د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

جاوېد احمدزی 18.06.2013 15:39

شاعــري ســړي تـه داســې یـو عذاب شي
چې دوه،درې ټـکو پـسې ځـیګر کباب شي

د تخــیل ګـرفــت ته هک پک حـیران وي
ان دنـنـه په ګــوګـل کــې زړه خوناب شي

تــه بـه وایــي د غــمــونــو ټـېکـه دار وي
زر ســوچونه لــري کـلــه ژر حساب شي

تر هـغـه کــاغذ او قلــم جــیب کـې ساتي
تر څو پورې چې پوره د ژوند کتاب شي

د هــر چا په درد ، دردېږي تل ژړېــږي
اخر به د اوښکو په سیند کې غرقاب شي

څــه د جانان څــه د جهــان څــه د اسلام
څــه د وطن په فــکرونـو کې خراب شي

احمدزیه پام چــې ته بـــې پښــتو نه شئ
کــه پښـــتو لاړه پېــښور بــه پنجاب شي