د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

جاوېد احمدزی 31.08.2013 01:45

چــې رانـجه په ستــرګـو پـورې کړې بلا کوې بلا
یــوه ورځ مــې وژنی ګــلـې چــې همدا کوې همدا

کله دې مخ په سور سالو کې پټ کله ښکاره کړې
اشـنــا څـه لـه داســــې ظلــمــونه پرما کوې پرما

ما خـو په مــیـنـه مــیـنـه سـتا د نوم پوښتنه وکړه
ته په زوره زوره په کړس کړس خندا کوې خندا

یو زه یـم چـــې مــدام د زړه په ویـنـو غزل لیکم
بل تــه مـــې ورانــه د خــوبــونــو دنیا کوې دنیا

یا پــه شــګـو يا خــو په ګــاټــو ګـوزارونه کـوې
د مــیــنې دغــه انــداز څــومـــره زیبا کوې زیبا

پرون هم ستا په انتظار کـې ناست وم ته رانغلې
اې جـانـانـه نــن بــیـا هم خپله رضا کوې رضا

دا د غــرونو احمــدزی عجب بخـتور سړی دی
چـې همېش ورته په پــښـتو کـې وینا کوې وینا

30/08/213