د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اخر د دې غلاګانو او شوکونو ټغر به څه وخت ټول شي؟

سيدعاصم نږدې 28.04.2012 19:51

عزيز الله لودين هغه نوم دى، چې په دې وروستيو کې ډېر وځليد او د رسنيو پر مخ په کراتو کراتو راڅرګند شو، خو دا سړى چې کله هم را څرګند شوى؛ نو يوه د غلا، اداري فساد او يا دې ته ورته ناخوالې کيسه ورسره وي او داسې په ډاډه زړه او انقلابي انداز يې څرګندوي، چې ته وا دا ملک همده فتحه کړې، چې په رښتيني معنا تر ډېره همداسې هم ده؛ خو په دې نه دى خبر، چې يو مهال د همغه وخت لوى څارنوال، چې ښاغلى عبدالجبار ثابت و هم داسې ګواښونه او مېړانې کولې؛ خو نن د څو ټنګو په خاطر له تورو غرونو پناه شوې او څوک يې پاڼه هم نه اړوي، په دې هيله، چې د رسنيو په وينا دغه اتل هم له همداسې يوې ناخوالې سره مخ نه شي.
په هر حال ښاغلى عزيز الله لودين يو ځل بيا په فاتحانه انداز د رسنيو پر مخ را څرګند شو او دا ځل يې د هرات پر پخواني والي او اوسني د برېښنا او اوبو وزير باندې يې د سلو ميليونو ډالرو پيسو او ځمکې د غصب تور پورې کړ، تور ورته ځکه وايو، چې لا تر اوسه محکمو دا نه ده زباد کړې، چې دا رښتيا دي او که درواغ؛ خو د ده په وينا داسې کره شواهد او اسناد په لاس کې لري، چې آن چمتو دى ولسي جرګې، مشرانو جرګې، ولسمشر او که اړتيا پيدا شوه؛ نو رسنيو ته يې هم را ښکاره کړي، چې له امله يې اسماعيل خان غل او مجرم ثابتېدلاى شي؛ خو د هېښتيا خبره دا ده، چې تر اوسه پورې لا حکومتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي او يوازې د اسماعيل خان يو څو تنه ګوډاګيان دي، چې نارې او سورې يې جوړې کړي او وايي، چې لودين دې د خپلې دې خبرې په اړه شواهد وړاندې کړي او دا درواغ دي؛ خو په همدې حال کې ولسي جرګې هم د وزير په پلوۍ وړاندوينه کړې، چې لودين دې په دې اړه دوى ته هم شواهد وړاندې کړي، چې له امله يې ښاغلى وزير تورن وپېژندل شي، چې دوى يې قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.
په هر حال اوس پوښتنه دا ده، چې ولې ولسي جرګه دومره بې کفايته شوې او د ولس له رايو او برخليک سره يې لوبې پيل کړي؛ ځکه لودين ويلي وړاندې تر دې، چې ولسي جرګه ښاغلي اسمعيل خان ته رايه ورکړي ده ورته د نوموړي د غلا او اداري فساد اسناد ور لېږلي و او له هغوى څخه يې رسماً غوښتي ول، چې بايد ده ته رايه ورنه کړي او دى بايد لومړى خپله دوسيه پاکه او سپينه کړي او له ځانه سپينه ملايکه جوړه کړي؛ خو ولسي جرګې له دې ټولو خبرو سره سره بيا هم اسمعيل خان ته رايه ورکړه او هغه يې د واګ پر ګدۍ کېناوه؛ خو اوس د دې لپاره، چې د چا تر مسووليت لاندې رانشي او يا هم ځانونه ولس ته د زمزم پر اوبو لمبولي وښيي؛ نو نارې سورې يې پيل کړې دي، چې ښاغلى لودين بايد دوى ته اسناد وړاندې کړي، که خبره د اسنادو او شواهدو وي؛ نو لودين خو تاسې ته ډېر پخوا اسناد وړاندې کړي دي او تاسې يې په دې نزاکت پوه کړي واست هغه وخت مو ولې دا خبرې نه ويلې، چې اوس مو کش ورکړى؛ خو له دې څخه ښکاري، چې بيا هم يو شمېر ښاغلو وکيلانو جيبونه ډک کړي او... په دې کې شک نه شته، يو سړى چې د دې جرائت کوي او د يو نظام داسې قوي وزير باندې تور پورې کوي، چې هغه په خپله وزير نه بلکې يو رهبر او د دوى په وينا په زرګونو کسان شاته لري؛ نو په ښکاره ورځ کفن پر سر تړلو او دښمنۍ اخيستلو معنا لري؛ خو دغه ښاغلي بيا هم له دې ټولو خبرو سره سره جرائت وکړ او دا خبره يې ميدان ته را وويسته؛ نو له دې څخه ښکاري، چې ښاغلي لودين په رښتيني معنا د اداري فساد د له منځه وړلو او هېواد ابادولو پسې را اخيستې ده؛ خو خداى دې موږ ته همت راکړي، چې ترې ملاتړ وکړو او په رښتينو مسايلو يې ملا ور وتړو؛ ځکه دا هېواد نور سوکالۍ، ابادۍ او جوړولو ته اړتيا لري او نور نه غواړي،
چې څوک پر دوى جهاد خرڅ کړي او يا د مقاومت په نامه په کراتو کراتو قربانۍ ورکړي. له دې وروسته حق بايد حقدار ته وسپارل شي او کار ته اهل کار راشي او نور د هغو نومونو تلسمونه مات شي، چې تر دې دمه تقدس بلل کېدل، په داسې حال کې، چې په لسګونو فتنې او... په کې خښې او ورکې دي.