د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د قران بي عزتي کول دانسان د کفر ذريعه ګرځي

عبدالله 06.12.2012 14:16

خلګو ته د تعويذاوپليتي په نامه قران ورليکي او بيا دا پليتي ددوي په لاس دشفا لپاره پدوي سوځوي او دا ملايان بيا نه په کافران کيږي داولي؟
او د يوڅوروپو اوافغانيو په مقابل کي د کوچنيانو دژړا لپاره تعويذ ليکي چي بيا يي ورته په غاړه ځړوي چي بالاخره کوچنيان بولي اومتيازي پر وکي،مګر ملا،سيد اواغا بيا هم ځان کافر نه بولي؟ اوپه خپلوکتابوکي داسي ليکي (اود چاچي بولي په سختي سره کيږي نو د قران ايت دي پر خپل ذکر وليکي =قطب الارشاد کتاب وګوري)او(وكذا اختاره صاحب الهداية في التجنيس فقال: لو رعف فكتب الفاتحة بالدم على جبهته وأنفه جاز للاستشفاء، وبالبول أيضا إن علم فيه شفاء لا بأس به.
(دابن عابدین شامی حنفي رد المحتار كتاب الطهارة مطلب في التداوي بالمحرم: ج۱ ص۱۴۷. دغه رنګه: عالمګيري كتاب الكراهية: الباب الثامن عشر في التداوي والمعالجات: ج ۵ ص ۴۳۵ . فتاوای قاضيخان : كتاب الحظر والإباحة: ج ۴ ص ۳۶۵).
ترجمه: او دغه رنګه خوښه کړې صاحب دهدایه په تجنیس نومي کتاب کي، پس ویلې دي: که د سړي د پزي ویني بهیدلې نو ده سورهء فاتحه (الحمد لله شریفه) پر خپل تندي او پزه په وینه ولیکل، روا ده د شفا غوښتلو لپاره او په بولو سره همدغه رنګه روا ده، که ده ته شفا پکښې معلومه سوه پروا نه لري)۰ګرانوملګرودادملايانواوتعويذ ورکونکو اغاخيلو درناوي دي چي د اسلام سره يي لري؟.
۹-ملايان وايي چي مكتب ،پوهنتون ،دژبو زده کړه او سپورټ کول دکافرانو سره مشابهت دي؟ داد ملايانو خپل درواغ دي. دوي که لږد عقل څخه کارواخلي نو دا ټول تخنيکي وسايل لکه( موټر ،طياره،کمپيوټر، کرځنده تليفون، مخابره،ټوپک،ټانک ، ماين ،توپونه،کالي،بوټونه،هرنوعه لوښي ،برقي سامانونه،پټرول ،ډيزل،ګاز،سړکان اوټول دانساني ژوند ضروري وسايل الله د همدي لارو څخه مهيا کوي. بل داچي کوم فحشا او منکر په ښکاره په کومو مکتبونوکي کيږي اويا په پټه په مدرسو کي لواططونه،د حلالي په نامه زناګاني ،فحشا اومنکر کيږي ،دمسجد دڅنګ په حجرو کي هر نوعه لواططونه او زناګاني،حراميتوبونه او غلاوي کيږي دا ټول د اسلام د نظره حرام دي او بايد د اسلام په چوکاټ کي سزا ورکول سي.
۱۰- ملايان وايي چي زموږ په مدرسوکي ټول داسلام کتابونه درس کيږي؟ مګر دوي درواغ وايي، ځکه داسلام کتابونه يواځي قران او حديث دي،الله فرمايي چي (اتَّبِعُواْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ وَلاَ تَتَّبِعُواْ مِن دُونِهِ أَوْلِيَاء قَلِيلاً مَّا تَذَكَّرُونَ ﴿٣﴾اعراف)=تابعداري وکړي دهر هغه څه چي ستاسو درب دطرفه درته نازل سويدي او ددي څخه علاوه دنورو وليانوتابعداري مه کوي...==( وَمَا أَنزَلَ عَلَيْكُمْ مِّنَ الْكِتَابِ وَالْحِكْمَةِ يَعِظُكُم بِهِ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿٢٣١﴾البقره=او هغه څه چي موتاسو ته نازل کړيدي د قران اوحکمت(حديثو) څخه ،په همدي تاسو ته نصيحت کيږي او دالله څخه وبيريږي او پوه سي چي الله په هرڅه خبر دي. پاملرنه:په مختلفو مدرسو کي د منطقو په نامه کتابونه ويل کيږي چي دا کتابونه هم داسلام مخالف دي او هم د عقل اوساينس،ځکه دافلاتون او سقراط او نورو غلطي نظريي دي. همدا ډول په مدرسو کي د اصولو،فقهي،عقايدو،فتوا اوفيصلو کتابونه ورته ويل کيږي چي د اسلام سره په لوړه کچه مخالف دي. که هر څوک ددي مخالفتونو ثبوت غواړي ،ددرواغو د څيړني مرکز دي کليک کړي چي خبر سي.
۱۱-ملايان وايي[ چي زموږ څخه علاوه نورو خلګو ته اجازه نسته چي په دين کار ولري،بلکه چي موږ څه درته وايو هغه به مني اونوري پوښتني مه کوي،لکه چي موږ ستاسو په (دکانداري، تجارت، طبابت، اوداسي نورو) کارونوکار نه لرو نو تاسو په دين کي ډيري پوښتني مکوي چي دا نوولي يو مذهب عملي کوو چي دري نور هم حق بولو؟] .
دا دملايانو دروغ دي چي عوام الناس په غلطوي،ځکه د اسلام دين د هر انسان هغه اصلي وظيفه ده چي الله ورته سپارلي ده
،حال داچي دا ملايان هغه مفت خوره مخلوق دي چي پر جامعه يي ځانونه تاوان کړيدي(ملايان وايي... زيره راوي ،زکات راوي،عشر راوي،خيرات راوي،شيريني راوي،چنده راوي خير يي يوسي) او هيڅکله هم خدمت نکوي،روزانه نکوي ،کاروبار نکوي،د عامو خلګو مالونه په غلطه طريقه سره خوري. پدي اړه الله فرمايي (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّ كَثِيرًا مِّنَ الأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللّهِ---۳۴التوبه )اي مومنانو بيشکه ډير غټِ ملايان او پيران خامخا د خلګو مالونه په غلطه طريقه سره خوري او دالله د يوي لاري څخه (د خلګو) رابندول کوي.
۱۲-ملايان وايي( چي هر څوک ډير وي هغه پر حق دي،موږ څومري مدرسي لرو،څومره ډير يو،څومره پيروان لرواو څومره مو خلګ عزت کوي...) دملايانو داټولي خبري دروغ دي،ځکه په دنيا کي اکثريت دچا دي؟دوهم داچي په تاسو ملايانو باندي دا عوام وروڼه خبر نه دي چي تاسي ددين غله ياست ،دري ټوټئ اسلام پټوي؟ هغه پرتاسو ښه ګمان کوي چي تاسي ددين ستني ياست . اودريم داچي الله څه فرمايلي دي(وَإِن تُطِعْ أَكْثَرَ مَن فِي الأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَن سَبِيلِ اللّهِ إِن يَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلاَّ يَخْرُصُونَ ﴿١١٦﴾ انعام) اوکه ته چيرته په مځکه کي د ډيرواطاعت وکړي ،دالله ديوي لاري څخه به دي ګمراه کړي،دوي په ګمان پسي ځي او دوي اټکل کونکي دي.
۱۳-ملايان وايي چي زموږد متقدمينو او متاخرينو اجماع يوشي حلالولاي اوحرامولاي سي؟ دادملايانو دروغ دي،ځکه دهر شي حلالول اوحرامول دالله کار دي اوبل هيڅوک ورسره شريک نه دي. »کله د ترياکو کرنه اوتجارت حرام بولي او کله يي بيا ددرواغو په اجماع سره حلال بولي اوزکاتونه يي اخلي.
» که څه هم امام صاحب په دين باندي اجرت اخيستل حرام بولي(دقران اوحديث څخه دليل پيشوي= فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَمَا سَأَلْتُكُم مِّنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلاَّ عَلَى اللّهِ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿٧٢﴾يونس--- اقرأوا القرآن و لا تغلوا فيه و لا تجفوا عنه و لا تأكلوا به) مګر دا ملايان بيا وايي چي زموږد متاخرينو اجماع دااجرت اخيستل حلال بولي.
الله سبحانه وتعالي فرمايي(يُحِلِّونَهُ عَامًا وَيُحَرِّمُونَهُ عَامًا لِّيُوَاطِؤُواْ عِدَّةَ مَا حَرَّمَ اللّهُ فَيُحِلُّواْ مَا حَرَّمَ اللّهُ زُيِّنَ لَهُمْ سُوءُ أَعْمَالِهِمْ=التوبه ۳۷) يوکال دا حلال بولي او بل کال يي حرام بولي ددي لپاره چي ګډوډ کړي شميردهرهغه څه چي الله حرام کړيدي،پس حلال وبولي هرهغه څه چي الله حرام کړيدي،ددوي لپاره ددوي عملونه ښايسته شويدي....،پاملرنه:اجماع په دين کي هيڅ دليل نسي کيداي،ځکه دليل يواځي قران او حديث دي.