د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روژه اودهغې سره زمونږتعامل اوبرخورد

اسدالله داودزی 11.07.2013 14:11

هسې خو دروژې په اړه ډيرې څه ليکل شوي چايې په فضيلتونوخبرې کړي ،چا دسعادت،رحمت،مغفرت او برکت مياشت ګڼلې،چايې دعباداتو اوثوبونوپه اړه کښلي،اوچاهم په دې مياشت کې خلک صله رحمۍ،همدردۍ،مرستې،تعاون ،نيک چلنداورويې ته هڅولي اومتوجه کړي.
لنډه داچې بااحساسه علماؤاو ليکوالانودروژې او رمضان دمياشتې په هر اړخ رڼااچولې،خوسربيره پردومره ليکنو دروژې يواړخ ته دومره توجه اوپاملرنه نه ده شوې اونه يې په اړه دومره څه ليکل شوي اوياهم دغه اړخ يې دومره جدي نه دى ګڼلاى.
دروژې دغه اړخ ته چې غواړم په اړه يې ستاسو پام راواړوم هغه له دې سپيڅلې اومبارکې مياشتې سره زمونږاوستاسوتعامل،چلنداوبرخورددى.داخو مونږټولوته معلومه ده چې دروژې مياشت له هغو څلورومحترمو،مقدسواوحرامومياشتو څخه ده چې هغه عبارت له محرم الحرام،رجب،شعبان اوهمدا درمضان مياشت ده.
دروژې په دې مبارکه اوبابرکته مياشت کې که له يوې خوا ثوابونه څوچنده کيږي نوله بلې خواګناهونه هم دنورومياشتوپه پرتله څوچنده کيږي.روژې ته الله تعالى په دادولسومياشتوکې ځکه دومره اهميت ورکړى چې که زمابنده په دانورويولسو مياشتوکې په خپل دين،عباداتواوطاعاتوکې له غفلت،سستۍ،تنبلۍ،کاهلۍ اوبې پروايۍ څخه کار اخستى وي نوچې په دې مياشت کې خپل دتيرومياشتوګناهونه او غفلتونه جبران اوتلافي کړي اوله خپلوتيروګناهونوڅخه توبه اوله يونوي تعهداوتړون سره دامياشت په عباداتواوطاعاتوولمانځي.
خوافسوس چې ځينې خلک بلکې ډيرى خلک دې مياشتې ته هم په هغه سترګه ګوري اوهغه شان تعامل اوبرخورد ورسره کوي لکه دهغونورويولسومياشتوپه څير.
الله تعالى فرمايي چې ماروژه پرتاسودتقوااوپرهيزګارئ لپاره فرض کړې زه ستاسوخوراک اوڅښاک ته هيڅ ضرورت اواړتيا نه لرم.په دې برخه کې مونږيوډيره ښه بيګه اومثل لروچې اکثره يې مونږوړاندې کووهغه داچې که دروژې څخه موخه اوهدف نه خوراک اونه څښاک وي نوکه کوم ځناوراوڅاروي ته هم خوله وروتړوو اوڅه شى ورنکړونوبياخوهغه هم روژه نيولې.خونه داسې نه ده،لوى خداى پرمونږاوتاسوډيرلوى رحم اوکرم کړى چې داسې مياشت يې راپه برخه کړې،هغه مياشت چې هدف اوموخه يې زمونږاوزمونږدعملونواصلاح،دغرضي اومرضي زړونوتزکيه،دکدورت،بعض،حسداونورو ناوړه عملونه څخه لاس اخستل دي،هغه مياشت چې مونږته په کې دخپلوتيروګناهونوڅخه دتوبې اومغفرت غوښتلوفرصت اوموقعه راکړل شوې،هغه مياشت چې هرنفل عبادت موپه فرضواوفرض موپه اوياؤ فرضونواوپه معاملاتوکې موهره نيکي،نيک کار اونيک عمل په څوچنده حسابيږي.
نوورونواوخويندو!بياولې دامياشت په لهولعب،عبثياتو،فضولياتو،حرامو،بې ځايه،ناوړه اوله ګناهونوڅخه په ډکوکارونواوعملونوتيره کړو.مونږګوروچې اکثره خلک په دغې ځانګړې،سپيڅلې اومقدسه مياشت کې هم هغه کارونه کوي لکه په نوروکې يې چې کول،کله دموسيقۍ اوريدل،دفلمونواوډرامواوپه تلويزيون ياانټرنټ کې نورناوړه،بداخلاقه اوحرام پروګرامونه اوخپرونې کتل،قماراوجواري کول اوحتې تردې چې دروژې په دوران کې نصواراوياهم کومه بله نشه کول،داهغه څه دي چې ددې مبارکې اومحترمې مياشتې په مقابل کې زمونږبې پروايي،غفلت اونه جديتوب ښيي.
هسې خومسلمان ته لازمه ده چې په يوه مياشت کې هم داډول عملونه اوکارونه ونه کړي اوترې لاس واخلي خوکه بياهم هغه دې ته تيارنه وي نوکم ترکمه خوبايدددې مياشتې سپڅلتوب اوتقدس ته قايل شي،اولږترلږه په دې مياشت کې هغه عملونه اوکارونه ترک کړي چې دروژې دتقدس دخدشه دار کيدلوترڅنګ دده ګناهونه هم پرې څوچنده کيږي.
نوورونواوخويندو!الله تعالى دې زما په ګډون ټولومسلمانانوته ددې مياشتې سره دهغه ډول تعامل،برخورداوچلندکولوتوفيق اواستطاعت راکړي کوم چې مونږته زمونږالهي اواسماني دين اوګران رسول حضرت محمدمصطفى توصيه اوپرې دعمل کولو حکم کړى.(امين)
واسلام