د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لطف الله مشعل يادش بخير

عبدالله 28.03.2010 19:58

لطف الله مشعل يادش بخير د نورو ډېرو قلموالو پشان زما هم  يار و،دا چې زه به يې يار وم که نه؛خو زما يار و او وي به  -اشاءالله.-

د طالبانو له نسکورېدا وړاندې هغه مهال چې لا د پښتونخوا په وروسته پاتې او لرې پرته کليوالي سيمه  (ټل) کې اوسېده کله کله به چې پېښور ته راغی نو په دانش کتاب پلورنځي او يا د افغان ادبي بهير په غونډو کې به مو سره ليده کاته کېدل،هغه وخت خو نو دا سرخوړلی موبايل تليفون دومره ګران و چې زما او د مشعل پشان بې وسو ليکوالو او شاعرانو خو یې د اخيستو تصور هم نشوای کولای،ځکه مو تليفوني اړيکې نه وې او يواځې په يادو شويو ځايونو کې به مو سره ليده کاته کېدل.

د هغه وخت افغان ادبي بهير هم هم د چا خبره ځانته څه ويل او د اوسني هغه پشان نه و(موخه مې د اوسني بهير خدای مکړه سپکاوی نه دی،بلکې له اوسنيو ځينو درنو ملګرو ليکوالو ګیله من يم چې يو څه پيکه شوي يا په اصطلاح ښاريان شوي او هغه پخوانۍ مينه يې زړونو کې نه ده پاتې) د جمعې ورځې ته به داسې خوشالېدو لکه اوس چې خلک دولتي منصب (ولايت وغيره)ته خوشالېږي،لامل يې دکار رخصتي نه بلکې د افغان ادبي بهير غونډه وه چې د اونۍ شپږ ورځې به مو په ډېره بې صبرۍ ورته انتظار کړی و.

بله خبره دا چې هغه مهال له عصمت قانع،شهرت ننګيال،جنرال صمد مومند او يو څو نورو ګوتشمېرو قلموالو پرته نور ټول د پېښوريانو په وينا خوار پړک وو،خو د اسد دانش دې کور ودان وي چې يونيم په اصطلاح شيرچای به يې راباندې څښه، د وکيل شينواري راتګ خو به راته داسې خوشخبري وه ته به وايې USAID لغمان ته د بيا رغاونې او پرمختيايي پروژو لپاره يو مليون ډالر ورکړي،د هغه په راتګ به مو نو ټوله خشکي والوته....

په هرحال،خبره مې د افغان ادبي بهير د پخواني يار ليکوال او شاعر لطف الله مشعل صیب کوله چې له بده مرغه د زلمي هيوادمل پشان په دې فاسده اداره کې داسې ور ننوتلی چې ان له عصمت قانع سره چل ول کوي.

 لطف الله مشعل بې له شکه په ښادو و يادو ليکوالو او شاعرانو کې شمار دی،د هغه شعر او ليکنې په دې ارزي چې وستايل شي په ځانګړې توګه سياسي ليکنې يې له پراخو مالوماتو ډکې وي او لکه د پنډي وال شېخ رشيد داسې وړاندوينې کوي چې کال وروسته پرې زموږ سر خلاص شي ( خو اوس نه پوهېږم چې په ليکنو کې به یې هغه خوند او رنګ پاتې وي که نه؛ځکه چې د لغمان د والي په توګه له ټاکل کېدا وروسته يې ما کومه ليکنه نه ده لوستې).

لطف الله مشعل چې په لومړي ځل د کورنيو چارو د پخواني وزير علي احمد جلالي د وياند په توګه پر دولتي څوکۍ کښېناست،يانې خپل لومړی دولتي ماموريت يې پيل کړ نو موږ ټول ورته ډېر خوشال وو موږ دا ګڼله چې يو ليکوال ملګری مو داسې  اساسي پوست ته ورسېد؛ خو خبر نه وو چې اوس نو مشعل هغه د ټل او دو آبې مشعل نه دی،بلکې د چا خبره ډېر بدل شوی.

د هرې ورځې په تېرېدا د مشعل په شخصيت کې بدلون ليدل کېده،نن يوه او سبا به بل کس ترې ګيله کوله، چا به ويل زنګ مې ورته وواه خو ځواب يې نه کړ،چا به ويل په وزارت کې مې کار بند و ډېره هڅه مې وکړه چې له مشعل سره وګورم خو په ليدو يې بريالی نه شوم،چا به يوه او چا بله ګيله ترې کوله.

که څه هم له ماسره يې هم د پېښوريانو په اصطلاح ډېرې داسې ګوتې کړې خو خدای شته زړه مې ترې نه بداوه؛ځکه چې د مامور مجبوريتونه او ستونزې راته مالومې وې او بيا نو د جلالي پشان سړي په دفتر کې کار کول څه اسانه خبره نه  وه،خو د اسد دانش خبره انسان هم لکه بني آدم داسې دی،کېدای شي مشعل صیب به هم د کرزي صیب پر پله پل ايښی وي،يا به دجنرال صمد مومند هغه شعر ور ياد شوی وي چې په ننګرهار کې د خپل رياست پر مهال يې ويلي و او د ځینو په وينا دګل حاجي پلازې د څلورم پوړ په ۳۱۶ شپاړسمه کوټه کې يې (د ککړک عبدالجبار ثابت او عصمت قانع خانقا) يې له پيکار يا کوم بل شاعر نه په بيه اخیستی و،چې هرڅنګه و خو د جنرال صمد مومند په نوم تمام شو،جنرال صیب چې ممکن د رياست پر څوکۍ به ناست و او خدای خبر په زړه کې به يې څه تېر شوي وي داسې فرمايلي ول:

 

د سايل او د دروېش وختونه لاړل

زه جنرال صمد مومند لوی تر خوشحال يم

وختونه تېرېدل او ياران بدلېدل،داسې يوه ورځ هم راورسېده چې علي احمد جلالي دنده پرېښوده،د بهيروالو لپاره دجلالي استعفی دومره اهميت نه درلود لکه څومره چې يې د مشعل صیب راتلونکي ته غوږونه لک و څک ول،ټولو يوه  له بله پوښتل چې مشعل څنګه شو؟

پوښتونکيو هغه څه غوښتل چې مشعل صیب وکړل،یانې استعفی!

استفعی ددې لپاره چې دوی په دې تمه ول چې که مشعل دا څوکۍ پرېږدي ښايي بېرته به د يارانو يار شي،يوارې بیا به له خپلو زړو يارانو سره ملګری شي،له هغوی سره به ناسته پاسته او د چا په وینا انډيوالي  پيل کړي،مشعل خو څوکۍ پرېښوده خو بېرته هغه مشعل نه شو چې پخوا و.

په هرحال، يو وخت داسې راغی چې لطف الله  مشعل صیب د لغمان د والي په توګه و ټاکل شو، که څه هم ملګري ترې ډېر خپه ول خو مایوسه نه ول او دا تمه ورسره پيدا شوه چې کېدای شي اوس يو څه ښه شي ځکه چې له ښاره لرې بېرته يو کليوالي چاپېريال ته ستون شو،خو زموږ له بده شامته هلته يې داسې نادودې وکړې چې په تېر مو شکر وایست.

هغه خپل ټول زاړه ياران  لاپسې هېر کړل،دلته هم څو وارې ځینې ملګري ورغلي ول خو والي صیب نه دا چې ورسره ليده کاته يې نه و کړي بلکې سکرتر یې ډېر ځله راغليو مېلمنو قلموالو ته ويلي ول چې والي صیب کابل کې دی،په داسې حال کې چې والي صیب به د خپل کار په دفتر يا د خوب په کوټه کې و.

وايي چې يو ځل زرين انځور او ځينې نور ملګري ورغلي ول کله چې يې والي صیب ته زنګ وهلی و سکرتر يې ورته ويلي ول چې دفتر ته راشئ،چې دفتر ته ورغلي ول بيا يې د تليفون پر لیکه ورته ويلي ول چې د اوسېدا ځای ته راشئ،چې هلته ورغلي ول بيا يې ورته ويلي ول چې وبخښئ تاسې ناوخته کړه والي صیب کابل ته ولا،حال دا چې والي صیب په لغمان شريف کې تشريف درلود.

مشعل صیب دلته هغه څه وکړل چې د چا خبره د ټولو قلموالو  رنګ پرې پيکه شو.

د يوې انجيو مسوول راته کيسه کوله چې مشعل صیبب دهرې ټولګټې پروژې ۳۰٪ پیسې ورنه لومړی اخلي او بيا د کار د پيلولو اجازه ورکوي او که څوک دا ونډ ورنکړي بیا يې نو خير نشته.

دهغه په وينا هرې انجيو به چې کوم پل،سړک،وياله،ښوونځی او يا نور څه جوړول نو د ټېکې ۳۰٪ به يې والي صیب ته ورکړې نو ايله به د کار اجازه ورکړل شوه .

لغمانیانو پر والي صیب دا نيوکه هم کوله چې د لغمان ډېرې سيمې يې د پخواني قوماندان انجنير قرار د ارواښاد ورور چې د اتو کالو پورې ددغه ولايت تا حيات ښاروال و په مرسته په ناقانونه توګه پلورلې او تقريباُ ټولې پیسې يې په خپل لــــــــــــوی جېب کې اچولې.

څه موده وړاندې لغمان ته د پيران پير اسد الله دانش ساپي د ځوانيمرګ زوی فاتحې ته ورغلی وم، هلته مې څو تنه ولايتي رئيسان او نور چارواکي وليدل،له هغوی نه مې د مشعل صیب په اړه وپوښتل، له بده مرغه هغوی هم چنديانې ترې خوشاله نه ول،چا يو ډول او چا بل ډول نيوکې لرلې.

يوه ځايي چارواکي والي صیب ښه سړی وباله؛خو ښه چارواکی او سياستوال نه. د هغه په وينا والي پخپله ښه سړی دی خو له بده مرغه  نوره کابينه يا په اصطلاح شاوخوا ملګري يې(سکرتر،وياند ...) ښه خلک نه دي.

عجيبه يې لا دا چې نن مې يوه بله ناشولته واورېده، هغه داچې څو ورځې وړاندې کله چې د لغمان نوی والي محمد اقبال عزيزي چې له دې وړاندې د ننګرهار د معارف رئيس و  لغمان ته د نوي والي په توګه ورغی نو طبق معمول د نوي والي د راتګ او د زوړ هغه د تګ په وياړ يوه غونډه جوړه شوې وه چې ځايي چارواکيو،رئيسانو،ولسوالانو، قومي مشرانو او نورو پکې ګډون درلود، ولسوالانو مشعل صیب ته پکول،پګړۍ او نورې ډالۍ راوړې وې خو پوهېږئ څه وشول؟

د غونډې يوه ګډونوال راته کيسه کوله چې يوتن قومي مشر پورته شو او له مقدمې پرته يې پر مشعل صیب نيوکې پيل کړې،خو دا نيوکې د بهير د غونډې د نيوکو پشان نه وې؛بلکې د جنګ د لومړۍ کرښې پشان وې.

د راوي په وينا ملک صیب پر والي صیب نيوکې کولې چې د لغمان ټولې ځمکې يې د پخواني ښاروال په مرسته و پلورلې او ټولې پیسې یې په خپل جېب کې واچولې، د بيا رغاونې په نوم راغلې پیسې يې جېب کې واچولې،ولايت يې چور کړ...... راوي  وړاندې ځي او وايي چې والي صیب غوښتل له ځانه دفاع وکړي خو ملک صیب ورته وويل چې که خپل خير غواړې نو ښه به دا وي چې پټه خوله لاړ شې،خبره په دې پای ته ونه رسېده  بلکې لاپسې خرابه شوه او هغه دا چې د دواړو خواوو ترمنځ ناندرۍ تېزې شوې بلاخره چې پوليسو ميدان ته را ودانګل او د ټوپکو لټونه يې کش کړل،ګولۍ خو ونه ورېدې خو والي صیب له خدای پامانۍ پرته له لغمانه روان شو.  چا څه ښه ويلي چې خپل عمل د لارې مل.

خبره په دې کې نه ده چې والي لطف الله مشعل ولې داسې کړې،يانې لومړی خو يې ځان هېر کړ چې څوک و او بیا يې په اداري فساد کې نوم دومره بد شو چې ان د امريکا معتبرې ورځپاڼې ورپسې رپوټ خپور کړ.                                                            

هسې خو ټوله اداره په فساد اخته ده او د چا خبره نر هغه دی چې خپل جېبونه ښه ډک کړي خو له مشعل نه ځکه ګيله کوو چې هغه يو عام سړی نه و،مشعل يو ليکوال و،شاعر و،اديب و.

په پای کې مشعل صیب ته توصیه کوم چې وروره ! مخکې له دې چې بېخي شفټ ډليټ شې ځان وپېژنه، دخپل شخصیت او نورو چارواکيو ترمنځ توپير و پېژنه... دويم دا چې نور چارواکي په ځانګړې توګه نوی والي بايد د مشعل له برخليکه عبرت واخلي کنه نو ټول به دهغه په برخليک اخته شي.