دوديزې لويې جرګې هم د امريکې له ستراتيژيک تړون سره هوکړه وکړه
19.11.2011 16:08له څو مياشتو راهيسې هم په رسنيو او هم په رسمي او نا رسمي غونډو کې له امريکې سره د ستراتيژيک تړون په اړه تودې خبرې کښته و پورته کېدلې، چا تائيدولې او د افغانستان لپاره يې بيا هم يو طلايي چانس باله او چا ردولې او په اړه به يې ډېرې بدې او ردې خبرې کولې.
هغه کسانو چې دا خبرې تائيدولې د هغوى نظر دا و، چې که چېرې امريکه او ملاتړي يې په ٢٠١٤ کال کې افغانستان يوازې پرېږدي او خپله بارو بستره بار کړي؛ نو شک نه شته، چې افغانستان به يو ځل بيا د کورنيو جګړو او ورور وژنې خوا ته سوق شي او هر څوک به ځان ته واکمني او خپل نظام ولري، واحد نظام به له منځه لاړ شي او د پخوا په څېر به بيا هم ملوک الطوايفي حکومتونه رامنځته شي؛ خو دا ځل به له پخوا څخه هم ډېره ګواښونکي وي؛ په دې معنا چې له يوې خوا به د ژبې او قومونو ترمنځ جګړه پيل شي او له بلې خوا به ګاونډيان هم خپل هغه لس کلن زړه پر افغانانو تش کړي، چې امريکې او ملاتړو ته يې په خپله خاوره کې ځاى ور کړى و او په يوه بڼه نه يوه بڼه يې پر دوى فشار راوړى او يا يې هم په ځينو حالاتو کې پرې بمبارۍ هم کړي؛ نو ځکه د امريکې شتون په افغانستان کې د څه وخت لپاره ښه دى، چې له يوې خوا زموږ اردو، زموږ پوځ وروځي، زموږ سرحدونه له ترهګرو او ... څخه خوندي کړي او له بلې خوا يې هېواد ته مادي ګټه هم خورا ډېره ده؛ په دې معنا چې په ځينو مواردو کې کېدلاى شي له موږ سره مرستې وکړي او زموږ کمزورى اقتصاد پر پښو ودروي او په عين حال کې د افغانستان ګاونډيان او په ټوله کې ټول هغه اخلالګر، چې غواړي په يوه بڼه نه يوه بڼه افغانستان تر خپل ښکېلاک او زبېښاک لاندې راولي څخه به هم په وژغوري او د پرديو لاسونه به نور لنډ کړي؛ خو هغه کسان چې بيا له دې جرګې سره يې مخالفت څرګنداوه د دې ټولو خبرو په ردولو سره يې دليل وړاندې کاوه، چې امريکې په دې لسو کلونو کې کوم داسې بنسټيز کار د افغانستان لپاره وکړ، چې له دې وروسته يې وکړي، دوى وايي کله چې امريکه افغانستان ته راغله؛ نو ورسره سم د افغانانو تباهي او بربادي هم پيل شوه؛ په دې معنا د خلکو په کورونو يې د شپې له خوا چاپې واچولې، د خلکو ناموس، غيرت او مېړانې ته يې سپکاوى وکړ، عملاً يې اداري فساد او په کورنيو چارو کې لاسوهنې ته زمينه مساعده کړه؛ بلکې نه يوازې يې زمينه مساعده کړه خپله يې هم په کې لاس درلود، همدا اوس دوى د دولت وسله والو مخالفينو ته وسلې او مهمات ورکوي، چې څو څو ځلې يې دغه راز هم ولسي جرګې او هم مشرانو جرګې په ډاګه کړ؛ خو دوى ورته يوازې د سهوې نوم ورکړى، دغه راز د افغانانو خوشحالۍ او ښادۍ يې په غم بدلې کړي، چې ډېر ځله يې هغوى ته د تروريست او ترهګر نوم ورکړى؛ خو چې کله پرې نيوکې زياتې شوي؛ نو د پلټنو پلمه يې کړې او وروسته يې بيا د بخښنې په څرګندولو سره د يو افغان وينه په څو ټنګو اخيستې ده او داسې په لسګونو نوروې خبرې، چې د دې ټولو زغمل نور د افغانانو له وسې وتلي.
دوى زياتوي حقيقت دا دى، چې امريکا د افغانستان د بيا رغاونې او ترهګرۍ د منځه وړلو لپاره نه ده راغلې؛ بلکې غواړي، چې د سيمې هېوادونه او خپل سيالان په ګونډو کړي، چې دا ټول له افغانستانه په ډېرې اسانۍ او خورا سهولت سره کېدلاى شي.
په هر حال دا او دې ته ورته خبرې خورا ډېرې تبادلې شوې دي او لا کېږي؛ خو د دې ټولو خبره او تحليلونو غوټه پرون بشپړه شوه او دوديزه لويه جرګه ترسره شوه، په جرګه کې راغلو استازو هم د امريکايي اډو شتون يوه اړتيا او چانس وباله؛ خو شرايط يې هم له ځان سره لرل، په دې معنا چې امريکا نور حق نه لري، چې په افغانستان کې خپل زندانونه ولري او نه هم دا حق لري، چې د شپې له خوا او يا هم د ورځې له خوا په خپل سر په کورنو خپلسري عمليات وکړي او يا ځينې سيمې بمبارد کړي، دوى اړ دي، چې د افغانستان قوانينو ته درناوى وکړي او هر عمل، چې ترسره کوي بويه، چې له افغان حکومت سره يې په سلا مشوره ترسره کړي؛ ځکه دوى د افغانستان په قوانينو او دودونو لا تر اوسه پورې خبر نه دي، نو دوى ته بويه، چې خپلسري کارونه نور ترسره نه کړي.
په هر حال دې جرګې ته ولس له مودو راهيسې د انتظار او هيلې سترګې په لاره نيولې وې او لا تر اوسه په دې تمه دي، چې ښايي د دې جرګې په ترسره کولو سره نور د امريکايانو او ملاتړو له وحشت او بربريت څخه خلاص او په امن کې ژوند وکړي، دا چې دا خبرې به څومره پر واقعيت ولاړې وي او څومره به د مظلومو او ځپل شويو افغانانو هيلې په رښتيا بدلې شي هغه به وخت ثابته کړي.

