنې یوسي بیا خوجینان

 ټوله موشه خره راتناوکړي بیا بزرګان 

 د وطن په عمل خره سي بیا واکمنان

دهر یوه  خره سي  سل بیا مشاوریان

دا وطن به    دانډوخرسي بیا میدان

 دوجدان ځای به ونیسي بیا جودان

دخر مهرو بازار به سي اود خرمستي

هر ې خوابه وي خرچیلکې اوخرکسي
بزرګان به لکه پردي خره په شا زورور وي
په هر ښه اوبدو به د هغوختلی عر عر وي
په یوبل به یې وس نه رسي وهي به پالان
په دوړو به یې سینه خرابه کړي د پوه انسان
په مصلحتي خرو به وزلوبه بیا کیږي
خوسکی به تر حلاله دایرې بیا نه رسیږي
***
وايي په پردي ملک کې ګوز اچوه تښته
ددوی نس ډک دی ولسه ځان بچوه تښته
وایي اولني د خرو سیاست ګوز دی یا لغته
ولسه پامکوه دګوزو ور وسته یې ده لغته
د خرو هم دغه کار دی هلته دلته وړل بار
بیله ایش او کورکور نه پوهیږي په بل کار
هغسې چې وایي خر په خند ا نه پو هيږي
یوازې په نس او خرېمه یې هنګاخیږي
***
امریکا به خپل خره کړي بیا را هري هري
د ولس شونډان به کړي بیا پاتري پاتري
آس ششنی خر رايي غاتره خدای خبر څه وايي
دا ټول راغونډ سوي اوس ټاکنې پر مخ بیایي
یو یې په غرتو بل یې په چلوپلوګټي
یویې په لاپو ، بل یې په خیال پلو ګټي
په دې یوه مه کوه وروره چندان اعتبار
څوک خپله دچا مرستیالان دی غدار
خرکسي ( کم عقلي )، (هری هری ) دخرو دکیش ولوږغ؛(پاتری پاتری) دشونډو پوټکی، (کورکور) دخره درابللو ږغ