د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتونواله

جاوېد احمدزی 06.09.2013 21:01

چــــې په خــپل وطــن شـیدا وي هـم مفتون وي
داســـــې خـــویـــونـــه يـــواځــــې د پښتون وي

نه له عــشقه نه لـــه جــنګ نه په شـــا کـــېږي
هـم یـــې رزم هـم یـــې بــزم کـــې ګـــډون وي

کــه صاحب د ډېر قــدرت یــا ډېر دولـت شـــي
په هر حال کې په هر ځای کې ډېر موزون وي

جګ او ټـيـټ خان او غریب نه وي په منځ کې
پــښــتونـوالــې کــې بـس دغــه یو مضمون وي

د بــل نــامـــوس تـه د خــور په نـظـر ګـــوري
ځـکه یــې خـــو خـلک څنګ کې په سکون وي

کــــه په ټـول عـمر خـواري او مــزدوري کړي
تــل لـه خـــپــله ربـــه راضــــي او مـمنون وي

دردمن ځــان یــــې د هــېواد پـه درد دردېـــږي
همېــشــه به یــــې دردونــــو کـــې ژوندون وي

غلــیـم ته دا ځــای لـکـه د سرېــښـــو ډنـــډ دی
چــې دلته بــند شي ورباندې جوړ شبخون وي

احـمـــدزیـــه پښـــتـــانه ســــره جـــرګــــه کړه
کـه نـه تـــل به ســـتــا د لـــراوبــــر بېلتون وي

06/09/2013