د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زماد پلار حق راکه!

محمود نظری 16.03.2013 16:53

طنز
واکمنه ما پاته مقاومتي ته یو لوی مقام راکه
دبډو اخیستلوخمار یم  یو ډک جام د زمام راکه
چې دنیاما سوډر وبولي پوخ سیاستمدار
ماچوتار ته یوه څوکۍ دارګ په بام راکه 

طنز

 

 

واکمنه ما پاته مقاومتي ته یو لوی مقام راکه

دبډو اخیستلوخمار یم  یو ډک جام د زمام راکه

چې دنیاما سوډر وبولي پوخ سیاستمدار

ماچوتار ته یوه څوکۍ دارګ په بام راکه 

ما تاخوني ته د اختلاص یوه لاره خلاصه که
یا ددولتي مځکو د غصبولواختیار تام راکه
که دکوم وزیر مزیر څوکۍ نه وي خالي
د مفت ډالر خور مقام د ارشد مشاور په نام راکه
که دکوم سفارت تښتیدلی نه وي سفیرمفیر
نوم د مستقل رییس د پسات د استحکام راکه
یاد کوم آزاد کمیسون مې کړه آزاد رییس
یا ستر جنرالي د مصلحت په احترام راکه
که په ولایتو او لویه جرګې کې نه وي ځای
دسولې شورا کې واک د پیسود انقسام راکه
په حلوا حلوا ویلو لکه پښتون کله ختاوځم
ماته شیرپیره ډکه د پستې اوبادام را که
ما دا حلال ملال اوروا موا شیان نه د ي خوښ
زه مورزاده جنتي یم ماته هر څه حرام راکه
***
دا ستا ناروغه خپلوان خمار دي د وړیا پور
ما مورزاده کچل ته هم دبانګ یو وام راکه
نورو وطن چور کړ په نامه د د یموکراسي
ما خوارو زارته هم یو کلنګ د انعدام راکه
څوکیدار دي کړ اتومات ډګر اوستر جنرال
ما دریور ته هم دستر مارشال یو مقام راکه
ستا کله زړه سوځي په دې بې خاونده وطن
ما ګوډاګي ته هم په دې محفل کې یو جام راکه
چې کوږ تور ن ، عبید اورهین دي کړه مقرر
ماسم د خمیني غلام ته هم مخ د جزام راکه
تورخر کله د شورا په رایه سپین آس کیږي
په کلتور کې ما ایراني ته وخت د لام کلام راکه
***
هلته زما خر هلته زه، متل دي ټپي کړ ولس
نور بس ده لږزموږ د زړه ټپو ته التیام راکه
په دې پستو خلکو دي مقامونه کړه ډیر کښته
موږ دې لوړو ملي مقاموته بیرته څه سام راکه
موږ نه غواړو له تا عدالت ، امنیت او اهلیت
باټي بس که له خپلوسپو موږ ته څه آرام راکه
وروسته له ګوزه زموږ مشران سي چارزانو
په اشاره ولس ته وایي ماته د ملي رهبر نام راکه
په دې بې وخته اذانو به دي مړ کړې خاوند
په ښکاره ورته ووایه ماته یو بل ځل زمام راکه
ورک سه هغه مشر چې د پردو واکمنو وي کشر
مریی ویلای نسي بادارته ماته زما لګام راکه
کله چې رښتیا خلکو ټاکلی وي خپل مشر
هغه مشر ته څوک ویلای نسي چې سلام راکه
په دوو څوکیو ناست کوناټی اخیر لویږي
خدایه موږ ته له ملي مشر سره د سولې ایام راکه
نورتر پزې رسیدلي یو ددې دوه مخو له لاسه
خدایه دوی ته نور انجام موږ نور آرام راکه