د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ناټو په قصدي توګه افغانان په ترهګرو وژني

سيدعاصم نږدې 11.04.2012 22:36

ډېره د حيرانتيا او هېښتيا خبره ده، چې ناټو په ډېره بې مسووليتانه توګه څرګندونې کوي او وايي، چې د ترهګرو پسرلنيو عملياتو خبر نه شته. دوى په دې توګه غواړي نړيوالو ته ښکاره کړي، چې ګواکې دوى په افغانستان کې بريالي دي او دا دى ترهګر يې ځپلي او پر شاه يې تمبولي، په داسې حال کې، چې همدا پرون يوازې د رسمي او خپرو شويو رپوټونو له مخې کابو تر سلو زياتو کسانو ته د ځانمرګو بريدونو او چاودونو له امله مرګ ژوبله اوښتې او ډېرى يې لا اوس هم په روغتونونو کې د مرګ او ژوند په منځ کې ژوند کوي.
پرون په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونو ویندوی وويل، چې طالبانو د تېرو کلونو په شان تراوسه پورې پسرلنۍ حملې نه دي پیل کړي او داسې کومه نښه هم نه ښکاري چې هغوی دې د تېرو کلونو په شان د هوا له تودېدو سره بریدونه تېز کړي.
ده له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې، چې تېر ماښام یې وکړه، وویل:«تراوسه پورې د سخت دریځو له خوا د حملو د پیلولو یا تېزولو اعلان هم نه دی شوی، خو موږ د دوی تحرکات څارو. سږکال موږ دوی ته لا زیات ځیر یو.»
دغه ښاغلى د دې لپاره، چې ځانونه زمري او بريالي وښيي زياتوي، چې طالبانو خپل بریدونه د کوچنیو ډلو په وسیله پر یوه نیمه پوسته متمرکز کړي. موږ د دوی له لوري کوم لوی او منظم اقدام نه دی لیدلی.
ياد ښاغلى د طالبانو د ماتې او بې ځايه ګواښونو په اړه د تېر کال پېښو ته نغوته کوي او وايي، چې طالبانو تېر کال هم په ډېر ګواښ سره اعلان وکړ، چې دوى د بدر په نوم عمليات پيل کړي او ډېر ژر به يې په وسيله د نړيوالو ځواکونو او افغان حکومت ملا ماته کړي؛ خو بيا داسې ونه شول او ډېر لږ عملياتونه يې ترسره کړل؛ په داسې حال کې، چې طالبانو د دغه عمليات پايلې په رښتينې معنا هم ډېرې ګواښنې وې او ځینې ډېرې مهم هدفونه يې په نښه کړل لکه د امریکا سفارت، په کابل کې د بریتانیا کلتوري مرکز او ځینې نور ځایونه او پر دې سربېره يو شمېر دولتي لوړ پوړي چارواکي يې هم د دغه عملياتو قرباني کړل، چې په سر کې يې د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني هم يادولى شو.
اوس نو که سړى د ناټو د وياند دغه شان بې تفاوتانه څرګندونو ته ځيرنه وکړي ښايي دې پايلې ته ورسېږي، چې ناټو او امريکه په رښتيا هم نوره په افغانستان کې ماتې شوې ده او ځانته د تېښتې لار لټوي؛ په دې معنا چې دوى ښايي د ډېر محدود وخت لپاره طالبان او په ټوله کې ترهګر محار کړي وي، چې نور په افغانستان کې د تېر په څېر ګواښونکي او تباه کوونکې بريدونه ترسره نه کړي؛ ترڅو دغه ښاغلي نړيوالو ته په زغرده ووايي، چې دا دى موږ دوى محار کړل او نور د دې جرئت نه لري، چې پر افغانستان او يا هم په نړۍ کې په نورو کمزورو هېوادونو بريدونه وکړي؛ خو په داسې حال کې چې دوى له خپل ټول زر و زور سره يوازې د پاکستان د اى ايس اى مخه هم ونه نيولاى شوه ترهګري خو لا پر ځاى پرېږده؛ ځکه دوى ته دا زباد شوه، چې اسامه بن لادن په پاکستان کې کابو پنځه کاله تېر کړل او تر دا اوسه پورې د حقاني او دې ته ورته ترهګريزو ډلو سره د پاکستان لاس دى؛ خو بيا هم ناټو، چې په سر کې يې امريکه ده د دوى مخه ونه نيولاى شوه آن دوى يې د پاکستان له شمسي هوايي ډګره په ډېرې سپين سترګې وويستل او په کراتو کراتو يې د دوى اکمالاتي ټانکرونه وسوځول؛ خو بيا هم دوى يې پر وړاندې هېڅ ډول عکس العمل څرګند نه کړ او نن په ډېرې سپين سترګۍ وايي، چې د دوى پسرلني عمليات ناکام دي او يا يې درک نه شته.
که پر افغانستان د دغې تپل شوې جګړې له پيله تر اوسه سړى په دقيقه توګه ځيرنه وکړي، له بده مرغه دې پايلې ته به ورسېږي، چې په دې جګړې کې يوازې بې ګناه او مظلوم افغان ولس زيانمن شوى او در په در شوى، البته په دې کې شک نه شته، چې بهرني ځواکونه ترې هم په کراره پاتې شوي نه دي؛ خو ډېر زيان افغان ولس ليدلى، هم يې بهرني ځواکونه وژني او هم يې ترهګر او هم يې نړيوال هېوادونه په خپلو هېوادونو کې نه پرېږدي او څه و څه نومونه يې هم ورکړې دي؛ نو که خبره راونغاړو ناټو په حقيقت کې په دغه ډول خبرو سره غواړي، چې يو ځل بيا په لسګونو، سلګونو او آن زرګونو بې ګناه افغانان په وينو ولمبوي او خوشې په خوشې يې ووژني ، چې څرګنده بېلګه يې پرونۍ پېښې دي؛ نو افغان حکومت ته بويه، چې ناټو نور دغه ډول بېځايه څرګندونو ته پرې نږدي او نه پرې بې وزله افغانان د ترهګرۍ قرباني کړي.