د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

جاوېد احمدزی 25.06.2013 17:01

عـشـق مــې د زړه سـتـنې لړزوي عجب
د مـــاشــوم په شــان مـــې ژړوي عجب

ته به وایې چـــې تـل نېــشـه نېــشـه یـــم
داســــې مـــــې پــــه لاره زنګوي عجب

کاش یو زه سپک وی د ښکلو په مخ کې
ډېـر ډېـر درانـده خــلـک سپګوي عجب

مـینـې څيـرې ګریوان مخ په بازار کړم
اوس جـهــــان راپـــورې خندوي عجب

زمــا او د پــتـــنګ پــه بـرخــه اور دی
مونـږ دواړه په یو رنګ سوځوي عجب

هــېــڅ یې په علاج نه پوهـېږم خـلــکو
بس دغــه یــوغـــم مـــې کړوي عجب

احمدزیه دا ستـا پـه شعر کې څه دي ؟
چــــې پـــه مــیــنــو اور لګوي عجب