د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څومره سپکاوى او څومره بښنې؟

سيدعاصم نږدې 21.02.2012 18:33

د ايساف سرتېرو د قرآن کريم په ګډون زياته اندازه ديني کتابونه له منځه وړي دي؛ خو دغه کار په هېڅ صورت قصدي نه وو.
پورته خبرې د ايساف سرتېرو د مشر جان الن خبرې دي، چې د اسلامي نړۍ او په ټوله کې د بشريت د ستر کتاب قرآن عظيم الشان د سوځولو په پار يې کړي دي او په ډېر بې شرمانه توګه يې داسې بخښنه غوښتې، چې ته وا لا اوس هم پر قرآن او پر نورو ديني کتابونو او مناسکو ملنډې وهي. دغو يرغلګرو او زبېښاکګرو تر دې دمه پر افغانستان سربېره د نړۍ د ډېرو هېوادونو د بې ګناه او بې وزله خلکو وينې وبهولې، ويې زبېښلې او آن هډونه يې ورته وشپېلل، د تور پوستي او سپين پوستي په نامه يې نړۍ دل و دول کړه، د اسلام او کفر په نامه يې خورا ډېر کسان له تېغه تېر کړل او د ترهګرۍ د شعار انګازۍ يې د اسلامي نړۍ ډېرې ککرۍ وخوړې، چې تر اوسه پورې چا اوف قدرې هم ورته ونه کړ؛ ځکه دوى هم نن سبا د فرعوني او تاغوني څېرو رنګ خپل کړى دى او بشريت ته د چوپړ تر سرليک لاندې يې د بشر بربادۍ او ورکاوي پسې را اخيستې ده؛ خو دا چې څه وخت به دوى خپلو موخو ته ورسېږي؛ نو پر هغه الله خبر دى، خو پر دې دې ځان پوه کړي که چېرې خداى پاک د فرعون په څېر، د يزيد په څېر او آن د اوسنۍ نړۍ د انګريز او روس په څېر لښکرونو خوله پر خاورو موښلاى شي؛ نو دوى هم د قارون په څېر له خپلې پانګې سره په خاورو ننويستى شي، خو وخت ته دې ګوته په غوږ وي.
په هر حال د بهرنيو ځواکونو د وحشت او دهشت په سلسله کې دا دى تېره ورځ يو ځل بيا د بګرام په زندان کې پر يو شمېر اسلامي ديني کتابونو سربېره د اسلامي نړۍ لوى او ستر کتاب قرآن عظيم الشان ته اور واچول شو او دوى خپل دغه کار په ډېرې مېړانې سره د رسنيو پر مخ څرګند کړ، چې وروسته د دوى د مشر له خوا يوازې د افغانانو د وينو توييولو په څېر يو عادي کار وبلل شو، چې پر بخښنې سربېره يې بيا هم د غولونې او بې تفاوتۍ لار خپله او د پلټنې ژمنې يې وکړې؛ خو لا په دې نه دي، خبر چې د دغه ستر کتاب د ساتنې او پالنې ژمنه په خپله الله جل جلاله هو پر غاړه اخيستې ده او دا يې ويلي، چې هر څوک د دغه کتاب سپکاوى وکړي؛ نو دى به د هغه سپکاوى کوي او هم به يې په دې نړۍ او هم به يې پر هغې نړۍ سزا ويني، چې که د خداى رضا وه نو ډېر ژر به يې نښې نښانې او د زوال شپې ووينو.
البته دا لومړى ځل نه دى له دې وړاندې هم څو څو ځلې د دوى د مشرانو له خوا داسې بې خونده او د انسانيت ضد کړنې ترسره شوي، چې لوى خداى په شکل د اشکالو دوى ته ښودلي؛ خو دې ګمراهانو پر ځان نه دي راوړي او نه يې زړه ته نيولي دي. هغه تن چې د اسلام د ستر لارښود حضرت پيغمبر صل الله عليه وسلم کاريکاتور انځور کړ؛ نو لږ وخت وروسته پرې څه نخرې وشوې او څومره يې په دې نړۍ کې وشرماوه. خو بيا هم دوى لا په زړه کې نه ده اچولې او نه داسې فکر کوي، ګرم هم نه دي، ځکه د دوى لپاره يوازې همدا نړۍ ده او د شرک مينځل په زمزم اوبو هم نه پاکېږي، ترڅو چې ورته لوى ذات هدايت ونه کړي، دوى به همداسې ورځ تر بلې په ګناهونو کې ډوبېږي او ورکېږي.
قرآن عظيم الشان د ټوکو او ملنډو کتاب نه دى او نه پرې څوک ملنډې وهلى شي، هغه چا چې پرې ملنډې وهلي حالت يې موږ په خپلو سترګو ليدلى، چې په ډېر لږ وخت کې له زوال سره مخ شوي، ښه بېلګه يې پر افغانستان د سرو لښکرو يرغل او ديني مقدساتو ته سپکاوى وو، چې نتيجه يې څه شوه او کومې ورځې ته ورسېدل، که د دوى له خوا همداسې وحشت او بربريت دوام ولري؛ نو لرې نه ده، چې دوى به هم له همداسې کړنو سره مخ شي او بيا به د ... په څېر ګوتې مروړي خو څه به يې له لاسه نه کېږي.
افغان ولس او حکومت ته په کار دي، چې نور دوى ته د دوست او خواخوږو هېوادونو په سترګه ونه ګوري او هر څه ورسره ډانګ و ډبلۍ کړي او په دې يې وپوهوي، چې ولس د دوى د کړنو له لاسه نور پوزې ته را رسېدلى او دې ته په تمه دى، چې څه وخت يې پر وړاندې ملي پاڅون وکړي، نور دې دا ولس پر خپل حال پرېږدي او سپکاوى دې ورته نه اړوي او که چېرې يې دا وحشت همداسې دوام ولري؛ نو لرې نه ده، چې دوى به د يو مهال د زبرځواکو، ځواکونو په څېر په ګونډو او په شرمېدلو سترګو له دې هېواده ووځي.