د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

جاوېد احمدزی 29.09.2013 21:29

ستـــا د مــیــنـــې دېوانه یم
هــم پــاګــل هــم مستانه یم

پتنګ غوندې اور ته ورشم
عجب عشـق کې مردانه یم

یو ساعت لـکـه د کـال شي
داسـې بــند پــه جیلخانه یم

ځیګر مې له وینو ډک دی
تـــل د غــــشــو نښانه یم

چـې جـنت نـه خلک باسم
د غــنــــم هــغــــه دانه یم

څومره جـفـا ده وطن کې
مـــدام سـر پــه ویرانه یم

زه احمدزی ډېر ګمنام وم
اوس جهان کې افسانه یم