د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څلور ښه شیان

محمود نظری 25.04.2012 18:00

طنز
 څلور شیان دي په دنیا کې خوندور
  پیسې ، ښکلې ښځه ، ، دبل وژنه ،او مقام  ګټه ور

طنز

 څلور شیان دي په دنیا کې خوندور

  پیسې ، ښکلې ښځه ، ، دبل وژنه ،او مقام  ګټه ور

***
څلور شیان دی افغانانو ته لکه د مورشیدی حلال
بډی اخیستل،خوړل د بل مال
په ډک نس قسمونه خوړل
د ځان په ګټه اشغال بلل استقلال
***
څلور شیان مسلمان ته دی په کار
وروروژنه ، ځان وژنه ، مسلمان وژنه له کافر سره یار
***
څلور شیان انسان ته تمامیږي ډیر ګران
وطن دوستی او له ورور سره احسان
ناپوه ته ا سلام علیکم ورحمت الله ویل
اوچې ښځې یې کړي وي خپل امران
***
څلور شیان دی خورا ډیر خواږه
شات ، ګوړه ، خره او بوره
***
څلور شیان دی اوس افغان ته ښه
ښه ډیره غلا، دنوم سره مجاهد تړه
هم په دولت کي هم اپوزیسیون کیده
په دله ګي ویاړیده
***
څلور شیان هوسا کوي سړی
نه سیاست، خوړل تل کیچړی
انسان کیدل واښه خوړل
په پارلمان کې خوب وړی زمری
***
څلور بد شیان

څلور شیان دی په دنیا کې زړه ازاره
خدای دی ساته له ښځې چې وي مکاره
دپوروړی لیدل او موچنه میخداره
د پرتاګه کیکه لکه افغان په دنیا کې ناقراره

***
څلور شیان دانسان لپاره دي نفس تنګ
مخامخ درباندې درواغ ویل ،د شلمبو تریخ بادرنګ
هغه ملنګ چې سیاست کړی پلنګ
هغه غیرتمند چې نلری یو مثقال ننګ
***
څلور شیان دي په دنیا کې ډیر ستونزمن
رښيتا ویل ، چې په کور کې یې نه امن
په معاش ګزاره کول او کیدل شتمن
په عقل وږی په لاره رهي پلن
***
څلور شیان دی په دنیا کې سپک
بڼکه ، هوا ، ټیِغ او غرت دباټک
***
څلور شیان دی په دنیا کې بې خونده
کوشنی چوکۍ، بی رشوته دنده
تنګه نوی موچنه
دبنده کیده بنده
***
څلور شیان دی له حده ډیر خطري
د پاسه له ښځې ، ترپيل لاندي،
تر شا دڅاڼې
مخ ته د اصیل لیوني سپي
***
له څلورو شیانو ځان ساته افغانه
چي اخیر نسې بیا پېښمانه
د سپاهیانو بهرني ، لاس پوڅو داخلي
د بل له خولې امره او پر انسان سپور حیوانه
***
ځان ساته دڅلورو شیانو بوی ناکه
ددرو ورځو ټنبه له چونګه
دهندو له ټیغه د خاین وزیر له کانګه
د مشر له رخیدنګه
***

څلور شیان دی په دنیا کې بې برکته
ناسته د واک د خره په کته
ښځې ته نور ویل عورته
ځواني ، اومخنث ته کتل کښته
***
څلور شیان د ژوند ډوډۍ کوي بلمنګه
دښځې رینګه رینګه
د ماشوم ونګه ونګه
په وطن کې شاخه شولانګه
چې دی مشر وی بې ننګه
***
څلور شیان دی ډیر ترخه
مرچک ،کړیله،د نکریځو شپه اوترخه هنداونه
***
څلور شیان دی ډیرتروه
لیمو،املي، دسیاست سرکه او الوچه
***
څلور شیان دی ډیر مالګینه
د دښمن جوړکړې خاګینه
نس ګنډل په خپله کولمه
توره وهل په زنانه، ښږی ته ویل ینه

***
څلور شیان دی اوس افغان ته بد
لیونوسپو ته ویل بد
کارنامې یادول دخپل جد
په لاس پوڅو لعنت، غلو ته نه ویل عابد
***
څلور شیان دنیا ته سوی د زړه خوږ
القاعده ، پاکستانی دروږ
ځان وژنکي طالبان
اودافغان کچکول چې غواړی لږ