د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډيموكراسي او خپلواكي

عبدالروف قتيل خوږياڼى 28.08.2011 23:12

يو شمېروگړي په دې اند دي، چې ډيموكراسي او خپلواكي دواړه يوه معنا لري، خو  خبره داسې نه ده. مطلقه ډيموكراسي مطلقه خپلواكي نه ده، چې هيڅ راز حدود او ثغور په نظر كې نه نيسي؛ بلكې په ډيموكراسۍ كې دغه راز خپلواكي خپلسري ده، چې د نورو مشروع خپلواكۍ ته زيان رسوي. د خلكو په گړنيز ادب كې راغلي، چې: د خپلې شړۍ په اندازه پښې غځوه! معنا دا، چې انساني اعمال بايد ټاكلي حدود ولري.

په سيندونو(قاموسونو) كې د ډيموكراسۍ معنا داسې راغلې ده:

ملي حكومت يا  پر خلكو د خلكو له خوا د خلكو حكومت.

هغه حكومت، چې هېوادنۍ واكمني او د دولت د پلاوي ټاكل يې د هغو استازيو له خوښې او ځواك  سره تر سره شي، چې خلك يې ټاكي، د ډيمو كراسۍ پر اصل ولاړ حكومت(ملي حكومت) نوموو.

د ډيموكراسۍ نومونه(اصطلاح) په پخواني يونان كې پيدا شوې او په هغه حكومت يې اطلاق كيږي، چې د خلكو اكثريت يې په ټاكلو كې مداخله ولري او ټول د خپلواكۍ، حق او عدالت له مزيتونو په كې برخمن وي.

يوناني((ډيمو)) د خلكو او ((كراتوس)) د واك و ځواك معنا لري.

 د زاړه يونان بېوسي داوه، چې ډېرو لږو خلكو ته د واكمنې كړۍ لخوا سياسي حقوق وركول كيدل، خو اوسنۍ ډيموكراسي له پخوانيو تنگ نظريو راوتلې؛ ټول هغه خلك، چې د يوه هېواد تابعيت ولري د يو شان مدني او سياسي حقوقو لرونكي هم دي.

خلك د ځان لپاره د آزادو ټاكنو له لارې، چې هيڅ راز شر و فساد( كوماندانسازي او ټوپكسالاري ) په كې نفوذ ونه لري؛ پخپله خوښه ملي يا ډيموكراتيك حكومتونه ټاكي.
ډيموكراسي د هغو اصولو او روشونو ټولگه ده، چې د آزادۍ له انساني ارزښتونو ساتنه كوي. د همدې اصل له مخې ډيموكراسي د خپلواكۍ او آزادۍ بنسټ ږدي.
 
د فكر و بيان آزادي د ملي سيستم د ملا تير گڼل كيږي. د دې معنا داده، چې دغه راز آزادي او خپلواكي پرته له ډله ييزاستبدادي فشار كه څه هم منور وي، انسان ته د سالم انتقاد حق وركوي.

له انتقاد سره مو د سالم كلمه د صفت په توگه؛ ځكه راوړه، چې يوازې انتقاد او(( انتقاد د من حيث الانتقاد)) چې د اصلاح لار يې ښودل شوې نه وي، نه د ټولنې نيمگړتياوې پوره كولى شي او نه يې دردونو ته درمل كيدى شي.
څوك، چې د اصلاحاتو پلوي وي هغه به هرومرو انتقاد مني. كه څوك په ډېر كوچني انتقاد، چې موخه او هدف په كې يوازې اصلاح او د نيمگړتياوو ليرې كول وي؛ خپله ټنډه له گونځو ډكوي؛ نو بيا دغه راز ځان غوښتونكي او له ځان پردي شوي ټولنه نه غواړي او نه يې څوك د بقا او پايښت ډاډ وركولى شي.

يو بريتانوي ټولنپوه دانيل راو ويلي:
 
په ډيمو كراسۍ كې، چې بېلابېل اندونه او فكرونه سره نږدې شي؛ نو د درناوي له مخې په سمه توگه عامې سوكالۍ ته پرگډ كار د ټينگار غوښتنه رامنځته كيږي.
د ډيمو كراسۍ د نظام اصلي مطلب اندونو او نظرياتو ته درناوى او احترام دى. يعنې په ټولنه كې تحول او بدلون ته په ورين تندي كاركول دي.

د ساري په توگه كه يو حكومت د خلكو خوښ نه وي؛ نو په ټاكنو كې ترې ناخوښي څرگندوي، چې په ځاى يې بل څوك يا بل گوند خوښ شي او د واك و ځواك واگې خپلې كړي.

كه په يو هېواد كې داسې ډلگى يا لږه كى(اقليت) وي، چې د خلكو په خوښه ورته واك و ځواك ته رسيدل ناشوني وي؛ نو لازمه ده، چې د هغو له حقوقو په اساسي قانون كې ساتنه وشي او حكومت يې د حقوقو خوندي كولو لپاره په واك و ځواك كې راگډ كړي.

په هېواد كې گډ او ائتلافي حكومتونه په بېړنيو حالاتو كې د ټولو وگړيو د ملاتړ د تر لاسه كولو لپاره او يا له مخالفينو سره پرته له دې، چې خبره ټوپك و ماشيندارې ته ورسيږي؛ له يو بل سره د همغږۍ له مخې يووالى رامنځته كوي. دا  به مو د پوهې او زغم  پايله وي كه ټولنيزه همغږي را په برخه شي.

 ټولنپوه ميكل ويډ وكرا په دې اند دى، چې:

كه يو گونديزدولت و غواړي؛ پراخ بنسټ دولت ته اوښتون تر سره كړي، نو اړ دى، چې د نورو خلكو نظريات واوري.
دغه رازكه يو گونديزدولت خلكو ته د خپلو اندونو او نظريو څرگندولو حق ور نه كړي او يا ورته د دښمنانو په سترگه وگوري؛ نو دا بيا ددې په ځاى، چې د ډيمو كراسۍ په گټه كار وي له ډيمو كراسۍ سره خيانت دى.

په ډيموكراسۍ كې عمومي توافق ډېر ښه دى. كه عمومي توافق ته ارزښت ور نه كړ شي؛ نو بيا دا ډيمو كراسي نه ، بلكې ډيكټاټوري ده.

كه په هېواد كې كوم كوچنى لږه كى(اقليت) د خپلې آزادۍ غوښتلو پرلامل ملي حاكميت او ځمكنۍ بشپړتيا له تاوان سره مخ كوي؛ بايد مخه يې په قانوني بڼه ونيول شي.

له بده مرغه په افغان ټولنه كې داسې كسان هم شته، چې له ډيموكراسۍ ناوړه گټه پورته كوي. ان ، چې ځان نه يوازې دا ، چې افغان نه بولي، بلكې پرافغانيت شرميږي او ځان د افغان پرځاى افغانستاني ښيي.

وگورئ دا څومره خام، خندنى او پردى ذهنيت دى، چې د خپلواكۍ پرځاى  پربلواكي وياړي ،خو  ډيموكراسي ترې زيانمنيږي.

په افغانستان كې دمېشتو اقوامو افراد افغانان دي او د هرافغان ملي هويت افغانيت دى. يعنې د افغانستان معنا د افغانانو ځاى او ټاټوبى دى او هغه څوك افغانستانى كيدى نشي، چې په افغان ملت كې د گډو قومونو له يوه قوم څخه وي.

په افغانستان كې پښتون، پشه يي، تاجك، هزاره، ازبك، تركمن، عربان، حضرتان(قريشيان)،عراقيان( گيلانيان)، هندوان او نورقومونه گډ ژوند كوي اوگډ تاريخي ارزښتونه پالي. ترهغې، چې يو څوك افغانيت ونه مني نه افغان دى او نه له افغانستان سره خپل تړاو څرگندولى شي.

په خواشينۍ سره بايد ووايم، چې يو شمېر منورو او روڼ اندو له ډيمو كراسۍ گټه پورته كړه او ځانونه يې د افغانانو د ولسمشرۍ (جمهوري رياست) مقام ته نوماند (كانديد) كړل، خو دوى د خپلې مفكورې له بركته په خپلو خلكو كې دومره محبوبيت درلود، چې صفر اعشاريه څو فيصده رايې يې واخستلې؛ هغه هم هغه چا رايې وركړې، چې همدوى ته په ورته ايډيالوژۍ سمبال ول. دوى له خپلو خلكو سره سوسيالوژيك توافق نه درلود او ځانونه يې مافوق الافغانيت وگڼل، چې تر څنگه ور سره ((منوراستبداد)) يا گوند سالاريو د يو خوزښت بڼه خپله كړه.

ډاډمن شوي يو، چې دغه راز طرز تفكر دوى  له يوې واقعي، ټولنيزې او ښكاره ډيموكراسۍ، چې د هېوادوالو ټوليزتوافق دى؛ ليرې كوي.

بايد هرافغان لومړى دا فكر وكړي، چې:

د افغانستان له ډيموكراسۍ سره آشنا دى كه ډيموكراسي، مساوات او آزادي  په يو شان او په يوه معنا تعبيروي؟؟

د آزادۍ او خپلواكۍ په اړه يادونه شوې؛ اوس به د مساواتو په اړه ښايي ووايو، چې مساوات په افغانستان كې دوه برخې لري:

يوه برخه يې ديني او بله يې  عنعنوي ده.

 دا څرگنده ده، چې په دين كې مساوات د اسلام ښكاره او بنسټيزه برخه ده. يعنې په هره ستونزه كې د خلكو مساوي ساتل؛ له انصاف او عدالت كاراخيستل د ټولو مسلمانانو دنده ده، چې څارنه يې اسلامي حكومت كوي.

په عنعنوي برخه كې د افغانستان خلك هم مساوات لري، چې د مركې، جرگه گۍ، جرگې، لويې جرگې خوزښتونه يې په حقيقت كې د ډيموكراسۍ بنسټيزه برخه ده.

 سيمه ييزې جرگې، چې د قبيلوي ستونزو په اړه پرېكړې كوي؛ د ډيموكراسۍ انساني او اخلاقي اصل پياوړى او غښتلى كوي. همدارنگه لويه جرگه هم همدا اصل او بنسټ لري او په طبيعي توگه پر ملي ستونزو جوړيږي او پرېكړې كوي، چې د ستونزو حللاره په يوه سوله ييز چاپېريال كې ومومي.

په افغانستان كې د سولې لپاره اړينه ده، چې افغانان ملي يووالى ولري كه افغانان سره متحد نه شي په افغانستان كې سوله ناممكنه ده. له دې ټولو مخكې بايد ټوليزه سوله ټينگه شي او دا توليزه سوله هغه مهال ټينگيدى شي، چې خلك په راتلونكي ډاډ ترلاسه كړي؛ پر راتلونكي ډاډ هغه وخت پيدا كيدى شي، چې په هېواد كې كوماندانسالاري، ټوپكسالاري  او منور استبداد له منځه لاړ شي؛ معلوم الحاله څېرې او ان گروپي مشران، چې په نسلي توگه  يې عمر په غلا، شوكه او لوټمارۍ كې تېر شوى؛ ملكي ژوندانه ته راوگرځي او خلك د جنگي جنايتكارانو له گواښ څخه په امن شي. عام امن و امان هغه وخت يقيني كيږي، چې د تنظيمونو وسله وال لړ پاى ته ورسول شي؛ ډلې ټپلې يې داسې بې وسلې شي، چې  ان چاقو ورته پرې نښودل شي؛ ځكه دوى خپلې ډلې د دې لپاره ساتلي، چې غلا پرې وكړي، خلك پرې ووژني او مالونه يې لوټ كړي. دوى هڅه كوي له وسله والو ډلو څخه د فشارډلو په توگه كار واخلي او ځانونه نامشروغ اهدافو ته ورسوي. په دې توگه په بلواكۍ كې دا څېرې داسې ميليارډران شول، چې د امريكا راگفيلر او فورډ يې په گرد كې هم نه راځي.

دوى ته د واكمنۍ پستې گدۍ دومره خوند وركړى، چې كه څوك يې د ليرې كولو نيت وكړي پرته له ځنډه يې تكفيروي، د كفر غونډاري پرې وروي او يايې په ځانگړې بڼږه گواښي.

لكه د فراه وكيله پيغله ملالۍ جويا، چې ورسره مخ شوه او يا لكه په لويه جرگه كې، چې د كوماندانانو گوتې د ټوپك و تومانچې ماشو ته ورغلې؛ خو څه به د جويا په دې نړۍ كې پاتې ول او وژغورل شوه.

د حيرانۍ وړخبره داده ، چې د يو ولايت د خلكو له انتخابي وكيلې سره داسې غير انساني، ملي او ديني اړوندتيا څرگنده او له لويې جرگې وويستل شوه، چې د يو هېواد په ډيمو كراسۍ كې  هم ځاى نه لري.
دغه راز سربېره پردې د حضرت مجددي له لوري پرې د(( گستاخ و بې حيا)) غږ هم وشو، چې د يوې منورې ښځې په مقابل كې د دوى دغه غيرقانوني كړنه د ډيمو كراسۍ اصول او د الهي احكامو ټول مناشيراو انډولونه يې غندي.

 هيله من يم، چې دغه راز خپلسره ځواكونه د افغان ملت د غوښتنو په وړاندې ونه دريږي او كه ټينگاركوي؛ نو بيا د افغان ملت په سپارښتنه دې نړيوالې بشري ټولنې د دغه رازجنگي جنايتكارانو او بغالواكه منوراستبداد د غير انساني مشرتابه او غير اخلاقي اعمالو ۶۰۰ بڼو ته يې شپږ زره كسه شهادت اداكولو ته په نره ملاتړلي ولاړ دي.
نه پوهيږم ځينې د نظر خاوندان يې په پلوۍ داسې توري او غونډلې واروي، چې د يوه خبريال و ليكوال او ويناوال له ستوني يې راوتل رسنيزكفر دى؛ ځكه، دا د ژورناليزم لارښوونه ده، چې:

هيڅ يو خبريال، د جريدې او ورځپاڼې مسوول ته د دې اجازه نشته، چې په خبره كې د ځان او يا د خپلې ډلې ټپلې په اړه له ځانه څه ور و تپي او يا يې بڼه ور واړوي.