د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جان کیری صاحب نسخه

عبدالله 21.12.2014 13:21

د کری صاحب نسخه
د په اصطلاح د ملی وحدت د حکومت د جوړیدو په موافقه لیک کی یوه موضوع هم دانتخاباتو په خپلواک کمیسیون کی داصلاحا تو د تر سره کولوخبره راغلی وه او پدی ورځو کی رسنی او کله کله مدنی ټولنه هم ددی خبری یا دونه کوی. حقیقت داده چه په اافغانستان کی دانتخاباتو ترسره کول یوه نوی پیشښه وه چه د افغانستان حکومت ، خلک او د انتخاباتو کمیسیونونه ټولو ددی پروسی د ترسره کولو تجربه نه درلوده. مخکی دوه ځله د جمهوری ریاست انتخابا تو او بیا دوه ځله دملی شورا انتخاباتو په جریان کی چه څه وشول څوفکتورونوته باید پاملرنه وکړو : اول داچه دکمیسیو درییس او غړو ترکیب دوخت د حکومت او ورسره جنګ سالارانو د خپل منځی مصلحتونو په بنسټ ترسره کیده . دوهم په هیواد کی تر ۱۵۰۰۰۰ زیاتو دامریکی او نا تو د فوجونو موجودیت . دریم دګاونډیو اود سیمی د هیوادونو لاس وهنه دخپلو لاس پوڅو په ګټه . څلورم د زور واکانو لاسوهنه دخپل نظر وړ کاندید په ګټه. پنځم دانتخاباتو په پروسه کی دځان په ګټه پخپله د کاندیدانو لاس وهنه . لکه چه ټول افغان ولس شاهد دی تر ټولو بدنام انتخابات د معنوی صاحب تر ریا ست لاندی انتخابات وه چه د را یو په شمیرلو کی دتقلب په موخه د پیسو راکړه ورکړه له سرای شهزاده نه نیولی بیا تر دوبی پوری جریان درلود .
خو که چیری د جمهوری ریاست وروستیو انتخاباتو ته ځیر شو نو د نورو فکتورونو په خوا کی دوهم او پنځم فکتورونه دیر زیات دپام وړ وو. خاصتا د انتخاباتود دوهمی مرحلی په ختم کی اود پروسی د ښه تطبیق څخه د کاندیدانو رضا یت خو بیا دابتدایی پا یلو په را څرګندیدو سره ددوی کاملا نوی او حیرانونکی برخورد دیر دتآمل وړدی. محترم داکتر عبدالله او پلویان یی د انتخاباتو له رڼو پای ته رسیدو راضی شکاریدل اوکمیسیون ته دیو څو معمولی او نا مهمو شکایتونو له وړاندی کولو پرته یی بل څه نه ویل خو کله چه د انتخابا تو د رایو شمیرلو له لومړنیو پا یلو څخه د خپلو پلویانو په واسطه خبر شول او پوه شول چه ولس دا وار په انتخاباتو کی پخپلی ګڼی او تاریخی ونډی اخستنی سر ه وښوده چه دکرزی صاحب د جنګ سالاری نظام څخه تر پوزی راغلی او په هیواد کی او دهیواد والو په سرنوشت کی یو تاریخی بدلون غواړی او د ډااکتر صاحب عبدالله او دهغه دپلویانو دارا دی په خلاف یی تصمیم نیولی ده څکه نو داکتر صاحب او ورسره جنګسالارا نو دواړه بښی په یوه موزه ننیستی دانتخاباتو دخپلواک کمیسیون سره یی رابطه پریکړه او د جان کری صا حب نمبر یی په ډیر تلوار ډایل کړ او په سرو سترګو یی د جنګسالارانو په سرنوشت کی د یو نا ورین د را پیشیدا د خطر راپور ور کړ او د پنځم عامل یعنی د۱۵۰۰۰۰ نه زیاتو بهرنی فوجیانو د موجودیت رول لوبولو ته یی لاره هواره کړه او په اصطلاح داجراییه ریا ست او یا همغه د موا زی حکومت جوړولو ته یی د محترم عطا محمد نور دنسخی سره نه بلکه د محترم جان کری د نسخی سره مطابق لاره هواره کړه .افغان ولس او ټولی نړی دا ډ رامه ولیده او بیا د کری صاحب په امر بیرته له کمیسیون سره پخلا شو ا و بیا دوهم ځل د دوی په خوښه د۱۰۰٪ رایو د شمیرلو څخه وروسته کله یی جه ولیدل چه بیا هم د ولس د اعتماد وړ نده ګرزیدلی نو بیا لکه هغه د ما شوما نو غوندی مرور شو ( خو په حقیقت کی دکری صاحب توصیه هم همداسی وه ) او کری صاحب ته په التما س کولویی هغه بیا راوغوښت تر څو چه دافغان ولس رایی ته په بی احترامی او سپکاوی کولو سره یی د ملی وحدت په نامه مصیبت زمونژ په ولس تحمیل کړ چه افغان ولس او نړی وال یی هغه ده ننداره کوی .
د جان کری صاحب نسخه چه د ماهیت او اهمیت په لحاظ یوه استعما ری نسخه ده چه زمونژ په هیواد کی د امریکی اونا تو ستراتیژیکی ګټی تمثیلوی . د کری صاحب دنسخی مطابق چه کوم په اصطلاح اجراییه ریا ست جوړ شوی ده هغه موازی حکومت دی چه افغا نان یی چه لا له پخوا د ایران ، روسی ، پاکستان او.........په لاس ویشل شوی وو لا نور مو هم سره و ویشل او په سوله کی د ګډ ژوند او دافغا نانو داقتصادی ، سیاسی ، اجتماعی او.......پرمختګ په لاره کی نوی خنډونه رامنځ ته کړل . کری صاحب او د افغا نا نو تاریخی دشمنان بر په لوړ سټیج نا ست دی او د افغا نستان په ستدیوم کی یو دبل په لاس دافغانا نو د وینو تویولو ننداره کوی .
حقیقت دا دی چه زمونژ اصلی ستونځه کمیسیون نه ده بلکه د انتخاباتو قا نون ، د کمیسیون پریکړو او زموژ دولس ملی ګټو ته پخپله دکاندیدانو او دهغوی دبادارانو نه درنا وی ده چه په هکله یی د هیواد قا نونی مراجع باید تاریخی پریکړی وکړی او دعملی کولو لپاره یی ملی اوقانونی لاری چاری ومومی او پری نژدی زور واکان او بهرنی ملا تړی یی دولس پر سر نوشت لوبی وکړی . که هر څومره د انتخا باتو قانون اصلاح شی او دانتخا با تو د خپلواک کمیسیون تر کیب ښه شی خو چه پریکړو ته یی احترام ونشی او استقلالیت ته یی احترام ونشی نو نتیجه به یی همداسی وی لکه ومو چه لیده . ځکه نو ټولو هغو قا نون ما تونو او قا نون ته سپکا وی ته په کتو چه د۱۳۹۳ کال د جمهوری ریا ست په انتخا با تو کی د کاندیدانو لخوا ترسره شوی باید د ا نتخا با تو په قا نون کی ا سا سی بدلونونه را منځ ته شی او په ځا نګړی توګه دانتخا با تو دمستقل کمیسیون داستقلالیت او په څنګ کی د مسوءلیتونو په اړوند باید اړین ګا مونه پورته شی . دملی وحد ت د حکومت دکابینی جوړولو بد نامه ډرامه چه ټول ولس او نړی یی ننداره کوی د کری صاحب د نسخی عملی نتیجه ده چه کوشش کیژی په تیر کی بد نام ترینی څیری یو وار بیا په ا فغان ولس تحمیل کړی .

رشتیا خبره داده هغوی چه دقانون نا قضین دی هغوی چه د ملت په ستونی پښه ایښی هغوی چه دسولی په لاره کی خنډونه پیدا کوی هغوی د دی هیواد او خلکو اصلی دشمنا ن دی او افغان ولس او دهغوی واقعی مشران باید ددوی مخه ونیسی کنه نو دهیواد سرنوشت به د کری صا حب د تیلیفون په انتظار بدی ورځی په مخکی ولری .