د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان دښمنان بيا د فډرالي نظام خوبونه ويني

سيدعاصم نږدې 24.04.2012 19:28

پخوانيو متل کاوه، په داسې بلا واوړې، چې... په غاړه راوړې، اوس د افغان حکومت هم د ځينو بې پرنسيپه او هېواد پلورونکو له لاسه له همداسې يوې ستونزې سره مخ دى، که د دغو ښاغلو پر وړاندې له تشنج څخه کار اخلي؛ نو بيا د نړيوالو له غبرګونونو سره مخ کېږي او که څه ورته نه وايي کرار کېني او خبرې يې ونغوږي؛ نو داسې کانې به کوي، چې افغانستان او ولس به په سپکو سپک او په ورک ورک کړي.
لا تر اوسه دا ولس په ټوليزه توګه د امنيت په غېږ کې نه دى ويده شوى، لا تر اوسه دې ولس د نړۍ له نيمه سيالو هېوادونو سره هم سيالي نه ده کړې، لا تر اوسه دې ولس ځينې کړۍ په دې نه دي قانع کړي، چې ښوونځى سوځل کفر محض دى، لا تر اوسه دې ولس هېواد دښمنه کړۍ په دې نه دي پوه کړي، چې ځانوژنه او ځانمرګي جهاد نه، بلکې الهاد دى او لا تر اوسه دې حکومت او دې ولس ډېرې داسې پوښتنې نه هوارې کړي او نه ځواب کړي، چې فډرالي غوښتونکي ښاغلي موږ له يوې بلې هايولا سره مخ کوي. اخر موږ او ولس نه پوهېږو، چې دوى څه غواړي، له چا کسات اخيستل غواړي او څوک د اور په خولې کې ورکول غواړي، ايا دا درې لسيزې وژنې، دا درې لسيزې معيوبۍ او دا درې لسيزې ګونډتون، بې کورۍ، در په درۍ، د کورنيو د غړو له لاسه ورکول او په لسګونو نورې ستونزې بسنده نه دي، ايا لا تر اوسه يې هم پرې زړه يخ نه دى او لا تر اوسه هم د فرعون په څېر د خدايۍ پر دعوو بوخت دي؟
ولس نه پوهېږي، چې دوى څه ډول سياست کول غواړي، پر چا حکمراني غواړي او چا ته حکومتونه غواړي، که خبره د اعتماد او باور وي؛ نو دغو ښاغلو خو پخوا هم واکمني کړې او پر چنګيزې حکومتونو يې خلک راضي کړل ول؛ نو بيا د څه شي امتحان کول غواړي او څه ډول اسانتياوې ولس ته راوړل غواړي، لا خو تر اوسه د خلکو شپږ او اوه کيلويي ميخونه نه دي هير شوي اونه يې هم د مړو نڅا له ياده وتې، لا تر اوسه يې د علم و فرهنګ د کور وينې نه دي پاکې کړي او نه يې هم د غازي ليسې له څاګانو څخه د مړو ککرۍ را ويستي، لا تر اوسه د کابل د ژوبڼ کيسه د ولس نه ده هېره، چې د زمري په خوله کې يې د خوراک پر ځاى بمونه ورکول او نه يې د شهيد ناهيد حماسه هېره شوې. نو بيا د څه لپاره حکومت، د چا حکومت او کوم ډول فډرالي حکومت.
عجيبه ده هم حکومت وهي او هم اپوزيسيون. پرون د بلخ والي په څرګندو الفاظو وويل، چې دى په هېڅ ډول دې خبرې ته چمتو نه دى، چې له امريکايانو سره ستراتيژيک تړون لاسليک شي او يا هغوى دلته دايمي اډې ولري؛ ځکه که چېرې حکومتونه حکومتونه وي او خپل واک و ځواک وپېژني؛ نو دوى هر څه کابو کولاى شي، په داسې حال کې، چې کابو تر لسو زيات کلونه کېږي، چې دا په خپله يو حکومت دى او د حکومت برخه ده؛ خو هېڅ داسې د پام وړ کار يې نه دى کړى، چې حکومت او ولس ته يې ګټه ورسي، البته د ځان لپاره يې ډېر کار کړى، پيسې يې پيدا کړي، د نړۍ په ښو ښو ګوټونو کې يې ځانته کورنه او سوداګريز مارکېټونه پيدا کړي او داسې په لسګونو نورې کيسې يې روانې کړي، آن په بلخ کې يې هم ښه شاهۍ ماڼۍ جوړه کړې، بس دى دى او دربار، مزې دې او چړچې، دا چې په ولس څه کېږي له هغه سره د ده کار نه شته او نه تر اوسه داسې انګيري، چې دوى ګواکې دې ولس ته د چوپړ لپاره راغلى.
په هر حال ولس هم منلې او حکومت هم منلې آن پرون پرې کابينې هم غونډه کړې او ګټې يې په ګوته کړې دي؛ خو دوى مخالفت کوي او وايي، چې بايد دغه سند لاسليک نه شي؛ نو که سړى د دغو ښاغلو خبرو ته په دقيقه توګه ځيرنه وکړي په خپله دې پايلې ته رسېږي، چې دوى هم د بوسو لاندې اوبه تېرول غواړي او که نن وي يا سبا د امريکې له سناتورانو سره د دې هېواد د خرڅلاو او وېشاک معامله کوي او د دغه مظلوم ولس پر مرۍ يو ځل بيا چاړه تېروي؛ خو په دې دې هم پوه شي، چې دا ولس اوس هغه پخوانى ولس نه دى او نه يې سترګې پټې دي، ځکه که کور وسوځېد نو ديوالونه يې هم پاخه شول، که ولس ووژل شو؛ نو خلک يې هم سياسيون شول او په دې پوهېږي، چې څوک د دې ولس خواخوږى دى او څوک يې ځپونکى.