د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د طالبانو وحشت نه ختمیږی

عبدالله 05.05.2011 22:10

د طالبانو په نوم د پښتنی ټولنی او پښتنو د ځپلو او ټکولو دسیسه چی له څو کلونو را پدی خوا د یو امید او ارزو سره را منځ او بیا یی تر خپل قوت اخیستو وروسته په بیلابیلو لارو، بیلابیلو ډولونو، او په بیلابیلو وختو نو کی د پښتنو د ځوان نسل او همدا راز د راتلونکو نسلونو د بتاهی لپاره کارول شویده.
که څه هم چی طالبان ظاهرا ځان د اسلام، دین، افغانستان، کلتور، پښتو، او افغانی هویت ساتونکی بولی خو په واقعیت کی دوی له لمړی سره د اسلام، دین، افغانستان، کلتور پښتو او پښتنو په ضد کارول شویدی یا لوبیدلی دی. له هغه لمړی سره چی دا تور مغزی لیوان د سولی د پرښتو په نامه د افغانی ټولنی په رګونو کی ننوتل ددی ټولنی د بدبختی لپاره یی د مختلفو نومونو او مختلفو شعارونو په کارولو سره خپل افغان ضد، ترقی ضد او د ازادی ضد کرغیړن اهداف پلی کړیدی. دا چی دا اوږد مهاله شوم پلانونه څوک طرح کوی او څه ډول یی دی ړانده رهبریت او په ټوله کی ددی تور مغزه خوځښت په لاس پلی کوی، هر با احساسه افغان ته لکه د لمر په څیر روښانه دی. زه نه غواړم او نشم کولای د دوی دا کرغیړنه څیره په یوه وړه لیکنه کی د لوستونکو لپاره روښانه کړم، دلته غواړم یوازی د دوی په دی افغانی ضد تفکر چی د علم او پوهی په برخه کی یی په افغانی ټولنه او په خاصه توګه په پښتنو لورولی دی لږ څه رڼا واچوم.
که په ټوله کی فکر وکړو له ډیر پخوا نه د افغانستان جنوبی ولایتونه د علم او پوهی له نعمت څخه محروم ساتل شویدی، او تر نن ورځی پوری ددی سیمو بااستعداده خلک پدی ندی توانیدلی چی د خپل خدای ور کړی استعداد څخه د علم په ډګر کی د هیواد د آبادی لپاره کار واخلی؛ دا سیمه چی د بینوا، حبیبی، رشاد او په سلګونو داسی نورو پیژندل شوو نومیالیو زانګو ده، متأسفانه چی نن ورځ د سیاسی لیوانو د زیات بی رحمانه یرغل لاندی راغلی او دوی یی هر کال بلکه نسل په نسل ښکار شویدی. پدی برخه کی هغه سیاسی څیرو چی له پنجاب نه خپل دستور اخلی او یا په بل عبارت روزی یی له پنجاب او ګټی یی له پنجاب سره شریکی دی ډیر بی رحمانه او له وحشت څخه ډک سیاست پلی کړیدی. دا خو ټولی نړی ته ښکاره ده چی پنجاب کله هم د پښتنو د یوالی، ارتقا، سمون، قانونمندی، او عزتمندانه ژوند غوښتونکی ندی، او دادی څولسیزی یی پدی کار کی له هیڅ ډول بی رحمی ندی دریغ کړی.
ډیر به له موضوع نه لری کیږم، راځم د طالبانو دروغو او د پردی تر شا وحشت ته؛ له تیرو پنځلسو کالو را پدی خوا طالبانو زموږ د ټولنی په هر ګوټ کی د علم ډیوی مړی کړیدی، او د خپلی واکمنی په وخت کی یی د عصری مکاتبو او پوهنتونونو زده کونکو ته د کمیونیست په خطاب خپله کرکه څرکنده کړیده او هغوی یی رټلی دی، د دوی لپاره یی د لیلیی ډوډی او یا نور بیخی لمړنی لګښتونه نه منظورول، ددی ترڅنګ په یوه عادی مدرسه کی به یی په لکونو افغانی هره میاشت لګښت کاوه.
پرون می په تاند خبرپاڼه کی خبر ولوست چی طالبانو د پکتیکا ولایت د یحی خیلو په ولسوالی کی د ښونځیو د بندلو اخطاریه خپره کړیده (دا پداسی حال کی ده چی د سږنی تعلیمی کال په پیل کی د دوی مشر د ښونځیو د نه سوزولو فرمان صادر کړی ؤ).پدی کار سره به دوی څه وکړی؟، د یحی خیلو دری زره تنکی ځوانان، ماشومان او په سلګونو معلمان یی بی سر نویشته او له هر څه بی برخی کړل. دا ځوانان به یا پوډری کیږی، یابت اغوا ګر کیږی، یا به قمار بازان کیږی، او که خدای هدایت ورته کړی وی نو د ایران مزدوری به کوی، یا به د پنجاب لپاره وسلی ته لاس اچوی (چی همدا ددی تور مغزو طالبانو موخه هم ده). نن چی د غزنی ولایت د هزاره ګانو د جاغوری ولسوالی څخه په زرګونو تنه نارینه او ښځینه د کانکور په آزموینه کی برخه اخلی او زیات یی بریالی کیږی هم، مګر د همدی ولایت د دریو پښتون میشتو ولسوالیو څخه لس تنه هم د کانکور په آزموینه کی ګډون نه کوی، دا د چا په برکت؟، او د چا پکی خیر دی؟، داسی فکر وکړی چی راځی موږ ټول پښتانه د طالبانو دغه له شعوره لری پالیسی ته ښه راغلاست ووایو او خپل اولادونه بی تعلیمه او بی سواده را لوی کړو، نو د پښتنی ټولنی ژوند به د ځنګلی ځناورو په څیر نه وی، پداسی حال کی چی د ټول افغانستان رهبریت هم د همدی قوم په غاړه دی، آیا په بیسوادی سره به ددی لوی مسؤلیت تر عهدی ووځی؟، کنه، طالبان هماغه د انډیوالی وزارتونو په فکر کی دی او د یو منظم تشکیل څخه لا له پخوا نفرت لری؟.
طالبان باید پدی پوهه شی نن د اسلامی ټولنی او په خاصه توګه د افغانی ټولنی د استقلال، ترقی، اسلامیت او ښیرازی لمړنی اصل تعلیم او تکنالوژی ده، موږ باید خپل ځانونه، هیوادوال او راتلکونکی نسلونه په دی وسله سمبال کړو نه داچی د پردو په پوچو او مغرضانه مشورو سره خپله راتلونکی په لوی لاس له خاورو سره خاوری کړو او د تل لپاره د فکری، سیاسی، اقتصادی، نظامی او علمی استعمار لاندی پاته شو.

د پښتنی ټولنی د سوکالی په هیله

آزاد او یو موټی افغانستان