د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سوله بمباري وکړه !

محمود نظری 30.08.2013 17:38

په ارګ کې دی عسکونه ځړیږي ستا دشیر
هر ورځ هغو ته په دوو لاسو سلامي وکړه
په تورو کارغانو دی ښه کوتر بازي وکړه
بیا د دې سولې سره لږ نوره چالبازي وکړه
چې سوله نه وي هلته ټاکنې څه مانا لري
د لوی جرګې په نامه لږ نوره نوې بیداري وکړه
***
هغو چې له پایچو یې سم را ایستلي ملت ته
هغو ته په سترګګ وایه لږ نوره کامراني وکړه
د پښتنو ټولو ضدو ته دي په کست واک ور کړ
هغو بهادورو ته وایه لږ نوره ډنډاماري وکړه
له ګوډاګیو دي جوړي کړې ملي څهرې
هغو ته په مسکا وایه لږ نوره پټواري وکړه
جاسوسان دي مشران او واک داران کړه
د رشوت په توپک د ملت چارماري وکړه
***
د مرستیال سره دي اړیکې دي لکه پیل اوموږک
په یو څوکۍ ناست د هغه لږ نوره چمچه ګري وکړه
ددویم مرستیال سره دي اړیکې لکه بیزو اوخر
هغه ته په خندا وایه لږ نوره پلوي د شجاعي وکړه
خپل دخاینو کارمندانو کشک پام کش نه کړې
د امریکا سره تل تر تله پرتوګ کشي وکړه
شپې دي پاته په شمېر دي شمېره دي شپې
بنجاره دي ټوله کړه ژر له ارګه کوچ کشي وکړه
***
بس ده نور دا د بیزووان اومداري چمونه
په دې چمونه کې لږ نوره اوترایي ورکړه
نوردي اوړو اخښلو اوتر کلااوښتلو تر پزې کړو
نوره مداري ګري پریږده شعبده بازي وکړه
پښتون مقرر کړه له شپو راباسه فهیمي
لږ نوره د دې بدبخت ملت سره دومخي وکړه
نور دخپلو کسانو د پزو پسې راتویوي شور
ته د هغو دجیبوډکولو ته لږ نوره مختوري وکړه
***
دسولې نارې وهې سوله ولي نه غواړې ؟
دخدای او رسول سره لږه نوره اغیاري وکړه
ټول وخت دی تیر کړ په مرداریو اوبې وسیو
ژر ورک سه ، ملته لږ وخت بیغمي وکړه
موږ سوله غواړو نه ستا ډله نه دي ټاکنې
دا وطن نور پریږده بل چیري مرداري وکړه
ستا دا مردار مصلحت وطن کړ تباه او ویجاړ
دخدای دپاره بل چیري ټګي ټوري وکړه
دخدای روی می دروړی دا خوار ملت نور پرېږده
له خاین سره له ارګه نه دبل ځایه غمشیریکي وکړه
ته څوک یې چې افغان ته سوله نه غواړې
موږستا مهرباني نه غواړو ته مهرباني وکړه
وییونه :ټګي ټوري( لچري)، پټواري( دمځکو اندازه کولو کارمن )