د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تالي څټه نن يې خوند وڅکه

سيدعاصم نږدې 27.11.2011 18:48

زموږ د سپېڅلي دين ستر سالار حضرت محمد مصطفىﷺ فرمايي: هر هغه څه، چې ځانته خوښوې نورو ته يې هم خوښ کړه او له هر هغه څه څخه، چې ته ډډه کوې نورو ته يې هم مه لوروه؛ په دې معنا که چېرې ښه خواړه، ښه پوښاک او کالي د ځان لپاره خوښوې نو نورو ته يې هم خوښ کړه؛ خو هر هغه شى، چې ستا نه خوښېږي او ځان ترې لرې ساتې او ستا په نظر ښه نه دى؛ نو هڅه مه کوه، چې نورو ته يې ورکړې، ځکه ستا دغه ډول کار صدقه نه؛ بلکې له يو څيز يا کار څخه د ځان خلاصول دي.
له بده مرغه په دې وروستيو کې وينو، هر هغه څه، چې زموږ ګاونډي هېوادونه پاکستان او ايران د ځان لپاره خوښوي او ترې خوند اخلي، هغه په نورو نه لوروي او هڅه کوي، چې خپلو ګاونډيانو په ځانګړي توګه افغانستان ته ټول عمر خپل پاتې شونې او فضوله ورکړي. پاکستان تل په دې هڅه کې دى، چې افغانستان دې د دوى احتياج او محتاج وي او هغه څه ورکړي، چې الله او رسول ترې منع کړي دي.
دا سمه ده، چې دوى ځانته مسلمان هېواد او مسلمانان وايي؛ خو که په ډېرى مواردو کې کړنو ته يې سړى په دقيقه توګه ځيرنه وکړي؛ نو د اسلام او شريعيت له هېڅ ډول ارونو او اصولو سره سر نه خوري او نه په کې د اسلام څرک څوک موندلاى شي، البته زموږ موخه هېوادونه دي نه يې ولس.
په هر حال که سړى ډېر لرې لاړ نه شي او د افغانستان دوه يا درې لسيزې تاريخ ته سر ورښکاره کړې او پاڼه پاڼه يې په دقيقه توګه وګوري، نو هرومرو به يې د افغانستان د ګاونډيانو په ځانګړي توګه ايران او پاکستان هغو ناکردو ته پام واوړي، چې په دې درې لسيزو کې يې پر بې ګناه او مظلومو افغانانو کړي، له يوې خوا يې د دوى عزت او ناموس په بازارونو کې ليلام کړى، ملنډې يې پرې وهلي او ځواک، هستي او نيستې يې ورته تروړلې او له بلې خوا يې بيا پرې سوداګري کړې، کله يې پر يو بهرني ښکېلاکګر او زبېښکاکګر پلورلى او کله يې هم بل ته په ټوکرۍ کې اچولى او د ترهګر په نامه يې ور پېژندلى. دا سمه ده، چې په ټولې نړۍ کې د حکومتونو پر وړاندې کله ناکله ولس را پاڅېدلى او بغاوت يې کړى؛ خو د دې معنا دا هم نه ده، چې هغوى په خپله پر ځان معامله يا سوداګري کړې او د ده او هغه په اشارو يې خپل ملک له خاورو سره خاورې کړې، همدا اوس موږ په عربي نړۍ کې څو داسې هېوادونه موندلاى شو، چې د خپل نظام پر وړاندې يې پاڅون کړى او غواړي، چې دوړه يې کړي؛ خو هېڅکله بل يرغلګر ته د دې اجازه نه ورکوي، چې په خاوره کې يې لاسوهنه وکړي او يا يې څوک پر سر سودا وکړي؛ خو له بده مرغه پاکستان او ايران له موږ سره همداسې وکړل او لا دوام لري کوي يې، موږ په دې درې لسيزو کې په ميليونونو شهيدان، معلولين او معيوبين د همدغو ګاونډيانو له لاسه ورکړل، ماشومان مو بې پلاره او بې تعليمه شول، ښځې مو کونډې او بورارې شوې او لا دا لړۍ روانه ده، هره ورځ په لسګونو شهيدان، معلولين او معيوبين په دې هېواد کې زياتېږي، چې ار لامل يې بيا هم پاکستان دى؛ ځکه همدوى بهرنيو ځواکونو ته اجازه ورکړه، چې له خاورې يې پر افغانستان يرغل وکړي او افغاني نظام ړنګ کړي، چې همداسې وشول او په سونو کسان بيا هم شهيدان او يا معيوب شول، په لکونو او ميليونونو مالي زيان هم عادي وګړو او هم سوداګرو ته واوښت، چې تر نننه پورې يې ټنګه قدرې هم نه ده ترلاسه کړې؛ خو هغه ټول عادي خبره وه ځکه د دوى په اصطلاح افغانان ورسره بلد شوي او دا موږ ته عادي خبره ده؛ خو نن، چې همدا حالت په دوى راغلى او ډېر کم د ګوتو په شمار تالي څټي پنجابيان يې دل و دول شول؛ نو نن افغانستان يو غلام او... هېواد دى او بويه پر وړاندې يې پاکستان احتجاج وکړي، د يو مسلمان په توګه د بل مسلمان وژل افغانانو ته هم د خواشينۍ خبره ده او موږ پرې خواشيني يو؛ خو وايي ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي، تر اوسه دوى د بې ګناه وګړو د وژنې، ظلم، تېري او... خوند نه وو ليدلى او نه يې د خپل ولس مظلوميت ليدلى و، اوس به پوه شي، چې ظلم څه ته وايي او مظلوميت څه ته؟! دوى چې نن پر افغانستان دا نيوکه کوي، چې دا ... دې در کنټرول کړه؛ نو وړاندې تر دې يې ولې دا فکر له ځان سره نه کاوه، چې دا ښاغلي چا راوستي او د زېږون ار لاملين يې څوک ول؟! کله چې مو اشرپۍ په خوله کې اچولې نو ښه خوند يې در کاوه؛ خو چې نن د افغان د يوې وړې برخې په برخليک اخته شوې؛ نو زور يې در معلوم شو. پښتانه خو هسې متل نه کوي، چې څه کرې هغه به ريبې.