د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داسلامی زعامت اومشرتابه بحران اوانديښنه

اسدالله داودزی 20.07.2013 15:09

دتاريخ په اوږدو کې چې کله هم دکفارو اوښکيلاکګرو لخوا په اسلام ،اسلامي حريم اومسلمانانو بريد اويرغل شوى،اوياهم اسلامي امت له کوم بحران اوياخطر سره مخ شوى،نو له اسلامي امت اونړۍ څخه يونه يو مجاهد،بااحساسه،دردمنداوميړنى زعيم اومشرراپاڅيدلى اواسلامي امت يې دوختي ستونزې ،خطراوبحران څخه په کاميابۍ سره ويستى دى،چې ښه مثال يې عمادالدين زنګي،نورالدين زنګي،سلطان صلاح الدين ايوبي ،ظاهر ببرس،الپ ارسلان اودداسې نورو په اسلام مينو مجاهدو مشرانو راڅرګنديدنه ده.
له دوى څخه وروسته چې کله اسلامي خلافت اوديووالي اويو زعيم مرکزي نقطه اومحور داسلامي امت دڅرګندو دښمنانو لخوا له منځه ولاړ،نودويشل شوې اسلامي نړۍ په بيلابيلو هيوادونو کې که څه هم په انفرادي ډول اسلامي رهبران راڅرګندشول اودخپلې ټاکلې سيمې اوهيوادلپاره يې مبارزه او دبحران څخه دويستوهلې ځلې وکړې ،خو په ټوليزه بڼه په دا تيرو څو لسيزو اوکلونو کې داسې اسلامي زعيم اوقيادت راپورته نه شو چې دټول عالم اسلام اواسلامي نړۍ څخه يې استازيتوب اودفاع کړې وه اوددې ترڅنګ يې ټول مسلمانان په يوه محور اونقطه راغونډ اومتحدکړي وو.
پرته له شکه دزعامت اوقيادت دغه مسئله دومره سنګينه اوحساسه ده چې دامت په کچه خوپريږدئ دملت اوهيواد په کچه مونږ زعما اوقيادتونه نه لرو،په امت مسلمه مسلط اوتپل شوي واکمنان په ملي،لساني،قومي ،قبيلوي توګه ويشل شوي اوحتى په دوى کې ځينې داسې هم دي چې يواځې دخپلې کورنۍ اوذات پورې محدود دي يعنې يواځې دخپلې کورنۍ اوذاتي واکمنۍ غم ورسره وي نور نونه ګوري چې هيواداوولس په څه حال کې قرار لري. چې ښه مثال يې اوسني پرځول شوي اوپخواني دعربي نړۍ ګوډاګي اوواکمنان دتيونس زين العابدين،دمصر حسنې مبارک دليبيا معمرالقذافي اوداسې نور دي،چې يواځې يې دخپلې کورنۍ اوذات پورې فکراوانديښنه لرله يعنې په دې مفهوم چې دحکومت په ټولوادارواوشتمنيو دهمدوى اوددوى دخپلوانو ولکه اوقبضه وه.
په دې کې هيڅ شک نشته چې پراسلامي نړۍ دمسلطو اوتپل شويو واکمانانو څخه ډيرى يې له هغو واکمنانو څخه دي چې دلويديځ داستعماري اوښکيلاکي طاقتونولخواپيدااوزيږول شوي دي.په دې معنا چې په يو ځاى کې دانګريزانوګوډاګى اولاس پوڅى حاکم دى،په بل ځاى کې دفرانسويانو،بل ځاى دجرمنيانو اوهمداسې په ترتيب سره ايټالويانو،روسانواو امريکايانوخپل خپل مريان اوګومارل شوي واکمنان په مسلمانو هيوادونو واکمن کړي دي.
همدااوس مسلمانان اواسلامي امت ديوه ځواکمن،باعزمه،قاطع،مدبر،انقلابي اورښتيني اسلامي رهبراوزعيم ډيره شديداړتيا اوضرورت محسوسوي ،اوپه دې تمه اوهيله دي چې داسې يو قيادت رامنځته اوراپوره شي چې ټوله اسلامي نړۍ له دغه روان حالت اوبحران څخه وباسي.
دهمدغسې اسلامي رهبراوزعيم نشتوالى دى چې صليبيانو اوکفارو ته يې داجرت ورکړى چې پرته له کوم خنډاوځنډڅخه په هراسلامي هيواداوحريم يرغل وروړي اوټوله اسلامي نړۍ دخپل واک اوسلطې لاندې راؤلي.له دغوبرحاله لاس پوڅو اوګوډاګيوواکمنانوڅخه خو داسلام اومسلمان په ګټه دڅه کولو تمه اوهيله نه شي کيدلاى خو دغه خاينان اومنافقان له ولس اوملت څخه راولاړ شوي دهراسلامي خوځښت اوتحريک مخه نه يواځې ډب کړې،بلکې په ډيرې بې رحمانه اووحشيانه توګه يې ځپلي اوله منځه وړي دي.چې ترټولوښه مثال يې دهمدغوګومارل شويو لخواپه بيلابيلو اسلامي هيوادونوکې داخوان المسلمين دنړيوال اسلامي ګونداوخوځښت ځپل فلجول اوغيرقانوني اعلانول دي،همداسې يوه بله بيلګه دفلسطين دحماس داسلامي غورځنګ ده چې سره ددې يې چې درايوپه اکثريت يې ټاکنې ګټلې وې خودبل ګوډاګي ګوند يعنې دياسرعرفات اواوسني برحاله ولسمشرمحمود عباس دالفتح لخوا دپرديو په اشاره پرينښودل شوچې يو خپلواک اسلامي حکومت رامنځته کړي،ددې ترڅنګ داسې نور ډيرمثالونه هم شته لکه په صومالياکې چې دولسي ملاتړڅخه برخمن دالشباب الاسلامي ګوند،له الجزايرکې دملې نجات دجبهې ګوند اوداسې بې شميره تحريکونه اوقيادتونه ددوى بې رحموا وخاينانو لخوا په سختۍ اونامردۍ سره وټکول شول وځورول شول په قيداوبندکې واچول اوحتى مشران يې ورته نورو هيوادونو ته تبعيد کړل.
ددې مثالونو دراوړلو څخه هدف داو چې که څه هم په انفرادي توګه دمسلمانانواواسلامي نړۍ دستونزو دهواري هلې ځلې روانې دي،خوداسلامي امت په کچه يو رښتينى اسلامي زعيم دغه انفرادي هلې ځلې په انسجام کولو اوپه يو محور اومرکز دراغونډلو سره کولاى شي داسلامي امت دغه اوسني حالت دپاى ټکى کيدې.
دهمداسې يوې ورځې اوزعيم په هيله