د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دلراوبرپښتون د پیوستون لارې چارې

اسدالله داودزی 02.09.2013 17:06

دشپیتو کلونو څخه دډیرې مودې راپدیخوا د لراوبريوپښتون،یو افغان او پښتونستان چغې وهوخو تراوسه یې هیڅ کومه ګټه او پایله نه ده لرلې بلکې په دې ا ړه دخپلونا دوراندیشه،بې سنجشه اوپراحساساتو ولاړو روشونو اوسیاستونو له کبله دلانورو ډیرو ستونزو،غمیزو،ننګونو اومشکلاتو سره مخ شولوچې لاتراوسه ورسره لاس اوګریوان یو.
ددې قضیې په اړه نه مونږاو نه زمونږحکومتونو کومه متفقه،عملي،روښانه،څرګنده او په عیني واقعیتونو ولاړه تګلاره،دریځ او ډپلوماسي لرله بلکې زمونږدغې متزلزلې،ژربدلیدونکې،کاواکه او ناروښانه کړنلارې هم په خلکو کښې او هم په نړیواله ټولنه کښې ددغې قضیې مشروعیت،حیثیت او اعتبارله مینځه یووړ.
کله هم چې دلراوبرپښتنودپیوستون خبره کیږي نوهلته به ضرور دهغوی دبیلتون خبره هم کیږي چې کوم وخت او دکومو لاملونو او عواملوله کبله دغه ستریوموټی ولس په دوه بیلابیلوبرخو او دوه جلا جغرافیو وویشل شو.
دبیلتون موضوع ټولو ته جوته ده چې دچالخوا په کوم وخت کښې ددغه لوی قوم سره دغه جفا او سترتاریخي ظلم ترسره شو،نوله بیلتون څخه تیریږم او غواړم په پیوستون او دهغو په لارو چارو وغږیږم.
مونږچې کله د دواړو پښتنودپیوستون خبره کوو نو دابایدپه پام کښې ولروچې دا دوه اړخه او بعده لري چې داپه خپله دوه بنسټیزې او اساسي پوښتنې راولاړوي،یوه یې دا چې مونږدلراوبرپښتنو پیوستون دجغرافیو دپیوستون په تناظرکښې غواړو؟اوکه دجغرافیې او پولو دپیوستون پرته له نورو لارو چارو څخه؟
زه نه غواړم دلته دجغرافیې دپیوستون په تناظرکښې دپښتنو پرپیوستون خبرې وکړم بلکې غواړم دجغرافیې دپیوستون پرته له نورو لارو چارو څخه پرپیوستون وغږیږم.له دې وړاندې چې دپیوستون دغه لارې چارې په ګوته کړم اړینه بولم چې ووایم چې په دې اړه ټول پخواني روشونه او دریځونه ناکامه شوي دي او باید اوس دنني عصردتقاضاؤ،غوښتنو او ځمکنیو واقعیتونو په رڼاکښې خپل نوی روش او دریځ غوره کړوچې دغه نوی روش او دریځ ما ترډیره بریده په لاندې لارو چارو کښې روښانه کړی دی چې دغه لارې چارې په لاندې ډول دي:
: 1کلتوري،فرهنګي او ادبي تبادله او همکاري:
څرنګه چې ټولو ته معلومه ده چې دپولې دواړو غاړو ته میشت پښتانه ګډ او مشترک کلتور،فرهنګ،ژبه او ادب لري خوسربیره پردې مشترکاتو بیاهم په دغو برخوکښې یو له بل څخه لرې پاتې شوي دي او په دې برخه کښې تراوسه پورې داسې کوم دپام وړاقدام او هڅه نه ده شوې چې دکلتوري مناسباتوتبادله رامنځ ته شوې وې او یاهم ګډ کلتوري،فرهنګي او ادبي ناستې،غونډې،مجلسونه،محفلونه،مشاعرې،بحثونه او راشه درشه ترسره شوې وي،که څه هم ځینې وختونه په غیررسمي توګه لږډیرتبادلې کیږي خو هغه هم په اوړو کښې دمالګې په اندازه.نو که غواړو چې دواړه پښتانه سره په فکري،کلتوري،فرهنګي اوادبي مزو سره وپیلوو نو کلتوري او ادبي تبادله یې ترټولو غوره اواسانه لاره ده.لکه د ګډو مشاعرو،ادبي غونډو،دکلتوري ورځو دلمانځلو،دمشترکو ویاړونو اوګډو ورځو اوشخصیتونو دلمانځلو له لارې.
: 2 دموادو او معلوماتو تبادله:
دپښتو،پښتنو،پښتانه شخصیتونو،ویاړونو،تاریخونو او دپښتواو پښتنوپه اړوند دنورومعلوماتو او موادو تبادله چې دکوزې پښتونخوا څخه په پورته برخو کښې دلته معلومات اومواد راوړل اوتبادله کول او له دې ځای څخه هلته،که هغه په هره بڼه وي دمجلو،جریدو،اوونیزو،مهالنیو او کتابونو له لارې وي او یاهم دويبپاڼو،بریښنالیکونو او نور لارو وي ځکه چې دیوبل په اړه ددواړو پښتنوبې خبری او سمو اومعتبرو معلوماتو اوموادو ته نه لاس رسی دوی یوله بل څخه پردي او اجنبي کړي او ډیروخت دیوبل له حالاتو او جریاناتوڅخه بې خبره او غافله پاتې کیږي چې داپه خپله دیوبل څخه دواټن اخستلو اولري کیدلو لامل ګرځي.
په دې برخه کښې غواړم یو لنډ مثال وړاندې کړم،ماخپله ځاني د کوزې پښتونخوا دپښتو مجلو دمسؤلینو سره په دې اړه ډیرې خبرې کړي دي اوهغوی مې دې ته هڅولي چې خپلې مجلې دلته هم راولیږي ځکه چې له مخکې څخه هغوی دلته حتما یو استاځی لري نو کولای شي دهغه سره په همغږئ دغه کاروکولای شي اوهمدارنګه ددې خوا فرهنګیانو سره مې هم په دې هکله خبرې شوي دي ترڅو دوی خپلې مجلې اوجریدې هلته دخپل استاځي له لارې ولیږدوي ترڅو دواړه پښتانه دیوبل مطالبو اوموادو ته په اسانه توګه لاس رسی ولري او یودبل څخه په ښه توګه خبرشي.
په دې برخه کښې ما دپښتنو اوپښتود ریښتوني استاځې اوترجمانې مجلې (لیکوال) له قدرمن مسؤول مدیرنورالبشرنوید صیب سره خبرې وکړې او هغوی په ډیرې لیوالتیادا خبره راسره ومنله اوویې وویل چې دا کاربه څوک وکړي؟نوما ورته وویل چې په کابل کښې ستاسو استاځی،نو هغوی وویل:چې استاځی مو داکارنه شي کولای ځکه هغوی یواځې دمجلې ترپاڼې استاځي وي نوریې له دې کارونو سره سراوکارنه لري،نو ماورته وویل چې زه دې کارته په رضاکاره توګه غاړه ږدم زه هسې هم په میاشت دوه میاشتو کښې یوځل ضرور ځم اوراځم،نو هغوی ډیرخوشحاله شول خو دایې هم راته وویل چې لیکوال مجله دپاکستان دپوځ اواستخباراتو پسې ډیرې خبرې کوي نو هلته په وړلو کښې په لاره کښې څه ستونزه درته جوړه نه کړي؟!نو ماورته وویل:چې چمتو یم چې دا رسک او خطرپه غاړه واخلم.
اوهمدارنګه مې دپسرلي مجلې دقدرمن مسؤول مدیرذبیح الله احساس صیب سره هم خبرې شوي چې ان شاالله ډیرزربه دا معتبره مجله هم له دې ځایه هلته تبادله او انتقال شي،سره له دې پسرلی دپاکستان پرضد ډیر تبلیغات او لیکنې کوي خو بیاهم دلراوبرپښتنو دمسایلو په اړه په کښې ډیرمواد شتون لري اونسبت نورو پښتو مجلو ته په دې ارزي چې کوزې پښتونخوا ته یوړل شي.دا و په دې برخه کښې یوه وړه اوناچیزه هڅه ،خو زه باورلرم که چیرته دغه تبادله په پراخه او منظمه توګه ترسره شي نوددواړو پښتنو په نږدې کیدو کښې ډیرګتور او ممد ثابتیدای شي.
:3 دقومونوراشه درشه او ګډې جرګې او شوراګانې:
دډیورند دپولې دواړ غاړو ت یو قومونه میشت دي چې کولای شي د دواړو خواوو دقومونو راشه درشه،تبادله،اړیکې،ګډې ناستې او جرګې دغه کرغیړنه کرښه په خپله له منځه وړلای شي او دغه یوقوم چې یادې کرښې په دوه ؤ خواوو ویشلي له یوبل سره نږدې کولای او یو کولای شي.
دبیلګې په ډول دپولې دې غاړې ته م شینواری،مومند،افریدي،سلیمانخيل،علي خيل،اڅکزي،کاکړاو نور قومونه پراته دي او له پولې اخوا هم،نو ددواړو غاړو دغه هریوقوم خپله یوه ګډه جرګه،شورا او ټولنه جوړولای شي چې وخت په وخت له یوبل سره کښیني او اوونیزې،میاشتینئ او مهالنئ جرګې،ناستې او غونډې ولري او په خپلو مشترکو ستونزو،مسایلو او مشکلاتو سره وغږیږي او خپل ترمنځ همغږي رامنځته کړي او په دې هکله دګډ دریځ په غوره کولو سره ګډکار او مبارزه وکړي چې دا پریوبل داعتماد او باور جوړیدو او دیوبل سره دمینې او راشې درشې دزیاتیدو لامل ګرځیدلای شي چې دا په خپل وارسره دپولې حیثیت اوددوی غیرقانوني او په دوه جغرافیوویش او بیلتون له منځه وړي او دوخت په تیریدو سره ددوی دا اړیکې دومره پیاوړې کیدلای شي چې بیايې هیڅ ډول پولې،تړونونه،دولتونه او جبراو ظلم نه شي بیلولای.
په دې برخه کښې زه یوځل بیا غواړم خپل یو لنډ او وړوکی مثال وړاندې کړم،مونږپه خپله شخصا دغه پورته طرحه پرځان پلې او عملي کړې ده او دلراوبرداودزي قوم مشترکه اوګډه ټولنه مو جوړه کړې ده ترڅودغه یو قوم چې په دوه بیلابیلو جغرافیو اوسیمو کښې چې د ډیورند دکرښې څخه هم ډیرلرې میشت دي سره بیرته یو کړو او ددوی ترمنځ بیرته پخوانۍ اړیکې او خپلوي تازه کړو ترڅودوی له یوبل سره اودیوبل سیمو ته راشه درشه او تګ راتګ ولري اومشترکا د دوادزي قوم لپاره دخدمت،چوپړ اویووالي لپاره له دواړو لور څخه هلې ځلې وکړو نوکه دغه رازدپښتنوهر هغه قوم چې دغه شومې کرښې په دوه جغرافیوویشلي دي دغه طرحه پرځان عملي کړي نو لرې نه ده چې ددغه قومونو ترمنځ به دجلاسیمو او جغرافیې واټن له منځه ولاړشي او په هم پ فکري اوفزیکي لحاظ سره یوشي.
:4 ګډې تلویزوني خپرونې،پروګرامونه،بحثونه او ګردي میزونه:
ددواړنوو لوریو پښتنې رسنۍ باید ګډې رسنیزې(که هغه چاپي وي که غږیږې او یا انځوریزې) خپرونې،ګردي میزونه،بحثونه،اوپروګرامونه ولري چې ددې لوري پښتانه دهغوی دخپرونواومطالبوته لاس رسی ولري اودهغې غاړې پښتانه ددې خوا خپرونو او مطالبوته اوهمدارنګه دپښتنودستونزوپه اړه ګډ ګردي میزونه اوبحثونه یوګډحل او ګډ دریځ رامنځته کولای شي چې ددغوستونزو اومسایلو په اړه ګډدریځ اوبیا دهغو لپاره ګډکاربه ددواړو لورو اړونده خلک سره نږدې اوپیوسته کړي.

: 5 دپښتنوشخصیتونو،مهموچارواکو،فرهنګیانو،هنرمندانو،کارپوهانو،ښوونکو،زده کړیالانو اوځوانانو تبادله او راشه درشه:
دپورته اشخاصواوافرادو راشه درشه اوتبادله زمونږترمنځ دشته واټن،بې باوریو اودیو بل په اړه دناسمو انګیرنوپه له منځه وړلوکښې ډیرګټورثابتیدلای شي،که چیرته دبیلابیلواقشارواوڅانګوڅخه یاد پښتانه دیوبل سره له نږدې څخه وګوري او دنظرونو،تجربو او مهارتونو تبادله وکړي نو ددوی ترمنځ له یوې خوا د ډیرې مودې فاصلې ختمیدای شي له بل لوري یو دبل له سیمې اودهغو دستونزو،مسایلو اوموضوعاتو څخه په ښه توګه خبریدای شي اوهغه بدګمانۍ چې دوی دیوبل سیمو او حکومتونوپه اړه له ډیره وخته له ځانه سره لري په له منځه وړلو کښې خپل رول اونقش لوبولای شي.
6: دلراوبرپښتنوديوې ګډې اودوه اړخیزې ټولنې،بنسټ او يامرکزایجاد اورامنځته کول:
دلراوبروپښتنو دپيوستون په موخه بایدیوګډه ټولنه،بسټ او یاهم مرکزرامنځته شي دلراوبرپه نوم په کابل اوپیښور کښې دوه چپټره،څانګې اوجوړښتونه ولري چې هرچپټرپه خپله سیمه کښې دهمغږۍ،همکارۍ،پیوستون لپاره ګډه مبارزه اوکاروکړي او د دواړو غاړو پښتنودپرمختګ،پوهنې کلتور،ژبې،ادبیاتو اونورو مشترکو مسایلو اوستونزو دحلولو په باب مشترکې غونډې،برنامې،پلانونه،پروګرامونه اوفعالیتونه ولري.
دا اوداسې نور ډیرنوښتګرابتکاري برنامې اوفعالیتونه داوسني پیراوعصردتقاضاؤ،غوښتنو او واقعیتونو سره په تطابق اوسمون کښې دلراوبرپښتنودپیوستون پروسه پیاوړې،ګړندئ او ډاډمنولای شي،نه پراحساستو،جذباتو،تیروتاریخي ناکامه هڅو،تجربو اوايډیالیزم ولاړ سیاستونه،دریځونه،او روشونه لکه څنګه چې اوس هم دډیرو پښتنو حتی دپوهو او روڼ اندو پښتنولخواهم پرمخ وړل کیږي چې دګټوپرځای يې ددواړو لورو پښتنوته زیان اوناوړه پايلې ډیرې لرلی شي چې لرلې یې وې.
نو په اخرکښې زماله دغو اشخاصو اوخوځښتونو څخه هیله او تمه دا ده چې دوی دې یوځل دغه پورته یادې شوې طرحې او وړاندیزونو باندې له احساساتو او جذباتو پرته په سړه سینه غوراو فکر وکړي.
دلراوبرپښتنودپيوستون په هیله اوامید،

دافغان پوهنتون دنړیوالو اړیکو او سیاسی علومو ښوونکی او;
د(PAYF) یا دپاک افغان ځوانانو ټولنې عمومي رییس