د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بودجې ته رايه نه ورکول که ولس سوال ته کېنول؟

سيدعاصم نږدې 25.03.2012 21:59

کله کله د سړي له خپل ولسه هم ګيله وشي، چې ولې يې داسې ستونزې پر ځان لورولي، چې اوس يې نه دوى په علاج پوهېږي او نه هم بل څوک؟ خبره د ولسي جرګې د استازو ده، موږ تر اوسه پورې دا نيوکې کو، چې دا حکومت زموږ د خوښې حکومت نه دى او له بده مرغه د بل چا له خوا را باندې تپل شوى دى؛ خو که د موضوع روح ته ځير شو؛ نو بيا خبره اپوټه ده؛ په دې معنا چې هم موجوده حکومت ته او هم موجوده پارلمان ته همدغه ولس رايه ورکړې ده، ځان يې ذليل کړى؛ خو دوى يې تخت نشين کړي دي او د واک معراج ته يې رسولي دي، چې له بده مرغه نن ترې همدا ولس پوزې ته راغلى، کله له حکومته او کله هم له پارلمانه ګيلې کوي او له امله يې ګرېوان څېروي؛ خو دا نه وايي، چې خود کرده را نه درد است و نه درمان؛ ځکه چې څه کرې هغه به رېبې او څه چې په ديګ کې دي هغه به هرو مرو کاسې ته هم راځي.
خبره به په پارلمان را نچوړه کړو؛ سره له دې، چې زموږ درانه وکيل صاحبان ځان د همدغه ولس استازي او برخه بولي او په ظاهري وينا يې ځان په غم کې غمجن او په خوشحالۍ کې خوښ بولي داسې ناکردې يې په دې ولس پيل کړي، چې تاريخ به يې قضاوت په ډېرو کريحو الفاظو وکړي او داسې هينداره به يې مخ ته ونيسي، چې د دوى ترې هم کرکه او وېره وشي. په دې معنا دا سمه ده، چې په موجوده وخت کې به د ګوتو په شمار کسانو د خاورو غوندې پيسې او مال حال پيدا کړې وي؛ خو په ټوليزه توګه خلک بيګاه ته د ډوډۍ لپاره حيران دي او نه پوهېږي، چې له کومه به کېږي او څنګه به کېږي، آن د دغې لوږې له لاسه د افغانستان يو شمېر داسې قومونو هم د ملي پوځ په ليکو کې يو ځاى شوي، چې تر پرونه پورې يې د حکومت هېڅ ډول اوامرو ته غاړه نه اېښوده، دا سمه ده، چې دا يو مثبت ګام دى؛ خو اره موخه د لوږې او فقر ده، چې خلک تر دې اندازې پورې له خپل غروره او... لوېدلي دي، دا مهال د افغانستان ډېرى وګړو کلى او کور پرېښى، د ځمکو له کر کېلې څخه يې لاس اخيستى او په ښارونو کې يې په دې نيامت اړولي، چې ګوندې يوه ګوله ډوډۍ د خپلو بچيانو لپاره يا د ملي پوځ په ليکو کې او يا هم د حکومت په بېلابېلو اداري کارونو کې پيدا کاندي؛ خو له بده مرغه بيا زموږ ښاغلو وکيلانو د حکومت د چارواکو پسې داسې چړې او تورې را اخيستي، چې نه يې دوى خپلو کارونو ته پرېښودل او نه يې هم د ولس له غمه وژړل، بس چې کله هم وګورې دوى به يوه نه يوه ناخواله نوې پنځولې وي او ولس به يې په دوه لارې کې ودرولى وي، چې که يوه يې ترسره کوې؛ نو پښتو خرابېږي او که بله يې منې؛ نو له لوږې مرې. د همدغو ناخوالو په لړ کې دا دى يو ځل بيا يې بودجې ته مخه شوې ده او چې کله هم وګورې دوى رد کړې وي او چې د لامل پوښتنه يې وکړې؛ نو د نويو پروژو زياتوالى او د سليقو برابرول وي. دا سمه ده، چې بودجه به هم يو شمېر ستونزې ولري؛ خو د دې معنا دا هم نه ده، چې زموږ دغه ښاغلي وکيلان دې يې همداسې ردوي، ځکه د رسمي څېړنې له مخې دا مهال افغانستان په سلو کې يوازې اته پنځوس سلنه عادي بودجه د عوايدو له لارې چمتو کولاى شي دا چې پراختيايي بودجه او څه و څه له کومو لارو چمتو کېږي؛ نو سړى دې ته اړ کېږي، چې ووايي د بهرنيانو دې کور ودان وي؛ خو زموږ درانه وکيلان بيا هم دغو ستونزو ته پام نه کوي او په خپله خره سپاره دي او وايي، چې دغه نيمګړتياوې بايد بشپړې شي، چې دا دى د دوى د دغه لورينې له برکته د افغانستان ډېرى دولتي کارکوونکي د تېر کال د حوت د مياشتې له معاشه بې برخې دي او که همدا حالت روان وي؛ نو د حمل په مياشت کې به هم له دغه نعمت څخه بې برخې شي او هغه مامورين، چې پاک زړي دي او په خپل ناچيزه معاش يې بسنه کړې؛ نو د دې شونتيا لري، چې په نږدې ګانده کې د سوال لاسونه اوږده کړي، چې هم به يې پښتو، هم به يې افغانيت او هم به يې له اسلامي آرونو څخه سرغړونه کړي وي، چې دا ټول د همدغو ښاغلو د لورينو برکت دى؛ نو که چېرې زموږ دا ښاغلي وکيلان ولس ته جزا ورکول غواړي، نو همدومره جزا د ولس بس دى، چې دوى ته يې رايه ورکړې ده؛ نور يې بايد ونه زوروي او نه يې دې ته اړ باسي، چې د تېر په څېر يو ځل بيا خپل اولادونه د ليلام لپاره بازار ته را وباسي.