د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښـتون-افغان مذهبي او تاريخي استحصال اواستثمار

اسدالله داودزی 28.03.2013 20:04

پښتون-افغان پرته له شکه يوميړنى،جنګيالى،توريالى اوغيرتي قوم دى.چې د دوى په ميړانه او جنګياليتوب ددوى سرسخت دښمنان هم اعتراف او اقرار کوي.خوکه وګورو د تاريخ په اوږدو کې دپښتون-افغان د همدغه منفرد خصوصيتونو اوځانګړتيا‌ؤ څخه تل نورو ګټه پورته کړې او خپله پښتون-افغان ترې څه ثمر نه دىوړى.د تيمورشاه دراني څخه راواخله تر ننه پورې مونږ دغه ځانګړتياوې تل په خپل منځي جګړو او يا هم د نورو لپاره په جنګ او جګړه کي کارولي دي.
ددغه ځانګړتياؤ د ناسم استعمال او کارولو تر ټولو مهم لاملونه د پښتون-افغان قوم د تعليم او پوهې د کچې ټيټوالى، پر له پسې جګړې (چې دغو جګړو په بشپړه توګه زمونږ ذهنيتونه اشغال اوجنګي کړي دي)اواحساساتي اوجذباتي فطرت او مزاج دى.
زمونږ د دغو ښواو منفردو ځانګړتياؤ(ميړانې او غيرت)څخه زمونږ نه خيرغوښتونکو زمونږ د بدو ځانګړتياؤ(ناپوهي،جنګي ذهنيت او جذباتيت)له وجې په خپله ګټه استفاده کړې ده.
پښتون-افغان رښتيا هم چي ډير احساساتي او جذباتي قوم دى،پرته له کوم غوراو فکر څخه جنګ او جګړې ته وردانګي چې دغه حالت ته شايد د يو ډير باريک بين او موشګاف شاعر په پام کيدوسره په خپلو اشعارو کي داسې انځور کړى وي لکه چې وايي:
مونږ په دې نه يو چې تاوان دى پکې
اورته وردانګو که چا وويل چې جانآن دى پکې
رښـتيا هم مونږ د ناليدلي او نامريي جانان لپاره اورته وردانګو خو دا فکر نه کړو چي ايا جانان په اور کې دى او که د اورنه بهر او يا داچې جانان خو په اور کي وسوځيده نو زه ولې د سوځيدلي جانان لپاره خپل ځان وسوځوم ،نه پوهيږم چې خلک به يې د مينې ليونتوب، انتهااو د مجنون جنون ګڼي خو زه يې ناپوهي،جهالت آوجذباتيت ګڼم.
همدآسي د ژوندپه هرډګر او هره څانګه کې تل زمونږ دښمنان اوبدغوښتونکي زمونږ د سپيڅلو احساساتو او جذباتو څخه د خپلو ناوړه او کرغيړنو موخو لپاره ګټه اخستې ده.
په دې کې هيڅ شک نشته چې پښتون-افغان يو مسلمان قوم دى خو په دې کې هم بايد شک و نه شي چې يوډير احساساتي،غير علمي، روايتي او رواجي مسلمان.
زمونږ د دغه غيرعلمي او روايتي مسلمانئ له امله تل مذهبي قوتونو او ګوندونو د خپلو سياسي موخو او اهدافو لپاره زمونږد سپيڅلومذهبي احساساتو او جذباتو استحصال او استثمار کړى دى.
دغو مذهبي قوتونو ووګوندونو (چې ډيرى يې خپله ايجنډانه لري اودنورود ګټو لپاره کارکوي)مونږته تشدد او پارونه(اشتعال)احتجاج-جنګ او جګړې-جهاد، د غير مسلمو څخه نفرت- د اسلام سره مينه او بيا په دغه تشدد و تاوتريخوالي کې زمونږ مرګ شهادت ګرځولى دى،چې دغه مذهبي استحصال لا تراوسه همداسې دوام لري او ورځ په ورځ په کې نورهم زياتولى او تندوالي راځي.
د تاريخي استحصال په آړه به ووايم چي دغو قوتونو مونږ ته هميش له تاريخ زمونږ د ميړانې او غيرت د حوالو اومثالونو په وړاندې کولو سره تل جنګ او جګړې ته هڅولي يو، اومونږهم په دې تيروتي يوچې داخو زمونږ لپاره د وياړاوفخرخبره ده چې مونږ ته زمونږ د ميړآنې،غيرت او تورياليتوب تاريخي حوالې راکول کيږي خو دا نه ګوروچي ايا مونږخپلې دغه ځانګړتياوې د چا او څه لپاره په کومه طريقه او لاره استعمالوو.
دلته زه دا اړينه او ضروري ګڼم چي د خپلې يوې لنډې خاطرې او کيسې يادونه وکړم هغه دا چې:
يوه ورځ په ټولګي کې د شوروي اتحاد(USSR )د ماتيدو په لاملونو زمونږ دښوونکي لخوا مونږته درس اولکچرراکول کيده نودنورولاملونوترڅنګ هغه(ښوونکي)په ډيرټينګاراو تاکيد سره د روس ياپخواني شوروي اتحاد په ماتيدواو پاشل کيدو کې د پښتون-افغان د رول او کردار يادونه او ستاينه هم وکړه او په آخرکې يې وويل:چې ايا تاسوپوهيږئ؟چې پښتون-افغان قوم څومره بهادر،غيرتي او جنګيالى قوم دى.ښوونکي دخپلوخبروپه دوام کې وويل:انګريزچې په آمپراطورۍ اود واک په سيمه کې يې لمر نه ډوبيده يواځينى قوم پښتون-افغان و چې غاښ ماتوونکې ماتې يې ورکړه،او همداسې شوروي اتحاد ته او اوس دادىد نړۍ بل زبرځوآک( Super Power)امريکا ته هم د ماتې په درشل کى دى.
دهغوى دخبرې دختميدوڅخه وروسته ما په ځواب کې ورته وويل چې: داخو ډيره ښه او د وياړ خبره ده چې مونږپښتون-افغان يوغيرتي قوم يو اود نړۍ درې زبرځواکونو(Super Powers)ته مو ماتې ورکړې خو په دا دومره قومونواوولسونو کې يواځې مونږ ولې د زبرځواکونو سره جنګيږو او د هغو دښمنيو ته مو ملاتړلې ؟ايا د نړۍ نور قومونه او ملتونه بې غيرته دي؟ ايا دا غيرت يواځې مونږ کې دى؟ايا د نړۍ د هرزبرځواک د ماتيدواوهغه سره د جنګيدو ټيکه مونږ په غاړه اخستې ده؟؟!!
بيا مې ورته وويل چې: ښاغلى ښوونکيه!بس دى مونږنور ددې نه ختميدونکي جنګ او جګړې څخه سټري شوي يو.مونږ نور په دغو تاريخي حوالو نه دهوکه کيږو،مونږنورد امن،سولې اوديوځاى اوسيدو(C0-Existence)ژوند غواړو،مونږپه جنګ او جګړه کې د ميړانې او غيرت څخه علاوه نورې ډيرې ښې ځانګړتياوې هم لرو بايد د هغويادونه اوستاينه هم وشي.
زماددې څرګندونو په ځواب کې ټول په تعجب کې شول او د څه چوپتيا څخه وروسته ښوونکي راته وويل:نو ايا ته له خپلو ځانګړتياؤاو وياړنو څخه انکار کوې؟
ماورته وويل:که په مونږ کې د دغو ځانګړتياؤ د سم او صحيح استعمال او کارونې،وړتيا او اهليت نه وي نو بيا ښه همدا ده چې ترې انکار وکړواو خپلو رآتلونکو نسلونوته دغه سوچ اوفکر په ميراث کې پرې نږدو.

د پښتون-افغان په سيمه د سولې،سوکالۍ او پرمختګ په هيله