استاد رشید د سارک هېوادونو د لیکوالو ادبي جایزه وګټله!
13.03.2013 21:08یو ویاړ ، یوپرتم
دسارک هیواد و دلیکوالو ادبی جایزه افغان استاد واخیسته
دافغانستان نامتو لیکوال او دکابل او نهرو پوهنتون استاد دوکتور عبدالخالق رشید سږ د سارک هیوادو دلیکوالو ادبی جایزه ترلاسه کړه . په هغو مراسمو کي چې د مارچ په ۱۰ دهند په تاریخي شار اګره په دغه اړه جوړ شوی ول ، دهغو په ترڅ کې ددغې مهمې جایزې ویاړ لیک استاد رشید ته وسپارل شو. دسارک دلیکوالو دمشرې د وینا له مخې پروفیسور رشید لومړي افغان لیکوال دی چې دسارک په لیکوالو کې ان په ۲۰۰۰ م کال کی پرهغه مهال چي افغانستان دسارټولنې غړی نه ګډون وکړ او تراوسه ددغې ټولنې په بنسټوالو کې غړیتوب لري . ددغې عونډې دمسوولینو په وینا استاد رشید باید داجایزه څوکاله مخکې ترلاسه کړی وای خو دی دومره زغم ناک و چي دغه چانس یی دځان پرځای پرنورو لیکوالو لوراوه. د استاد رشید ددغې جایزي خبر دټَولو هند په مطبوعاتو کې خپور شو خو له بده مرغه چې زه فکرکو بینوا به لومړي خپرونه وي چې دغه خبر خپروی نورچا دده په اړه هیڅ هم ونه لیکل ، له هغه څه ما وپوښتل چې په دغه برخه کې خو تاسې هم باید یو څه ویلی وای ، خو ده وویل چې دا جایزه دافغانستان جایزه وه ، ما ته راکړه شو ه ټوله دنیا پرته له افغانانو پرې خبره شوه دا بس ده ...
زه د استاد رشید د یوه شاګرد په حیث ترهرڅه دمخه دافغانستان خلکو په استاد رشید او دده درني کورنۍ او ویاړلي میرمني استاد رحیمي ته د زړه له کومي مبارکي وایم .
مو ږ پرداسي افغانان چی دم او قدم یی د افغانستان لپاره دی ویاړو .
په درناوی

