منیستان
04.01.2012 18:08طنز
دلته هر سړی دی پوره یومن
زه من ته من هغه هم دی من
ټول منان دی سیاستمداران
واړه د سیاست دی شوقمن
چي خبره له خولې سر راباسي
درته راچپه کوی چرچیل او ترومن
په سیاست کې لینګته اچوي هیتلر ته
اسمان ګزوي په سترګوهر پمن
په دین کې یې مولویان شاګردان دی
په عمل کې دي تر ټولو بدلمن
ددین ښه روان واعظان دی
په فساد تر ټول دی خوښمن
په فساد کې ددنیا اول لمبر دی
بیا هم په لاری رهی وی خیالمن
ټول د خبرو پهلوانان دی
په عمل خپله دی شکمن
د جهاد په خبرو کې زمریان دی
په نورو ساتي خپل مور دوطن
دا وطن به تر هغه جوړ نسي
چې خلک يي کم نسي تر من
دا خلک دی خدای روغ کړی
سکټ لیونی دی دپردو دی ګېله من
کله به سي سوله دلته ډاډمنه
چې چکه چور برزګان نه غواړي امن
خدای دی داچور لیوني کړي روغ
چي پيدا نسي په وطن کې یو من