د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان په برخليک ټاکونکې شېبو کې

سيدعاصم نږدې 14.04.2012 20:56

په رښتيني معنا دا مهال هېواد له حساسو شېبو تېرېدونکى دى او وينو، چې ټول ولس همدې شېبو ته په دقيقه توګه ځير دى او د خپلې ګاندې په لټه کې دى، چې پايلې به يې د افغانستان په خېر او ښېګڼې تمامې شي او که ستونزې او تاوتريخوالي به وزېږوي.
په دې معنا په دې وروستيو کې له يوې خوا له امريکې سره د ستراتيژيک تړون مساله ډېره توده شوې ده او له نښو نښانو ښکاري، چې ښايي افغان حکومت يې په ډېره نږدې ګانده کې ورسره لاسليک کړي، چې په لسګونو ډوله پوښتنې يې هم ولس او هم روڼ اندو ته زېږولي دي، چې دا تړون به څه ډول وي په کومو شرايطو به ولاړ وي او ايا د مشورتي يا دوديزې جرګې غوښتنې به په کې پلي کېږي او که نه په يخ ليکل او لمر ته اېښودل دي. له بلې خوا حزب اسلامي هم له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته لبيک ويلى دى او پتيېلې يې ده، چې نور جنګ جګړه کوم ځاى نشي نيولاى او په کار ده، چې بويه له حکومت سره روغه وشي؛ خو په کومو شرايطو او په څه ډول معاملو او درېيمه مهمه خبره، چې له ډېرې مودې راهيسې ورته ولس او چارواکي په تمه ول د سولې د عالي شورا د رئيس ټاکنه ده، چې پرون افغان حکومت په رسمي توګه اعلان وکړ، چې د دغه کمېسيون د مشر په توګه يې د برهان الدين زوى صلاح الدين رباني ټاکلى دى.
په دې اړه تر اوسه پورې د يو شمېر مشرانو او حکومت ترمنځ ناندرۍ روانې وې او ډېر ځله رسنيو دا خبره هم ويله، چې دغه پست ته د هېواد درې تنه پېژندل شوې څېرې هر يو پير سيد احمد ګيلاني، حضرت صبغت الله مجددي او صلاح الدين رباني کانديدان ول، چې په پايله کې يې صلاح الدين رباني د رئيس په توګه وټاکل شو، که څه هم ويل کېږي، چې د دغه غوراوي له امله پير ګيلاني او ډله يې ډېره خواشينې شوې ده او حضرت خو لا له وړاندې له ټولو دولتي دندو استعفا ورکړه؛ خو بيا هم ولسمشر او ورسره ډلې يې، چې په راس کې يې د ولسمشرۍ لومړى مرستيال دى د دغه کس په ټاکنه کې ډېر ټينګار او هلې ځلې وکړې او بالاخره صلاح الدين رباني رئيس شو.
اوس د درې واړو پېښو په اړه څو ډوله پوښتنې را ولاړېږي، چې دغه ستراتيژيک تړون، چې له امريکې سره لاسليک کېږي ايا د افغانستان د خلکو په ګټه دى او که په زيان او ايا ولس لا تر اوسه د دې خبرې منښتې ته چمتو دى، چې له امريکې سره ستراتيژيک تړون لاسليک شي؟ البته دا څرګنده خبره ده که چېرې په دغه تړون کې د دايمي اډو مساله مطرح نه وي؛ نو په دې کې هېڅ شک نه شته، چې دغه ډول تړونونه د افغان ولس په ګټه دي؛ ځکه له دې وړاندې هم له هند، بريتانيا، فرانسې او يو شمېر نورو هېوادونو سره داسې تړونونه لاسليک شوي دي او له ګټې پرته يې کوم زيان نه دى پېښ کړى؛ خو که د دايمي اډو خبره په کې مطرح شي؛ نو بيا هغه د افغان حکومت واک نه؛ بلکې د ولس واک دى، چې څه کوي او څه ډول تړون ورسره لاسليکوي. دويمه خبره د حزب اسلامي د خبرو اترو او سولې خبرې دي، چې له افغان ولس سره يې پيل کړي، په دې کې شک نه شته او د جګړو تجربو هم زباد کړې، چې د هرې خبرې او ناخوالې پايله اخر هم په خبرو اترو او روغې جوړې ختمه شوې ده؛ نو اسلامي حزب ته هم په کار دي، چې د سياست له همدغې زباد شوې تجربې څخه ګټنه وکړي او نور د خپل هېواد غېږ ته ځان را ورسوي؛ ځکه دا هېواد جګړې او بد مرغۍ ته نه بلکې سولې او پرمختګ ته اړتيا لري او دا يو طلايي چانس دى، چې نن نړۍ د افغانستان په ورغوي کې ده او په کار ده، چې د نړيوالو له دغه شتون څخه په استعماري توګه نه، بلکې پرمختګ او افغانستان د بيا رغاونې په توګه ګټنه وکړي او دغه نړيوال سياست د هېواد په ګټه وچورلوي نه د سيمې د هېوادونو او د هغوى د ګټو په موخه.
درېيمه خبره د سولې د عالي شورا د رئيس ټاکنه ده، موږ په دې بحث نه کوو، چې دا شخص څومره د افغانستان ولس ته د منښتې وړ دى او څومره به مناسب وي؛ خو اوس د دې وخت دى، چې نور د هېواد وسله وال مخالفين، چې په سر کې يې حزب اسلامي ده او د سولې زګنال يې هم ورکړى، نور مخالفين هم د دغې سولې له کاروان سره يو ځاى شي او هېواد د سوکالۍ او ښېرازۍ لپاره کار وکړي؛ ځکه ټک له دواړو لاسو خېژي نه له يو لاس څخه او نړيوال هم نور په دې قانع شوي، چې بايد د سولې خبرې اترې پيل، چټکې او ترسره شي او پايله يې بريالۍ وي؛ نو د سوکاله، ازاد او سر لوړي افغانستان په هيله.