ددولت دلسو کالولاس ته راوړینې
25.01.2012 19:57طنز
دځان په ګټه پچه یې چارډانګه سیستم کړ
بهرنی فرهنګي لاس منډون يي په میخ قایم کړ
حکومت يي هم له ځان سره ګرده الم غلم کړ
افغان ولس یې په قصده ښه خولم پلم کړ
د وچکه غلو وجدان يي هم خراب له سرولم کړ
پارلمان يي راته غوره دپردو د نیکوسپلم کړ
د شین زمری پر ځای يی مشر راته خړ سپېرلم کړ
ټوله پاخه مورزاده لوچګان یی سیاسیون کړه
هم یې واک ورکړ هم یې خره اپوزیسیون کړه
اتل ملی خاینان یې په ډلو ټپلو کي سره یون کړه
چکه چوران یې غړی دفساد دلوی کمیسیون کړه
هردوره يي یوازی په ټپوسانو کې ادلون بدلون کړه
ددیموکراسی په نامه یې تیر په ولس د ظلم علم کړ
د شین زمری پر ځای يې مشر راته خړ سپېرلم کړ
سوچه افغانان یې له کاروپه سوټیانو ورک کړه
جانیان ا وزانیان بیرته دولس پاخه ملک کړه
دفحاشی ا وفساد يې وزارتونه سم ډک کړه
وطنپرستان یې ټوله زښت سپانده او سپک کړه
شریف کارمندان يي ټوله سره غلا غوندک کړه
معرفی يي ولس ته هر تیارخور لکه دپسه لم کړ
دشین زمری پر ځای يې مشر راته خړسپېرلم کړ
په زرونو يي بې پاسپورته د فرودس جنتیان کړه
په وطن کې یې ډانګاییان ټوله ستر جنرالان کړه
خلک يي دازادبازار په نس ناستی پریښان کړه
دکرزی اوفهیم وړونو بانکونه له ورځی تالان کړه
په ښه عدالت يي ښه خلک ښه رذیلان کړه
د سلم په نامه يي د ولس په نصیب ډیر اظلم کړ
د شین زمری پر ځای يې مشر راته خړسپېرلم کړ
په کږو کړو يې سم ملیتونه سم سره وران کړه
بوچغړی یې د خوار ملت په سر وتلی مشران کړه
د انسان په غوښه يي روږد کوڅه ډبه سپیان کړه
سپاهیان یې د بهرنیو بازانو پک سری ټپوسان کړه
په دې لاس ته راوړونو يي افغانان ډیر ښه ودان کړه
عدالت یي په هیواد کی تر بیخه غیب عالم کړ
دشین زمری پر ځای يې مشر راته خړ سپېرلم کړ
خولم پلم ( په وینو ککړ) ، سپېرلم (ګیدړ) ،سرولم ( له سره تر پښو) ، الم غلم ( مفسید)،غیب عالم( ورک ، پیریان) ، سپلم( چغلګر)، علم ( جنډه)، بوچغړی( د ځیناور د ویرولو لپاره په باغ کی کالی ځړول)، ګټه پچه( ګټه وټه)، چارډانګه ( څلورخواوی )