د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هغوته چې پردوستۍ دښمنۍته ترجيح ورکوي

اسدالله داودزی 16.05.2013 19:41

دوستي اودښمني لکه دژونددنورومفاهيمو،پديدواوښکارندولکه غم اوښادي،کاميابي اوناکامي،اميداونااميدي اوداسې نوروپه څيردبشري ژوندنه بيليدونکې برخه جوړوي خودهرې دغې پديدې ترشاخپل لامل اومحرک وي چې په هماغه وخت کې ياده شوې پديده توجيه کوي.ددوستۍ اودښمنۍ پديده اوښکارنده له فردي اوټولنيزژوندڅخه نيولې بياتردهيوادونوترمنځ،په سيمه ايزه اونړيواله کچه داړيکويوه مهمه برخه تشکيلوي.دلته زه نه غواړم دفردي اوټولنيزژوندپه دوستۍ اودښمنۍ وغږيږم بلکې دليکنې اصلي موضوع دهيوادونوترمنځ دوستي اودښمني ده.دنړۍ ډيرداسې هيوداونه شته دي چې په يونه يوډول ديوبل سره په څه وجه څه لانجه اومسئله لري.دهيوادونوترمنځ دوستي اودښمني دبشري ژونداواړيکوپه شان فطري شى نه دى بلکې دهيوادونوترمنځ ددوستۍ اودښمنۍ معياراوبنسټ ملي ګټې وي.دوستي اودښمني مهمه نه وي څه چې مهم وي هغه دملي ګټولاس ته راوړل وي که هغه ددوستۍ له لارې وي اوکه ددښمنۍ له لارې بلکې څه چې وخت اوحالات ايجابوي هماغې ته په پام سره هيوادونه خپلې پاليسۍ اوتګلارې غوره کوي.
څرنګه چې نړۍ اوس په ګلوبل ويليج (نړيوال کلي)بدله شويده اوهيوادونه دتيرپه پرتله يوبل ته ډيرنږدې شويدي چې ددې نږدې کيدوله لاملونوڅخه يولامل دهيوادونوترمنځ اقتصادي اوسوداګريزې راکړې ورکړې اواړيکې دي چې دغو متقابلواړيکوترډيره حده هيوادونه يوپربل بسيا اومنحصره کړي اوددوى ګټې يوه له بل سره نښتي اوتړل شويدي.همداسې صورتحال دپاکستان اوافغانستان داړيکوهم دى.دواړه هيوادونه له لومړئ ورځې څخه دځينو لانجو اوکشالوله امله ښې اړيکې نه دي لرلي چې يو ددغو کشالو څخه دډيورند لانجمنه اومتنازعه کرښه ده چې تل يې ددواړو هيوادونومناسبات اواړيکې خړې پړې کړي دي.زه نه غواړم چې دلته په تيروجرياناتواوواقعاتوخبرې وکړم،غواړم چې په اوسنئ سناريو((scenario اوتناظرکې دپاکستان پروړاندې دافغانانو په ځانګړې توګه دځوانانوپه دريځ اوتعامل وغږيږم.زمونږ دافغانانودنورو ډيروځانګړتياؤ(ښواويابدو) ترڅنګ يوه ځانګړتيا جذباتيت اواحساساتي کيدل هم دي يعنې هر دريځ اوهره پريکړه موپه احساساتواوجذباتوولاړه وي دهوش څخه کم اوله جوش ډيرکاراخلو عيني واقعيتونه اوحالات په پام کې نه نيسو اوهوايي پريکړې اوسوچ کوو.
که څه هم دغه شان فکراوذهنيت زمونږ په مشرانو، ليډرانو ،رهبرانو ،سېاستوالو او نورو دولتي چارواکو کې ډير ته سترګو کيږي خوله بده مرغه چي دغه ذهنيت اوس ځوان نسل ته (چې ډيرې هيلې او اميدونه ورپورې تړل شويدي ) هم ريښې غځولي او ګورو چې ډيرى لوستي او باسواده ځوانان مو هم پدغه ناروغۍ اخته دي چې د خپل تعليم او عقل څخه کم او د احساساتو څخه ډيره استفاده کوي. چې تر ټولو ښه بيلګه يې د ځينوقضيو خصوصاً د هيوادونو په وړاندې د دوى جنګي اومتشدد ذهنيت او ددښمنۍ(posture) او دريځ دى . نور هيوادونه به پريږدو دلته به يواځې د پاکستان مثال راواخلو ،له دې څخه هيڅوک نه سترګې پټولى شي او نه هم انکار کولى شي چي ګاونډيانو خصوصاً پاکستان او ايران مونږ سره په داتيرو څو لسيزو کې څه وکړل .
زه نه غواړم چى دلته په تيرو هغو ناخوالو او نادودو بحث وکړم. دلته مي اصلي هدف په اوسنيو حالاتو رڼا اچول دي چي مونږ ته په دغسي شرايطو کي د خپلو ګاونډيانو په وړاندې خصوصا د پاکستان په هکله څه ډول تعامل او دريځ غوره کول دي.
په ډير تاسف سره بايد ووايم چي ځينې دجذباتو او احساساتو په مرض اخته ځوانان مو اوس هم د دوستۍ پر ځاى دښمنۍ ته ليواله دي او فکر کوي چې د دښمنۍ له لارې به وکولاى شي ددغه هيواد(پاکستان)سره خپلې قضاياوې او لانجې حل کړي چې زما په نظر دا د خام خيالۍ،حماقت او د سياسي ناپختګۍ ( Political Immaturity)تمثيل او څرګندونه ده نه د عقل, دورانديشۍ او بصيرت.
ايا مونږ ځوانانو کله پر دې غورکړى چې مونږ په کوم وضيعت کې قرار لرو؟ ايا د افغانستان اوسني شرايط او روانه وضعه دا ايجابوي چې مونږ دې هم د امريکا سره او هم د پاکستان اوايران سره دښمنۍ ته مټې رابډوهو؟ايا مونږد خپل ځان ارزونه کړې ده؟ ايا مونږ له خپل ځواک او توان څخه خبريو؟ ايامونږپه دې موقف کې يوچې خپلې مسئلې په دښمنۍ او دزورله ليارې حل کړو؟ځواب به حتماً منفي وي خوبياهم مونږدهماغه پخواني جنګي او هسې تش په نوم غيرتي اوجنګي ذهنيت له مخې پريکړې اوفيصلې کوواوځان دتاريخي حوالوپه استنادجنګيالى،ميړنى اوتوريالى ګڼواوفکرکووچې اوس هم مونږ پنجاب،اصفهان او ډيلي فتح کولاى شو.خوافسوس چې ديوويشتمې پيړى افغان ځوان اوس هم دتيرو پيړيوسوچ او فکرلري اوغواړي چي داقتصاد،ساينس،ټکنالوژئ،زده کړې اوتعليم په دورکې هم دقلم پرځاى پر ټوپک خپلې مسئلې حل کړي،خپل حق او حقوق تر ﻻ سه کړي،او له نورو هيوادونو سره ددوستۍ په ځاى ددښمنۍ بر خوردوکړي.
دنوي دورد نوي نسل اودنوې پيړئ افغان ځوانه په دغه موقف،په دغه دريځ،په دغه تعامل اوپه دغه ذهنيت دې يو ځل په سړه سينه او سړودماغو بياکتنه او غور وکړه چې ايا دامونږ ته دګټې پر ځاى زيان ډيرراوړي اوکه نه دزيان پر ځاى ډيره ګټه؟دهيواد دکشالوپه حلولوکې ممدثابتيدلاى شي که نه وضعه نوره هم کړکيچنه کوي؟هيواد ته نيکبختي اوسوکالي راوړي اوکه دتيرپه څيربدبختي اوناارمي؟ځوانه له ژورغوراوفکرڅخه وروسته چې کله کومې نهايي پايلې اونتيجې ته ورسيدې نو ماترې ضرور خبر کړه.
مننه،