د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل یاد

محمود نظری 21.03.2012 20:50

طنز

 

چي راغلی یم لندن ته وتلې مې ده خوله

چې را یاد سي د کابل اب وهوا او  خواړه

جار د کابل دډک نسی کاهو او ګندنې سم

جار لکه ګندنه  دکرزی د ژیړی کابینې سم

اوس افغانان کری په یورپ کې ګندنه
خو کله لري هغه خوند او هغه ډول مزه
له پټي شکول تر منځ يې بټه ګوته تیرول
بې پریوللويې څه مزه کوله په خوله منډل
جار د کابل سم دا د هغه وچه کلکه چکه
چي په بوجیو کې پرخرو راتله تر شوربازاره
ددې ځای د بوتلو خوند نه کوي نری چکه
ورسره لکه شورا ګډه نه ده خاوره و چونه
ډیر مي یادیږدي سپينی د لاندي کترې
چي په یوه ګوله به يي یو لیدل کیدل درې
دلته به خوند وانه خلې د تورو وچوکترو
ځکه لکه قضا نه ده بی بویه او وچو چنجو
دلته هر وخت بانجڼ سته او تازه بینډۍ
میرمن می لیونی ده د وچوباڼجواو بینډۍ
کله به مهاجر په ښو خوړو وباسي ارمان
چي میرمن يې تل یادوی چکه او وچ باڼجان
دلته پر دستر خوان ګندنه او چکه تل یادیږي
په یادولو يې تل ناخبره ماشومان ژړیږي
چې راټوله سي په رخصتي ټوله کورنۍ
را په یاد مو سي دوطن هغه ګډوه او بدنۍ
رنګارنګ خواړه وي پراته پر دسترخوان
انا په ساندو تل یادوي د وطن وچ باڼجان
ټوله ماشومان د انا سره سوې نارې کړې
په پلو ، چلو او کباب مو سترګې سرې کړې
اخیر موټکټ واخیست مخ په کابل سو روان
چې د کابل په خوړو او اب وهوا وباسو ارمان
په میدان کې راته منتظر وه ټوله دوستان
ښځې ، لویان ، د ګمرک مامورین او پنډیان
هر یوه خپل لورته د بکسو په کشولوکشولو
په دې چې هر یو سوغات غواړي نه پوهیدلو
یوه شپه مو لا خوند نه وه اخیستی د ا ب و هوا
په سباټوله نس او خوله سو وي دي ډیره حیا
په شخصی روغتون کې یې بستر کړو یو کتار
ډاکټر ویل هر یو چي راسي ددې ځایه ځي بیمار
پام چي بهر ونه وځي اوتنفس نه کړئ دکابل هوا
په اوبو يې لاس و مخ پری نه ولی پسله دی بیا
پام چي ونه خورئ غوښه، کترې اوګنډنه
چکه ،مستی ، اوبه او نه هم میوه او سالاته
یوه اونۍ مو تیره کړه هلته په سیروم او شوله
د هر شی په لیدو مو حیا دی وی خوا ګرځیده
بیرته په ارمان ولاړوله روغتونه سیده لندن ته
دوستان مو راغله په روغتون کې دیدن ته
ټولو اغوستی سپینی چپنې دسکشی او ماسکونه
لکه د اوبا دنا درملو ناروغانو چي کوی پوښتنه
چې بیرته راغلو کور ته شکر مووکړ د سبحان
نور مو هیر کړ د وچو بینډیو اوچکی داستان
اوس دعا کوو دکابل اب و هواته پر دسترخوان
کاشکی دداړه مارو هډه نه وای ارګ او پارلمان
***
اې مهاجرو شکر کوی او څه هم سکاسه
مه وهی په دسترخوان باندی کاسه په کاسه
یاد کړی خوار وطندار،مه کوئ ډیر اصراف
له امریکا زده کړی له فلسطین لپاره انصاف
مه غواړه له داړه مارو ابادی او عدالت
چې تورن اسمعیل ته بیا بیا ورکوی وزارت