د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګونګ قانون اوسونګه قضا

محمود نظری 12.04.2013 18:40

طنزله امریکا په بزنیس کلاس کې راغلی
د نورو تر قوانینو اعلا دی زموږ قانون
یو څه در ته وایم پام چاته ونه وایې
هرچا ته په بل بل مانا دی زموږ قانون
لانجو ته یې مستقل کمیسونونه جوړ سوي
دهغو له هضمولو هم بالا دی زموږ قانون
متل دی وایي غریب سړی برګ یې سپی
عام ولس ته ډک د غوغا دی زموږ قانون
***


لکه مجنون رنګ یې تک ژیړ سوی
دپښو له تر په لویدلی دی زموږ قانون
دمجرم او خاین پسې ځغستلای نسي
له لاس و پښو لویدلی دی زموږ قانون
سترګو یې الغې پزې یې نیښ وهلی
ډیر بې وزلی سوی دی زموږ قانون
دهیڅ خاین سترګې له هغه نه سوځي
دبرم او میړانی لویدلی دی زموږ قانون
بړانګې بړانګې په ځړیږي له هرې خوا
لکه چې ملنګ سوی دی زموږ قانون
دغله ، لوټمار، جنایت کار او خاین
لکه چې سپی سوی دی زمو ږ قانون
دوسیې سته د مجرمانو نومونه نسته
لکه چې هیرجن سوی دی زموږ قانون
زموږ د قانون ساتونکي سوي سرماغزن
ځکه ډیر تړتړي سوی دی زموږ قانون
هیڅ واکمن خاین ته سزا نه ورکوي
پر هغو ډیرسخی سوی دی زموږ قانون
رنګ و رخ یې ګوره بیا یې حال پوښته
ښه چې ژوند پاته سوی دی زموږ قانون

***
دا قانون کله کیدای سي د افغان قانون
آیا بې غیرته ماتی ملا سوی زموږ قانون
که څه هغه د هرچا خبره مبره نه اوري
آیا مورزاده چاړا سوی زموږ قانون
دهغه په هره خبره هیڅوک نه پوهیږي
آیا له ازله ګونګا سوی زموږ قانون
ان هغه هیڅ زورور په سترګو نه ویني
آیا له ازله نابیناسوی زموږ قانون
په سمه لا پښې ټينگي ټینګي لگوي
آیا رهي په امسا سوی زموږ قانون
پر لڅه خېټه ئې تل وي ملا تړلې
آایا له ازله بیړا سوی زموږ قانون
خپل لاس نه اوږدوي غل او خاین ته
ایا له لاسه کوتا سوی زموږ قانون
***

هر څوک یې په خپل ذهن کې تمثل وي
چاته غل چاته مل سوی دی زموږ قانون
غریب، خوار اوبې وزلو ته قاضي وایي
بدمخی اوظالیم سوی دی زموږ قانون
خاین او بډې خور او غله ته قاضي وایي
ستاسو سره مل سوی دی زموږ قانون
ماشوم ډاروي دشپي مور چې نه ویدیږي
چوپ چې وخوی سوی دی زموږ قانون

***
څومره مستقلي ادارې دي دقانون ساتلو
ټولو ته روزي رسان سوی زموږ قانون
هر څوک قانون لکه موم دځان په ګټه اړوي
خاینانوته لاسو دسمال سوی زموږ قانون
قانون وسیله سوې د پيسو د پيدا کولو
د غلوپه لاره رهي سوی دی زموږ قانون
اسلام کله بخښي د بنده حق بل چاته
لکه چې داسلام ضد سوی زموږقانون
داقانون چا ویل چې دی زموږ قانون
آیادغلو لخوا تایید سوی زموږ قانون
قضا دځان د بقا لپاره ولس ختاباسي
وایي صبر لږ ناروغ سوی زموږ قانون
د واکنمو په دوسیو سپيني تښتي دقضا
لکه چې کوټه کولپي سوی زموږ قانون
تر څو چې دا نظام او دا واکمنان وي
په اصل د ځنګل قانون سوی زموږ قانون
دهیڅ خاین سترګې له قانونه نه تخنیږي
ځکه دخاینانو قانون سوی زموږ قانون
***
دنوروقضا دعدالت لپاره سترګې تړلي
له اوله ړنده او نابینا سوې ده زموږ قضا
د خبرو هوارولونښه په لاس کې ده تله
د لیوني کڅوړه په غاړه کړې ده زموږ قضا
په یو لاس کې توره به بل که یې قانون وي
پر مځکه پړ مخي لوېدلې ده زموږ قضا
په هر خیانت خوله پټوي دا پټ خولې
په رشوت روږده سوې ده زموږ قضا
پښې خورا ټینګي تینګي لګوي
له غلوسترګه کوونکې سوې ده زموږ قضا
په دوسیویې پښې لنډې لنډې کیږي
پښه ټولونکې سوې ده زموږ قضا
دغلودوسیې په قضا کې تا او بالا کیږي
په ډیرو دوسیو کوټه سوې ده زموږقضا
«نظری»دغلی بلا ویره په کار ده هرچا ته
عاموخلکو ته توره بلا سوې ده زموږ قضا
[سترګه له چا څخه نه سوځل ] له چا پرو ا نه کول ،[ سترګه کول] حیا کول ، [دپښو له تر په لوېدل ] ضعيف کیدل،[ سترګی تخېدل ] شرم او حیا ،[ خبره هوارول]په دلایلو فیصله کول ،[ سپینی تښتېدل] ویریدل او وارختا کیدل،[پښې ټينگي لگول ] پاملرنه کول ،[پښې کښل ] ځان ایستل، [پښې لنډي لنډي کېدل ] ویره ،[له پښو څخه لوېدل] ستړی کیدل ، [پښه ټولول ] ځان ایستل، [سر ماغزن] بی ځایه خبری کول، [بړانګې په ځړېدل ] څیري کالي اغوستل .