د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بالاخره له امريکې سره د ستراتيژيک تړون خبرې بشپړې شوې

سيدعاصم نږدې 23.04.2012 02:00

له امريکې سره له ستراتيژيک تړون څخه هم د مرغۍ پۍ جوړې شوې وې، له ډېر پخوا راهيسې، چې هغه وخت لا د نړۍ هېوادونه دغې مسالې ته نه و ځير امريکې افغانستان ته د ستراتيژيکې يارانې يا تړون وړانديز کړى و او غوښتل يې، چې له دغه هېواد سره تړون ولري؛ خو د افغان چارواکو په ګډون ولس هم په دغه خبره کې لږ تامل کول غوښتل او لا يې ذهن دې ته چمتو نه و، چې سم له واره ورسره د يارانۍ مراندې وځغلوي؛ ځکه دوى ډارېدل، چې امريکه د بوسو لاندې اوبه تېرې نه کړي او داسې کار ونه کړي، چې سبا يې د دې ولس ځوان کول خپلو مشرانو او چارواکو ته بد رد ووايي او يا يې په تاريخ کې نوم د زرينو کرښو پر ځاى هېواد پلورونکي وليکي؛ نو همدا لامل و، چې دا تړون خورا پوره وخت ونيو او ډېر سوچ په کې وشو، ان ولسمشر دې ته اړ شو، چې مشورتي دوديزه جرګه را وغواړي او له ولس سره هم دا خبره شريکه کړي، چې څه وکړي او څنګه وکړي؟
البته د دغه ستراتيژيک تړون په نورو موادو کې دومره ستونزې نه وې يوازې د دايمي اډو په اړه ګونګسې او وېرې وې، چې څه به کېږي او څنګه به کېږي؛ ځکه دغه واک نه د ولسمشر و او نه يې هم د موجوده کابينې نو پر همدې پار يې ولس ته مراجعه وکړه او ولس هم ورسره د نکاح شرطونه يوځاى کړل، چې په دغو شرطونو له امريکې سره دا تړون لاسليکېدلاى شي او پرته له دې ناشونې خبره ده، چې ولس دې، دې دايمې... ته زړه ښه کړي.
اوس چې د دې سند پر سر د دواړو لورو ترمنځ خبرې نهايي شوي؛ نو ټاکل شوې، چې نن د ولسي جرګې غړو ته وړاندې شي او په اړه يې د ملي امنيت د شورا مشر رنګين دادفر سپنتا د ملي شورا غړو ته څرګندونې او معلومات وړاندې کړي او په ګټې او ارزښتونو يې خبرې وکړي. البته دغه خبرې به د مشورتي جرګې په رڼا کې وي، چې هغوى دغه تړون په مشروط ډول منلى و او ويلي ول، چې په دغه تړون کې بايد د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا، اسلامي او افغاني ارزښتونو ته درناوى او د شپې له خوا خپلسري عمليات د امريکايي او يا نورو بهرنيو ځواکونو له خوا بند شي، چې تر اوسه پورې له دغو شرايطو څخه يوازې د شپې عمليات بند شوي او تمه ده، چې دا نور هم ډېر ژر مراعت شي او که داسې ونه شي؛ نو ښايي بيا هم له ولسي خنډ و ځنډ سره مخ شي.
اوس پوښتنه داده، چې د دغه تړون ګټې به افغان ولس ته زياتې وي او که زيانونه؟ تر کومه ځايه چې افغانستان له نورو هېوادونو سره ستراتيژيک تړونونه لاسليک کړي او لا لګيا ده لاسليکوي يې؛ نو معمولاً ګټه يې زياته ده؛ ځکه مشهوره سياسي مقوله ده، هر هغه هېواد چې په خپله زبر ځواک نه وي؛ نو هڅه دې وکړي له نورو زبر ځواکونو سره دې ځان غوټه کړي او هغوى دې داسې وچورلوي، چې هم په کې د دوى د هېواد ګټې خوندي وي او هم د لومړني هېواد، اوس افغانستان هم په يو داسې حالت کې دى، چې طلايي چانس ته يې لاره پيدا کړې؛ خو يوازې قوي پاليسي او ډيپلوماسي غواړي، چې دغه چانس په سمه توګه وکارولاى شي او ترې ګټنه وکړي، ځکه دا خو څرګنده خبره ده، چې موږ لا تر اوسه دومره پياوړى هېواد نه يو، چې خپل ګاونډيان هم مهار کړاى شو؛ نو زبر ځواکېدل خو لا پر ځاى پرېږده؛ خو په دې هم ښه پوهېږو، چې که نن نړيوال ځواکونه له افغانستانه لاس په سر شي؛ نو ګاونډيان به مو ژوندي له ستوني تېر کا او هغه پساتۍ به راباندې وکړي، چې په تاريخ کې هم چا له چا سره نه وي کړي؛ نو افغانستان ته هم بويه، چې د امريکې له دغه ستراتيژک تړون څخه اعظمي ګټه پورته کړي او داسې شرايط ورته وړاندې کړي، چې له امله يې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا که دوى وي او که نه تر ډېره او دايمي واکمنه او سالمه وي او زيانمنه نه شي، نو په هغه صورت کې به بيا ستراتيژيک تړون بريالى او د ولس د منښتې وړ وي او که چېرې دا خبرې په کې نه وي او يوازې د ولس زبېښل او کپرې ته يې بستره اچول وي؛ نو بيا خو معنا ښکاره ده.