د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يو اتل،يو رهبر،يوشهید

اسدالله داودزی 20.06.2013 23:21

په نړۍ کښې ټول ولسونه دځينوخاصوځانګړنو،کارنامو،کړنو اوخدمتونوله کبله خپلو ځينوخاصو وتليو شخصيتونو ته داتل لقب ورکړی دی،چې وروسته بياتاريخ هم داتل په نوم نومولای دی.په هرولس کښې اتلان ډيرکم اودګوتوپه شميروي هغه ځکه چې هرڅوک اتل کيدلای نه شي ځکه چط اتلولي ټينګ هوډ،ستره کارنامه،سپيڅلې مبارزه،ملي فکراونه ستړې کيدونکې هلې ځلې غواړي،همدغه ځانګړنې اوبياديوسپيڅلي هدف لپاره دهغه په کاراچول له يوه عام کس څخه شخصيت اوبيا اتل جوړوي.
ځينې وختونه دغه ځانګړنې خدايي وي چې يواځې لږپالش (Polish)کيدو ته اړتيالري اوځينې وختونه بياحالات اوانګيزې له يوه عام وګړي څخه اتل اوقهرمان جوړوي چې ښه بيلګه يې ميرويس نيکه او احمدشاه باباکيدلای شي اوپه اوسني پيراوعصرکښې باچاخان اونلسن منډيلا په څيرکسان په دغه کټګورۍ(Category) کښې راتللای شي.اوپه الهي اوخدايي ځانګړنوپه کټګورۍ(Category) کښې دغه ځانګړنې الله تعالی موهنداس کرم چندګاندهي ته ورکړې وې،هغه چې دلوړې حوصلې،ټينګ عزم،ژور فکر،لرې ليد اودعدم تشدد په څيرخصوصيات يې لرل.
دافغانستان په تاريخ کښې هم مونږوياړلي اتلان لرو چې ياخودغه لقب ورته ولس ورکړی اوياهم دتاريخ قضاوت.چې ښه بيلګه يې لکه څنګه چې وړاندې يادونه وشوه ميرويس نيکه اواحمدشاه بابا دي.خو دافغانستان په دااوسني پير بلکې په داتيرو څوکلونوکښې د اتل تعريف اوځانګړنو د180درجې په بدليدوسره ډيرسترتفاوت پيداکړاوهغه شرايط اوځانګړنې چې په نوره نړۍ کښې له يوه اتل لپاره معيارګڼل کيږي هغه دلته لکه دهرڅه په شان ترپښولاندې شوي اوياهم تحريف شوي اومسخه شوي دي او ددغومنل شويو ځانګړنوبرعکس دغه داتل لقب دداسې چاپه برخه شو چې که دتاريخ اوولس قضاوت ته پريښودل شوی وی نو نه يواځې چې داتل هيڅ څرک به په کښې نه وی،بلکې ښايي ديوسترجنايتکار اوخاين تورپرې هم لګيدلای وی خوددغه جعلي،تپلي اوکاغذي اتل پيروانو دتاريخ اوولس له قضاوت څخه وړاندې دتاريخ اوولس سره ديوې سترې جفاپه ترسره کيدوسره داسې چاته داتل لقب ورکړچې ديوڅوپه ګوتوپه شميرکسانو نه يې پرته نورهيڅوک هم دغې جعلي اتلولۍ ته قايل نه دي بلکې دمنفورې اووطن پلورې څيرې په حيث ورته کتلای کيږي.
ددولتي مشينرۍ اوپيسوپه کمال اوتبليغاتواواشتهاراتو پرمټ يې ديوه واړه مليت شخص يې دټول هيواد اودټولو مليتونواتل کړ،هرواټ،هر وزارت،هره اداره،هرتعليمي مرکز بلکې هديرې اوويرانې هم ترې پاتې نه شوې ټول يې دده په ځان ښودونکو اونمايشي انځورونو اوله ځانه جوړو کړو ويناؤ ولړلې،چيرته په پتلون کښې،چيرته دکږې پکولې سره،چيرته دايران دسپاه پاسداران دغاړې ددستمالونو سره،چيرته مطالعې،چيرته دورزش،چيرته دمورچې سره اوپه نورو ډيرو حالتونوکښې يې دده دغه البومونه دټول ګران هيواد په څلورلارو،چوکونو ا وواټونوکښې په غټوپردو(بينرونو)کښې راوځړول اوپه زوره يې دخلکوپه ذهنونوکښې دده اتلولي انځوروله.
له دې ټولو تبليغاتو،اشتهاراتو،دده په اړه دځينودولتي چارواکوويناوې،تلويزوني خپرونو،دورځپاڼو لکيونوڅخه داسې ښکاريدله اواستنباط کيدله چې بس افغانستان په ټول تاريخ کښې يواتل لره چې هغه همدغه منفوره څيره وه.
خوددې هيواددولس حافظې اوذهنونودومره هم کمزوري نه وو چې دده نادودې،ظلمونه،جفاګانې اوستمونه يې په يادنه وو.
همداسې يې داتلولۍ پرليکه داتاثرهم ورکوه چې لکه څرنګه اتل هم يواځی دادی همداسې يواځينی رهبرهم دی اودافغانستان په معاصرتاريخ کښې له ده پرته بل څوک رهبرنه دی تيرشوی اوترټولو دتعجب وړيې داچې ديوه وړوکي اقليت رهبرهم نه بلکې ملي رهبر،دټول افغانستان اودټول ولس رهبر.همدارنګه يې ديواځيني اتل اورهبرپه څيردافغانستان ديواځيني شهيددعوه اوادعا هم کوي.اوداپاتې يونيم ميلون رښتيني شهيدان ورته له سره شهيدان نه بريښي اولکه داتلولۍ اورهبرۍ په څيردا افتخار،وياړ اولقب هم يواځې ځان پورې منحصراومحدودساتي.
خودوی خوارکيان ملامته نه دي،څه وکړي په خپل ټول تاريخ کښې چې يواتل،يورهبر اويوشهيدهم ونه لري نومجبوره دي چې ځانته يوکاغذي،اجباري اوجعلي اتل،رهبر اوشهيداپيداکړي ،ترڅوپه تاريخ کښې ددغوخوارکيانونوم هم راشي ،خو په کوم تاريخ کښې؟؟!!حتماپه هغه تاريخ کښې چې دهمدغه ګوتوپه شميرکسانو اوډلګۍ لخواليکل شوی وي.دوی مجبوره دي چې ددې جعلي اتل په خواکښې يوخودساخته مؤرخ هم ولري ترڅو دی په کښې اتل،رهبراوشهيديادکړي که نه نوتاريخ دومره ړوند،بې منصفه اوغيرعادلانه هم نه دی چې ړوندقضاوت وکړي.
تاريخ مؤرخان نه بلکې کارنامې اوسترملي خدمتونه يې ليکي،که دوی خوارکيان مؤرخ پيداکړي نوکارنامې به له کومه کړي چې دی پرې اتل شي،ځانګړتياوې به له کومه راوړي چې دی پرې رهبرشي،اسلامي سپيڅلې مبارزه به يې څنګه توجيه کړي چې دی پرې شهيدشي.
دا يواتل،يورهبر،يوشهيدڅوک دی چې بې زوره زوروريې لکه هرکار چې په زورواکۍ سره کوي داهم په ولس اواتاريخ په زوره منل اوکښل غواړي؟څوک دی داپرتاريخ اوولس ‌ظالم اوستمګر؟څوک دی پر چې پرتاريخ جبرکول غواړي؟بل هيڅوک نه شي کيدای ،هماغه دزوراوزرلارويان اوددهغوی يواتل،يورهبر ،يوشهيد.
يواځينی اتل،رهبراو شهيد احمدشاه مسعود؟؟!!