د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لغمان:دحساب ورکونی اونۍ پیل شوه!

عبدالله 30.12.2011 17:48

دلغمان په مرکز مهترلام کی ولایتی چارواکو ولس ته دخپلو کړنو دحساب ورکونی او دراتلونکی کال لپاره خپل کاری پلانونه وړاندی کړل په همدی موخه په جوړه شوی غونډه کی دلغمان پر والی محمداقبال عزیزی او نورو ولایتی چارواکو سربیره په ولسی او مشرانو جرګه کی ددغه ولایت استازو ،دولایتی شورا غړو،دقومی او پرمختیایی شوراګانو غړو،دینی عالمانو او دیو شمیر کورنیو او بهرنیو رسنیو استازو او دغه راز په لغمان کی دولایتی بیا رغاونی ډلی ،یوناما او د یو اس ای ډی استازوبرخه اخیستی وه.په پیل کی دلغمان والی د سیمه ییز اداری دچارواکو له لوری دخپلو کړنو په اړه حساب ورکونه او خپل راتلونکی پلانونه وړاندی کول  دحکومت او ولس تر منځ دباور زیاتوالی او واټن دراکمیدو پر لور مثبت ګام وباله ،والی وویل په ۱۳۹۰ کال کی دلغمان ولایتی اداری ته دمرکزی حکومت له لوری څوارلس اعشاریه شپږملیونه ډالره پرمختیایی بودجه ورکول شوی وه خو د نوموړی په وینا یوازی شپږ ملیونه ډالر لګول شویدی ،عزیزی دبودجی نه مصرفول دادارو دضرفیتونو ټیټوالی او دغه راز پر خپل وخت دمرکزی دولت له لوری دبودجی نه انتقال وباله،وروسته په ولسی جرګه کی دلغمان دخلکو استازی او دمالی او بودجی دکمیسون غړی میرمن زیفنون ساپۍ په خپلو خبرو کی وویل په لغمان کی دلومړی ځل لپاره دچارواکو له لوری ولس ته دحساب ورکول دشفافیت پر لور یو ګام دی نوموړی وویل دپرمختیایی بودجی غوښتل دولایتی چارواکو دنده ده  او اوس چی دکال دپای شپی دی ولایتی چارواکی باید دخپلو اړوندو وزارتونو سره اړیکی ټینګی کړی او وړاندی تر دی چی وزارتونه خپله کالنی بودجه دمالیی وزارت ته واستوی خپلی ستونزی ورسره شریکی کړی.دلغمان دولایتی شورا ریس قاری میرحاطم هم د ولایتی اداری له  لوری ولس ته حساب ورکونه دولایتی اداری پر ځای ګام یاد کړ ویی ویل هیله مند دی چی دچارواکو له لوری وړاندی شوی راتلونکی پلانونه هم په عمل کی پلی شی هغه پر مرکزی دولت او په ځانګړی توګه پر سکتوری وزارتونو نیوکه وکړه چی په ولایتونو کی خپلو اړوندو ادارو ته پر خپل وخت پرمختیایی بودجه نه وراستوی نوموړی په ولسی او مشرانو جرګه کی دلغمان دخلکو له استازو وغوښتل چی دلغمان دولایتی اداری  دحقوقو مطالبه په جدی توګه وکړی.

دحساب ورکونی په دی غونډه کی په ټوله کی دولایتی اداری چارواکو بنسټیزه ګیله او نیوکه هم همدا وه چی اړوند وزارتونه ورته پر خپل وخت پرمختیایی بودجه نه وراستوی او یا یی یوازی دکاغذ پر مخ ورولیږی خو په فزیکی ډول پیسی په واک کی نه ورکول کیږی چی دهمدی امله ددوی پر مختیایی چاری تر ډیره له ستونزه سره مخ دی او دوی له ولس سره هیڅ ډول ژمنی نه شوی کولای.