مډرن غوړه مالان
19.06.2012 01:53
طنز
غوړه مالي لکه ترمامتر لري یو تر اوو درجه
ددرجې پورته مقامونه لري له خوجه نه تر زوجه
پوست ژبی ،خوشا مندګر، پالیشي او لمغړی
ټالي څټی، غوړاوو او لوړ ه درجه یې ده ښوی
هغه انسان دی چې په سیند کې یې نسته خشم
پخوا بې سوادو چلوه سیاست دغوړه مالي
اوس ټولو ته په زړه پوری سوې ده دا خساوالي
پوهان وايي غوړمالان دی اصلي هنرمندان
بین الملل هغوی بولي موسومي سیاستمداران
میو میو،پیشو بازي ده د هغو رسمي کار
د هغوکړه وړه د امر د تندي په لیکووي عیار
د واکمن یا امر په لیدو ناببره سي په ریږدیدا
ته چې وایي وچیچی اوس غوماشې د ملاریا
نه پوهیږي لومړی کوم ځای وښوري لکه نڅاه ګر
بې ډوله پورته پورته غورځي لکه کمزوره غیږ ګر
دامر پسې وي له خولې یې وځي تنابلې بلې
خلک دا شوده بولي په یوه ا منا اغا بلې
کله ځغلي ،کله ناست ،کله سي امر ته په ګونډه
دامیر دخبری توپ ته یې تیاره نیولې ده دنډه
هیڅ وخت نه غافلیږي د امرصاحب له یاده
هر وخت د امیر تر شا ولاړ لکه بنۍ ډکه له باده
د پالي له نظره د غوړمال ستوری دی بادي
د داروین له نظره د هغه یو جین دی له شادي
دطب په اساس دا ده یو ه ډوله ناروغي روحي
اثر یې پاته کیږي په عصب دخولې لاسو اومزغي
نسلي غوړه مالان له ازله لري دکوخ چنجی
د عمر په زیاتیدو يې هغه چنجی سي منجی
دغوړمالانو کیدای سي په عصر وسایلو تداوي
په مغز کې یې پيچکاری کوي چې غیرت پيدا کړي
***
اوس نامې خدا روښاندو هم پيل کړې غوړمالي
دظالېمانو ، شوکمارومل سوي کوي درافشاني
د لوړې چوکۍلپاره امر ته پورته کښته کیږي
بې ډنګ او ډوله د امر دخولې هر ساز ته نڅیږي
د شرم اوبه یې تللي له سترګو د دې ډول پوهانو
د مقام پسې یې سترګې راوتلي د دې فیلوسفانو
ادیبان دامرانو د بوټو پاکولوته وایي غوړمالي
د امرانو مخکې کثرت کولوته لوبه وایي فرهنګي
راسه چې تا خبر کړم د مډرن اوعصری بوټ پاکي
د اوس ښوی ړوناندان کاروی د ژبې صفایي
ټیټالی مازې امر هڅوی چې هغه ته وکړي پام
له غدار سره ټغر نیول مانا چې ته یې خپله هغه مقام
چې خپله او اولاد یې اخلي د خاین ډالرونه میاشتني
د ا مډرنه دغه هغه مالي ده مرتبه یې لوړه ده تر پالیشي
داچې ډیرو پوهانوخولې تړلي دظالېم پر تیریو
دا تر ښوی لا لوړ مقام دی د مډرنو چاپلوسیو
مډرن لمغړی یوازې ویني ارزښتونه مادي
پټه خوله دی، نه غندي بابیز ارزښتونه معنوي
هر یو خپل کیسه ډکوي په کیسه کې نه دي د ولس
کورونه جوړوي ، دوکانونه رانیسي خور ي اوټس
دداسو تالي څټو پوهانو له لاسه وطن سو وران
د ورور په وژولوخوانه بدوی چې ګټه یې وي یو غیران
خدایه دا مډرن لېږمي په پکه ماینه کړې اخته
تل دی وي هغه چې څیرې یې نه وي د غیرت خلته
دا اوس تازه خبر راورسید د انتر نت له چپونه
چې ان ځینې امران د کوخ چنجی لره له سدونه
نښه یې دا ده چې دکارکولو نارې وهي ډیرې
ددرواغو تل ولس ته ورکوي دسولې زیرې
***
پام چې چا ته ونه وایاست زموږ امران دی ښوی
ټول ولس دهغه د کړو وړو په لیدو وهي قی
پاچا او وزیران او وکیلان مو دوی بوټ پالیشان
هغوی ترخپل ولس د پردو په غمو ډیر دی پریښان
خپل مړي یي پری ایښي د پردو مړو ته ژاړي
خپل ورور د پردو نا پاکوپښو لاندې غواړي
ټول سپين ږیري سوي لیري ویني څیرمه نه
دغوړه مالي په عینکو کې مېلمه و یني کوربه نه
هغه زړور پښتان مو اوس سوي دي پاسته زرګران
بزرګان مود سپلني قتۍپه لاس د پردو کوي بلا ګردان
متل دی چې ښوی امرا ملت ته پټ غل دی
هغه ولس ته په زهرو ککړ سوی عسل دی
کنايې:
پورته کښته ورته کېدل( غوړمالي )،پیشو بازۍ کول( غوړمالي )،ښوی سړی ( غوړه مال)
:وییونه
خوجه( نر ښځی)، جخت( نژدې )، خسا( بدبويی. ګنډه)، منجی ( لکۍ پرې)،بابیز( بی ګټې)
ټیټالی،لمغړی، لېږمی ( غوړه مال )، امنا ( یو اتفاق)