د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امريکا افغانان په دوه لارې کې درولي

سيدعاصم نږدې 01.04.2012 10:52

په کابل کې د امريکې سفير وايي، که چېرته موږ لږ شانتې زړه تنګ کړو او ووايو، چې زموږ شاټينګې نور په افغانستان کې د ټينګې نه دي او دا سړه جګړه نوره په خپل حالت پرېږدو؛ نو لرې نه ده، چې پر افغانستان به يو ځل بيا القاعده واکمنه شي او ښايي په ډېر لږ وخت کې دا واګې په خپل لاس کې واخلي؛ خو غربي نړۍ ته په دې خبرې پوهېدل په کار دي، چې داځل القاعده يوازې امريکې ته نه، بلکې ټولې غربي نړۍ ته يو داسې ګواښ دى، چې ښايي دوى يې اټکل هم ونه کړاى شي؛ خو امريکا دا خبرې په داسې حال کې وايي، چې ټاکل شوې راتلونکي ميلادي کال کې خپل ډېرى محرب ځواکونه د افغانستان له خاورې وباسي او په همدې پار د دغه هېواد سفير سپارښتنه هم کوي، چې که چېرې له وخت مخکې خپل پوځيان وباسو؛ نو دا به يو لويه تېروتنه او بلکې ګواښ وي.

کراکر د خپلو خبرو د پخلي لپاره وايي، چې لا هم په افغانستان کې القاعده شتون لري او زموږ په عادي نغوته کېدلاى شي بېرته پر افغانستان د خپل واک پرده وغوړوي. د ده دغه خبره په لويديځ کې د افغانستان د سرحدي ځواکونو مشر جنرال عتيق الله امرخېل هم په يوه بڼه نه يوه بڼه تائيدوي او وايي، دا مهال زموږ له ځوانانو سره اوږه په اوږه بهرني ځواکونه مرسته او عمليات کوي؛ خو که چېرې دوى له موږ نه لاړ شي، نو لرې نه ده، چې يو ځل بيا القاعده پر افغانستان واکمنه شي او په ډېر لږ وخت کې د افغانستان چارې خپلې کړي.

اوس پوښتنه دا ده، که چېرې امريکا او ورسره غربي ملاتړو يې په رښتينې معنا په افغانستان کې د سولې راوستل او د ترهګرۍ ځپل او له منځه وړل غوښتل؛ نو ولې يې تر اوسه پورې دا کار ونه کړ او ولې يې ترهګري ونه ځپله؟؛ ځکه دوى خو نړۍ ته د دې خبرې زباتول غوښتل، چې افغانستان د ترهګرۍ ځاله ده او دلته داسې اور لګېدلى، چې نړۍ ارام ته نه پرېږدي په داسې حال کې، چې وروستيو څېړنو دا زباد کړه، چې آره ستونزه چېرته وه او د فساد اصلي جرړه څوک ده؛ خو بيا هم امريکا پرې غوږ ونه ګراوه؛ نه يوازې يې ځان پرې پوه نه کړ، بلکې د خاورې په څېر پيسې يې هم ور خوشې کړي او تر ستونې پورې يې په کې غرق کړل، چې د دوى پر وحشت او ماتې پرده واچوي.

که څوک د امريکې دغو څرګندونو ته په دقيقه توګه ځيرنه وکړو؛ نو ښايي لاندې پايلو ته ورسېږي، چې:

دا چې د نړۍ سياست او تجربو زباد کړې هره هغه جګړه، چې له لسو کلونو څخه اوږده شوې؛ نو هرو مرو د يرغل کوونکي هېواد پر ماته تمامه شوې او داسې دړې وړې شوى، چې بيا يې په پېړيو پېړيو کې هم خپل وزرونه نه دي راټول کړي، چې ښه بېلګه يې پخوانى د وخت شوروي دى؛ نو امريکا هم د دغو پاليسيو، سياستونو او تجربو په پام کې نيولو سره ښايي دې ته اړ شوي وي، چې نور په افغانستان کې له ماتې سره مخ کېږي او ښايي دا د خطر زنګ يې نور په غوږونو کې انګازې جوړې کړې وي، چې تل مدام هېوادونه له اقتصادي پلوه ماته خوري او دوى هم همداسې ده.

دويمه پايله ښايي دا وي، په دې وروستيو کې وينو، چې د افغان حکومت مخالف ګوند يا اپوزيسيون په ډېر کش او غورو فش کې دى او داسې انګېرې، چې ګواکې راتلونکې واکمني د همدوى ده؛ نه يوازې انګيري بلکې سل په سلو کې يې د ځان بولي او په رسنيو کې ډېرې داسې تبصري او بحثونه پرې کوي، لکه همدغو بادارانو»امريکايانو« چې ورته په غوږ کې پس پسې کړې وي، چې زړونه کښته و پورته نه کړې بس هر څه ستاسې دي او موجوده نظام بايد له منځه لاړ شي.
او درېيمه پايله دا، چې ښايي امريکا په موجوده حکومت او چارواکو دا سپارښتنه او ګواښنه کوي، چې نور د دوى له بيم څخه سرغړونه ونه کړي، که نه نو پر القاعده به يې وځپي او تياره يې ورته نېغه کښېنولې ده؛ خو له دې ټولو مواردو سره سره بيا هم څرګنده خبره دا ده، چې امريکا لا تر اوسه په افغانستان کې نه سوله غواړي او نه هم امنيت بس يوازې د خپلو ګټو پسې راغلې او خپلې موخې پلي کوي، که چېرې دوى په رښتينې معنا سوله غوښتى؛ نو لس کاله پوره او کافي وخت دى او دوى آن په نړيواله کچه ترهګري هم له منځه وړلاى شوه؛ خو نه يې کوي او نه يې زړه غواړي او په همدې پار يې په خپلو دغو ضدو نقيض څرګندونو سره افغانستان او افغانان په دوه لاري او پاڼ او پړانګ تر منځ درولي.