د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اشغال تور دى كه سپين؟

عبدالروف قتيل خوږياڼى 15.09.2011 21:48

مخكې له دې ، چې په واشنگټن او نيويارك كې د سپتمبر پېښه رامنځته شي؛ امريكا هڅه درلوده، چې طلبان دې اسامه بن لادن محاكمې ته وروسپاري، خو طالبانو په دې ټينگار كاوه، چې:
(( اسامه متهم دى، خو مجرم نه دى؛ نړيوال او اسلامي اصول دادي: متهم، چې چېرته اوسي، هلته محاكمه كيږي. د اسامه د جرم او جنايت په اړه سترې محكمې اعلاميه صادركړه، كه څوك د اسامه بن لادن د مجرميت په باره كې اسناد ولري را دې وړي، خو له دغې اعلاميې يوه مياشت تېره شوه؛ هيچا داسې اسناد سترې محكمې ته وړاندې نه كړل، چې اسامه مجرك ثابت كړي. اصلاً امريكا اسلامي نظام زغملى نشي)).

امريكا د دې په ځاى، چې د طالبانو دغه منطق ومني پرافغانستان يې اقتصادي بنديزونه وتپل. دا يو واقعيت دى، چې اقتصادي بنديزونو د اسلامي امارت چارواكي زيانمن نه كړل، بلكې زيانونو يې عام خلك ترگواښ لاندې ونيول او تاوان يې خلكو ته ورسيد. لكه څنگه، چې څرگنده ده دغو بنديزونو اسلامي امارت هومره زيانمن نه كړڅومره ، چې امريكا فكر كاوه؛ نو، ځكه د سپتمبر د ۱۱ نېټې پر پېښې بش دومره غصه څرگنده كړه، چې د هېوادونو د دولتونو او ولسونو ترمنځ ترې سره كرښه په ډاگه شوه؛ بش اړ شو ، چې د متحده دولتونو سمندري پوځي اډې لاندې كړي او د افغانستان د گاونډ هېوادونو د الوتكو له ډگرونو د كاراخستلو هيله څرگنده ښكاره كړي، چې هغوى يې په ورين تندي غوښتنه ومنله او په افغانستان كې يې د پښتنو د ميرڅمنو په لارښوونه او ملاتړ پښتانه اړ كړل، چې گڼ مېشتو پښتي سيمو ته كډه شي. په ۱۹ ورځ يې چېرته، چې د پگړۍ او ږيرې لرونكى ليده؛ وژل كيده او د طالب په نوم يې د بېلا بېلو مرميو او بمونو هدف و گرزاوه. د پښتنو په ښځو او ماشومانو يې هم رحم ونه كړ او په ټول افغانستان كې يې د پښتنو سيمې تر يرغل لاندې ونيولې او ښادۍ يې پرغم ور واړولې.

دوى ادعا كوي، چې د ۲۰۰۱ع كال د سپتمبر په ۱۱ په امريكايي سوداگريزو او پوځي مركزونو كې څه نا څه درې زره تنه اسامه بن لادن د پښتنو په ملاتړ ووژل شول؛ خو دا بيا نه وايي، چې دلته د اسامه د لټڼون په پلمه په افغانستان كې يې له سلگونه زره ډېر پښتانه ووژل.

پرافغانستان د امريكا د يرغل او بريد موخه دا نه وه، چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن ووژني او يا په افغانستان كې د طالبانو امارتي تشكيلات له منځه يوسي؛ ځكه، چې كه دوى غوښتل دغه كارونه وكړي – دا كارونه ، خو يې وكړل. د اسامه بن لادن وژنه د يرغل د دوه يم پړاو مشر اوباما په ايبټ آباد كې په نا معموله توگه اعلان كړه او د هغه مړى يې د عربو په سمندر كې واچاوه او طالبان، خو يې د يرغل په لومړي پړاو كې له امارتي تشكيلاتو بې برخې كړل او په ډېر شمېر يې ووژل او څه، چې ژوندي پاتې شول؛ غرنو او د غرونو لمنو او د سيمې ښارگوټو ته ورسيدل.
وگورئ ! خبره يوازې د اسامه په وژلو او د طالبانو په ورك كولو پاى ته ونه رسيده؛ ځكه، نو د امريكا نوي سفير كراكر په ډاگه كړه، چې:

(( ترهغې ، چې مونږ اړتيا لرو پاتې كيږو)) خو، چې كله يې اړتيا پوره شي يوه ثانيه به هم پاتې نه شي. ده دا خبره ده د لوړې د مراسمو د تر سره كولو په مهال كړې وه. دغه راز هغه وخت، چې په وردگو كې د امريكا چورلكه رانسكوره شوه او يو دېرش داړه ماران په كې ووژل شول؛ د ناټو غړيو دولتونو ته منسوبو وويل، چې:

په افغانستان كې اوس هم خطرشته او ترهغې به په دغه هېواد كې پاتې شي، چې وروستى برى ورپه برخه شوى نه وي.

د امريكا او افغان حكومت د ستراتيژيك تړون، چې د لاسليك لپاره يې د اذهانو مغشوشولو لوبه روانه ده؛ په درېيمه ماده كې، چې يو شمېر رسنيو په ډاگه كړى راغلي:

(( دواړو لوريو هوكړه كړې، چې د امنيتي ځواكونو د پياوړي كولو او د افغانستان او امريكا پر وړاندې او د هر ډول كورني او بهرني گواښ پر وړاندې لازم چمتووالى ونيسي او په همدې خاطر امريكا كولى شي، چې د شينډنډ، شورابك، كندهار، بگرام او خوست په سيمو كې دايمي پوځي اډې ولري او همدا راز امريكا كولى شي، چې د اړتيا په صورت كې د افغانستان په نورو برخو كې هم دايمي، موقتي او يا هم عملياتي اډې جوړې كړي....))

دغه راز پوځي اډې جوړول د دايمي اشغال حكم لري او كله، چې دغه ستراتيژيك تړون د افغانستان او امريكا ترمنځ د يو تړون په توگه لاسليك شي پاى به يې د افغانستان د آزادۍ او خپلواكۍ ځپل او وړل وي.

تاسې څه فكر كوئ، چې دغو پوځيانو ته د راتگ بلنه وركوونكي به د هېواد پلورونكيو او له ځانه د پردي كيدو نوم د غاړې هار نه كړي؟

دغه راز د دغه ستراتيژپك تړون څلورمه ماده د بهرنيو ځواكونو له خوا د افغانستان پراشغال څرگنده ټاپه لگوي.
دغه ماده په څرگنده توگه وايي:

(( د امريكا پرپوځي او ملكي الوتكو او موټرو، چې په افغانستان كې فعاليت كوي او د دفاع وزارت د پرېكړې له مخې حركت كوي هيڅ ډول ماليه نه لگول كيږي او همدا راز دغه الوتكې د افغان دولت له تلاشۍ هم خوندي دي.))

لوستونكي قضاوت كولى شي، چې له ځان څخه پردي شويو پرديو ځواكونو ته د بلنې او د قدرت پر پسته گدۍ د كيناستلو لپاره څومره هېواد پلورونكيو هوكړې كړي دي او امريكا افغانستان ته د خپل پلار د باغ په شان له هر راز تلاشي كولو څخه څه راز شرايط منلي دي. كيدى شي، چې امريكا په پوځي او ناپوځي الوتكو كې له افغانستان څخه زيات ارزښتناك شيان په خلاص لاس يوسي؛ هغه افيون هم، چې پخپل سرد كورونو په لټولو كې يې ترلاسه كړي، له هر راز وېرې پرته هم واشنگټن ته او هم نورو دولتونو ته وليږدوي او افغانستان هيڅ راز واك ونه لري، چې دغه الوتكې تلاشي كړي.

د وجدان خاوندان دې پخپله حكم وكړي، چې دغه كارد افغانستان له اشغال پرته كومه بله معنا لري؟

په امنيتي چارو كې د حامد كرزي د ولسمشرۍ سلاكاررنگين دادفرسپنتا د پارلمان مشرانو جرگې ته ، چې د دغه تړون د احتمالي لاسليك په اړه د وږي په۲۲ د پوښتنو ځواب ته غوښتل شوى و؛ څرگنده كړه، چې: افغانستان له تروريزم سره په جگړه كې تكړه ملگرو او زور ته اړتيا لري.

د نوموړي دا خبره د امريكا د نوي سفير له هغې وينا را سپينه شوې، چې وايي:

امريكا تر هغه وخته په افغانستان كې پاتې كيدى شي، چې دوى يې وغواړي. همدارنگه امريكا او د ناټو دغړيو دولتونو پوځيان د خپل بري تر وروستي ټكي له افغانستان څخه يو گام هم نه پر شا كيږي.

دا او دغه راز د امريكا نورې څرگندونې په ډاگه كوي، چې د افغانستان د اشغال او نيولو لپاره د پيشو او موږك هغه لوبه، چې لس كاله وړاندې د هېواد پلورونكيو په شپيلي، چې ډېر ژر پر افغانستان حمله وكړئ؛ د پښتنو او افغان ملت نسل تباه او جرړې وباسئ، تاسې هوايي درانده بمونه وروئ، مونږ به ستاسې پياده پوځيان او سياسي څېرې يو، پيل شوې ، چې نن د ماتې، بدليدو او شرميدو په حال كې ده.

فاعتبروا ياُ والابصار