د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یومیړه رانیسه بل مفت واخله !

محمود نظری 22.06.2013 00:15

طنز
پخوا وه دواک او پیسو  زورونه
پاچا او شتمن کوله په زرو ودونه
 دین ډیر  رالږ کړه له یوه تر څلورو 
بیله لس دولس مینځو لکه حورو
ول بس  یوه ښځه ده د بین الملل ادار ې 
په یو تېکی کې نه ځایږي   تورې دوې

طنز

 

 

 

پخوا وه دواک او پیسو  زورونه

پاچا او شتمن کوله په زرو ودونه

 دین ډیر  رالږ کړه له یوه تر څلورو 

بیله لس دولس مینځو لکه حورو

ول بس  یوه ښځه ده د بین الملل ادار ې 

په یو تېکی کې نه ځایږي   تورې دوې

نارینو ددې متل ضد کړه پیل مبارزه 

ول پخوا توره وه هغه وسله ده زړه
اوس جنګ کیږي په توپک او توپنچه
دچهل میلې مرمی اوري بنچه بنچه
شپږ مرمی نیسي دتوپنچې شاجور
دیرشو مرمیو ته رسیږي دتوپک ججور
دښځو دحقوقو ادار ې دا متل کړ کوره
ول باید دیوې ښځې سي میړه یو نارینه
ښځو چې دا دعوا په دنیا کې ولیده ګټلې
د څو میړو د امکان لپاره و ښوریدلې
***


پخوا د هلک مور یا خور خوښول چنغول
نو کله به دواده په شپه زوم کوی غال وغول
چې دزوم پښه به یې تر کنده ور وايستل
تر واده به یې د خوار زو م پښه نه ارتول
هلک به د واده په شپه ناوی سپينه ولیده
سهار به یې دهغې په لیدو خوا وګرځیده
بخت اوشنې کله به هغه راوتله مرنده
کله به یې هم هغه ولیده تر خپلې مور زړه
کله به په واده کې جوړ سو درغول برغول
ناندرۍ به ګډې سوې د دوستانو په غول
هغسې چې کله ختی د زومانو غالمغال
ناوي هم د زوم په لیدو نه وې بې جنجال
انجونو هم ویل موږ خو نه یو نرم بستر
چې تل به یو په ذوق د هر خیرن مسافر
***
پلار به د زوی له واده ساته ځان په اړتوپړتو
زوی به یې ګرده ورځ اخته وودځان په کړتو
پلار له لګښت او مهره لکه له اوبا ځان ساته
هلک د خپل مړاني وهلو هر چا ته حال وایه
مورته یې و يل مورې ما دشپې منګی کړ چپه
پلار ته یې ویل د بریت او ږیرې لیکې وګوره
خویندو ته یې ویل ګورئ ږغ مي ډډ سوی دی
وړونو ته یې ویل خوب مي ګډ وډ سوی دی
پلار ته یې ویل را پورته سوی مې دی چنغړک
په زړه کې یې په ټولومتاهلو کیده غړک
هر چا د ځان په ګټه هغه ته نوکاره ورکوله
هر یو به خپله تجربه دهغه سکاره پوه کوله
پلار یې ویل زویه کونډه تجربه داره ده
مور یې ویل ښه کُلاله یا خپله سياله ده
ښځه ښه ده نه د ځان د جهان په خوښه
ښځه ښه ده نه د ځان دخاندان په خوښه
ورور یې ویل ښځه له اړه د کور خدمه ده
عمه یې ویل هغه د د کالو پریولو ډبه ده
پلار یې ویل تنګه موچڼه ده ماندينه
اکایې ویل ګوره کوکه د پڼه ده ماندینه
پلار یې ویل د بړستن شپږه ده ماندینه
اکایې ویل د پرتاګه ورږه ده ماندینه
انډیوالانو یې ویل خوږه مڼه ده ماندینه
په ژمی مشکوله په دوبي باد پکه ده ماندینه
ځوان ویل ددې ټولو په خوښه انجلۍ
کله پیدا کیږي بیله افغانستانه په نړۍ
دا چې دلته د انجنو ولور دي لکونه
خود ټوله لکه مال ځنې اخلي خوندونه
خدای دی ووهی هغه وړونه او پلرونه
چې په ولور جوړوي کورونه دوکانونه
***
پخوا یې ویل بده ښځه له تگه مالومیږي
اوس وایي هغه له خښتګه مالومیږي
د ښځې د زړه او آسمان پيژندل ګران د ی
د ښځې خوشالول تر ټولو شیانو ګران دی
دلمر او باران یوځای کول آسمان ته اسان دی

ښځو ته دمکر او ژړا اکت ډیر اسان دی
ښځه ایمانداره خو په سیالی کې بې ایمانه ده
دهر چا سره ښه خو له بنې سره یې ورانه ده
متل دی وايي خرابه ښځه ستا نه د بل ده
دهر چا چې په لاس کې وي دهغه خپل ده
د پیشو دوژولو شپه لویدلې ده له دوده
ولور او اینه مصف لویدلی دی له موډه
دا چې دچا زنګون لوړ وي یا کښته
دا کارونه دي اوس بې کاره او بې پته
په هر حال ښځه ده د کور دهر شی واکداره
چې څه اغوندي چیري ځي ده بې خاره
اوس چې انجلۍ هلک ونه ویني نه کوي واده
هغه د کور ټول قلنګ جوړوي په خپل زړه
***

د بهر په نر اوښځه کې سوی لف واده باب
هله واده کوي چې د زړو تارونه یې ووهي رباب
نسته کیسه دمور او پلار او خور د خوښیده
د هلک اوانجلې خپله کار دی سره تار اچوه
هر هلک او انجۍ د داسې جوړې پسې ګرځي
هر یو یې د خپل د زړه د ټوتې پسې ګرځي
نه یې رنګ نه يې دین نه یې ګوری وطن
دهن دهن تک، دهن تک تن تن تک تن
***
په امریکا او اروپا کې د همجنسو واده کیږي
نر دنر او ښځه له ښځې سره ویده کیږي
اوس هغو ته هم د واده قانون تیار سوی
بیرته لکه چې قوم د لوط بیدار سوی
یو سړی میړه بل سړی یې ماندینه کیږي
په سیاست کې هم داسې سوي او کیږي
څوک وایي چې نه تکراریږي تاریخ
بیا د سودوم د ګناه جام ډکیږي تریخ
ښځې له سړو سړي له ښځو جلا کیږي
نارینه د نارینه ښځه د ښځې میړه کیږي
***

داسې حالت په بهر کې دود سوی تازه
دمیړه د پلورلو پیدا دوکان سو ی مغازه
رانیول دی د ښځې په ذوق او خوښه
دکریدت کارد یا د خوشمړو په کچه
ټولې مغازې ډکي دي په ډول ډول نارینو
ټوله ورځ هلته شاپیګ کیږي د زنانو
څوک د سینګل پسې ګرځي څوک د ډبل
څوک د پردي پسې ګرځی څوک دخپل
څوک د ږیرور پسې ګرځي څوک د بریټو
څوک دخسیس پسې ګرځي څوک د لړوچټو
څوک دپک پسې ګرځي څوک دبیټل
څوک د نابغه پسې ګرځي څوک د ټنیل
څوک د تور پسې ګرځي څوک دغربي
څوک دښاري پسې ګرځي څوک د دهاتي
څوک دګران پسې ګرځي څوک د ارزان
څوک د لیلامي پسې ګرځي څوک د تاني
نن ورځ سوې ده دسړو دبې ارزشي او لیلام
یو په نغده رانیسه بل درته دی مفت او انعام
پالیسي لري نن یې رانیسه سبا یې بدل کړه
یا یې بیرته پیسه واخله د بل پسې کتل کړه
د نن نرلکه دپخوا ښځه مال او منال سوی
هرمیړه دقانون په اساس د ښځې غلام سوی
دلته ښځې ټوله ورځ د بهر کار کوي
میړونه د ښځو لپاره سینګار کوي
ځکه ښځو ته په ښه تنخواه کار پیداکیږي
نو ښځه د بهر کار نارینه ماشوم ته پاته کیږي
اولاد او میړه د مور او ښځې ډیر ډاریږي
ځکه هر کا ر د ښځې په خوښه تر سره کیږي
پخوا به انجنو چمونه کول د نرګټه
اوس ځوانان کوي چمونه د ښځینه
***


[درغول برغول]جنجال ،[غال وغول] شورماشور،[غول] ټولنه،[غړک] کرکه، رخه،[
[نرګته ] انجنو د هلکانو چمونه، [مرنده ] دعوایی ښځه. ،[پښه ارتول ] زوم دناوی کور ته پریښول،[ پښه تر کنده ورايستل ] گوژده کول، [لړوچټو] ایله خرڅی .