د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کبرجنان

محمود نظری 15.07.2012 19:15

طنز
هوایي کیدل د بدل سړي ده خاصه
اصیل  سړی کله لري دا سې نقیصه
 که بد ذاته پيدا کړي کومه تنګه
دپر دو بادیګارد سي خدمه یا چمچه

طنز

هوایي کیدل د بدل سړي ده خاصه

اصیل  سړی کله لري دا سې نقیصه

 که بد ذاته پيدا کړي کومه تنګه

دپر دو بادیګارد سي خدمه یا چمچه

لکه زړه ښځه مالومیږ ي له لیري په تګ
تنګ یې سي په کونه لوی خښتګ
لکه زرکه د ګوتو پرسریې سي رفتار
لکه نازدانه د ژبې په سر یې سي ګفتار
د سترګو له کونجو تل آسمان ته ګوري
دمالت خلک ټول خپل مرییان بولي
پر دوستا نو تل ځان من من کوي
په شخصیت کې ځان تن تن کوي
شرمیږي مشرانو ته په روغبړ و سلام
تمه لري چې مشران یې وکړي احترام
ترازو په لاس ځان تلي په همکارانو
ځان پړسوي لکه بوغۍ په یارانو
چې وویني خپل دوستان انډیوالان
پزه آسمان ته ونیسي لکه خنزیران
هغه چې پلار یې پاکول پزه په دیوال
مځکه نه ویني زوی یې پيدا کړی دستمال
کمینه ډنګره ځان مه پړسوه لکه بوغۍ
په لاره دي له کبره له خولې وځي سپرغۍ
پام چې سپرغۍ دي بوغۍ نه کړي پټاو
په یوه ګړۍ به دي خروار سي نیم پاو
له خره کله آس جوړیږي په پیسه
ټپوس کله عقاب کیږي په مقام و رتبه
پیسه او رتبه دي لکه لونګ د حمام
چې ګورې په یو ګړۍ دبل سي احرام
ځان مه ورک وه په ټنګو کالو کې
چې خلک دي وشمیري په سړو کې
لیري کړه دلمن لاندې دي باد
ګوندې خلک دي په ښو کړي یاد
دلته هم ډیر سوي کم اصلان
تل ګوري آسمان ته دانګریزونوکران
ددنیا په رتبه داسې سوي غوره
په پرتاګه کې غورځي لکه ورږه
***
غرور کله کار د اصیل انسان دی
غرور لومړی کړی ملعون شیطان دی
اسلام په مغرور ویلی دی تولعنت
چې په دنیاوي شیانو بدلوي طینت
ځان مه ورکوه په دې وړه دنیا کې
موندل به دي مشکل سي په سبا کې
په کناویز مه ختاوځه د ملاخوږی
جامه اخیرمرداروي هر نس خوږی
فلک باسي اخیر د مغرور یاغي بڼکه
مست فرعونان یې اچولي له خرتیزکه
که رتبه ده که پیسه خواړه د ي ستا
دا مردار تیغونه یې وي باسې پربل چا
ولي تل په لاره له شا باسې خپل خښم ؟
دومره خوره چې دي سي آسانه هضم
پزه په هوا کې مه ښوروه ناشولټه
دومره مه نازیږه په دې موقتي کته
کنایې :ځان من من کول(ځان لوی سړی بلل)، یاغی بڼکه تر ې ایستل ( له مستی اچول)، پزه په هوا نیول ( ډیر کبر اوغرور)،
پزه په دیواله پاکول ( ډیر افلاس او مسکنت )،ځان پړسول( تکبر کول) ،ځان ورکول( مغرورکیدل)،تر لمني لاندې باد لرل( مغرور)،د هاله وتل( مست کیدل) ، ځان تلل( پر چامنت اچول).