د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

جاوېد احمدزی 27.08.2013 14:13

مینه وړیا ، ګـټه بـې ستړیا نه کېږي
مـحـبــت پـه ژړا یــا په غلا نه کېږي

دلـته به له سـراومال نـه تــېریدل وي
دغه ګـرانه سـودا له هر چا نه کېږي

کــه د اشنا په خوله نوم د اشنا راشی
قسم چې بیا ژوند بې له اشنا نه کېږي

مدام ناصح ورته وایــي صنم پرېږده
خو مجنون تل وايي بې لیلا نه کېږي

احمدزیه ته په جـدایي کې زوړ شوی
د وصال تـمه اوس نـو له تا نه کېږي


25/08/2013