د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له مرگه دې قربان شم كبړۍ دې په ما جوړه ده

عبدالروف قتيل خوږياڼى 09.05.2011 19:11

څه نا څه څلوېښت كاله كيږي، چې زمونږ په هېواد افغانستان كې قوماندانسالاري روانه ده او ټوپكسالارۍ د دغه تاريخي هېواد پربيوزلوخلكو د قيامت شېبې جوړې كړي؛ د دغوغاصبانو د پستوگديو پايې(بسټونه) د خوار او مظلوم افغان پرجسد ولاړې دي، منورو مستبدينو پرې په ډېر ناز له غرور ډكه تكيه وهلې او په افغانستان كې يې مرگو گډه كړې ده.
هغه افغانان د جگړې تودې بټۍ ته ورغورزول كيږي، چې عيال ته يې په نيمه گيډه ډوډۍ نه ورسيږي؛ هغه هم كه د چا زړه پرې وسوزيد او كومه كپله يا مړۍ يې د الله پاك په جات وركړه او كه نه په شپو شپو نهر پراته وي او حتا گاونډ يې هم له حاله خبر نه وي.
همدغه بېوزلي كسان دي، چې د دولتي او پرديو ځمكو د غاصبانو له خوا د وير او ماتم پر ټغر كېنول كيږي؛ په ژړاندو سترگو د خپلوعزيزانو فاتحه اخلي، په يوه او بله پلمه يې د نابلليو ميلمنو له خوا د كورونو او هېواد طبيعي شتمنۍ لټول كيږي او د كار شيان ترې راټولوي؛ خو گډ چارواكي يې پر مړو د تاسف او غندلو له څرگندولو پرته نور څه په وس كې نه لري؛ ځكه، چې كه له خپلې شړۍ پښه اوږده وغزوي، نو بيا:

له وېرې غږ كولى نه شم
د سوال ياري ده اوس به ډړې وړې شينه

مونږ له دغې حوالدارۍ په دې باورلرو، چې يوه ورځ به ددې ټولنې بېوسه مزدوران او جاروكشان د همدغو عالي جنابانو په مقابل كې په نره د پاڅيدو او اعتصاب غږ پورته كوي؛ دغه عالي جنابان به د غوږ گټلو په ځاى سرونه بايلي او د اوسني غرور او تكبر په ځاى به عذر او زاريو ته مخه كوي يا به په ډېره كږه غاړه په خپل وران كړي هېواد كې شپې سبا كوي او يا به خپله لاره نيسي او د هغه پاسپورټ له مخې، چې د ځان او جنگ پلورلو په بدل كې يې ترلاسه كړى، د خپل بادارهېواد لوري ته پښې سپكې او تښتي به!
تاسې وگورئ يو تن ووژل شو؛ خو ډېرو ته يې د دوى په قداندام نابرابرې كبړۍ(ورستې چپنې)ور په غاړه كړې او پرافغان بېوسه ولس د واكدارۍ په لوړو پستو گديو يې كېنول او اوس د تمساح اوښكې تويوي.
همدوى پخپله امريكايانو ته بغارې وهلې، چې:
وخت له لاسه مه وركوئ؛ مونږ به مو پياده عسكروو، هوايي ځواك په لاس كې ونيسئ، درنده درانده بمونه راوغورزوئ، چې هر لوري ته له تېښتې خلاصون ومومو.
همداسې وشول. په افغانستان كې د امريكا او ناټو څه نا څه يو نيم لك عسكر پريوتل او د ناټو او آيساف له ځواكونو سره يې په بېلابېلو بڼو، نومونو او هڅو د پښتنو پر وژلو پيل وكړ.
د دوې پخپله وينا:
اسامه بن لادن د سپتمبر په يوولسمه نېټه د يهوديانو د سوداگرۍ او پيسو بدلولو پرماركيټ بريد كړى، چې په كې درې زره امريكايان ووژل شول؛ خو دوى دلته د افغانستان د پښتنو په سيمو كې پرخپلو وحشي او له كركې ډكو حملو لسگونه زره پښتانه ووژل، كلي باغونه يې ور وران كړل او د پښتون مېشتو سيموغرني ځنگلونه يې وسوزول او اوس يې هم زړه يخ نه دى. لگيا دي د شپې له خوا د پښتنو پركورونو ورننوزي؛ نرينه او ښځې، ځوانان او ماشومان وژني، طبيعي او مدني شتمنۍ يې نغد او جنس لوټوي او د خپلو بازماندگانو د عيش و نوش لپاره يې خپلو خپلوهېوادونو ته ليږدوي.
آيساف به په رسنيو او انځوريزو خپرونو كې د خلكو د غولولو او تېرايستلو لپاره له خپل نامه سره مرستندويه ټولنه ليكله؛ خو له افغانانو سره يې خپله مرسته په دې كې گڼله، چې پښتانه ووژني، له زده كړو يې بې برخې كړي او پركليو او بانډو يې سپي ورخوشې كړي.

آفرين شه په داسې مرستندويه ټولنه؛ بېشكه، چې د دوى په هڅوب، فرهنگ اوكلچركې دغه وحشت د مرستې معنا لري؛ ځكه دغه راز مرستې ته هغه قاتلان د اوږده مهال طمع لري، چې د پښتنو په وژلو نه مړيږي او نه يې حيرانيا احساس كړې ده.
بله دا، چې تل ويل شوي: پاكستان له ځانه د افغانستان پرضد د ټوپ تخته جوړه كړې؛ د افغانانو د تباهۍ او په افغانستان كې د ناامنۍ ښودلو په غرض د پاكستان په معلومو ځايونو كې حرفوي قاتلان روزي او دلته افغانستان ته يې د غير انساني او وحشي عملونو د تر سره كولو لپاره راستوي او په ډله ييزه توگه خلك وژني؛ د پاكستان چارواكي له دې تل منكر ول او په عوض كې به يې ويل، چې مونږ د واكمن او پخپلو پښو ولاړ افغانستان لپاره كاركوو، خو د دوى د كار پايله او نتيجه د امريكايانو په وينا په نسكوره بڼه څرگنده شوه اوهغه دا، چې اسامه بن لادن ته دوى په خپله غېږه كې ځاى وركړى و او په ابيټ اباد كې يې د يوې پوځي اكاډمۍ ترڅنگ مېشت كړى و، چې امريكا يي كومانديانو يې د ځاى پته ولگوله او پركوپړۍ يې په گولۍ وويشت او ووژل شو. اوس هم د امريكايانو په خوله كې دوه ژبې كار كوي: يوه يې وايي، چې د اسامه مړى له امريكايانو سره دى او بله ژبه يې وايې، چې په سپين كفن كې يې تاو كړى؛ يو دروند شى يې ورپورې تړلى اوعربي سمندرگي كې پروت دى.
د عكسونونه ښودلو پلمه يې داسې كړې، چې عكسونه ډېر خراب دي ښايي ښودل او ليدل يې خلك وپاروي.
په هره توگه اوس به پاكستان څه كوي؟ اسامه، خو د امريكايانو په خوله د زر داري د سلطنت په دېرش كيلو مترۍ كې پوځي اكاډمۍ ته نژدې شهيد شو. تراوسه، خو پاكستان له امريكا سره په ښكاره بڼه دوه مخى سياست چلا وه اوس به څه كوي او له كوم مداريتوب څخه به كار اخلي؟
دا به وخت پخپله څرگنده كړي.
كوم عكسونه، چې ما(ليكوال) وليدل سره له دې، چې د جوړې شوې څېرې سترگې يې پرې ړندې كړي، په كوپړۍ او مخ يې گولۍ هم ويشتل شوي، خو بيا هم پېژندل كيږي، چې اسامه ته نه پاتى كيږي. د دې لپاره، چې دروغ يې له مخونو ماسكونه ونه غورزوي؛ اسامه يې د دوى له قوله د سمندرگي تل ته كښته كړ او دا هم پټه پاتې شوه، چې څوك يې د سمندر تل ته گوزار كړى دى.
په هر حال فرض كړه، چې دوى اسامه وژلى، خو اسامه چا د پښتنو سيمې ته په راتگ اړ كړ او چا د ارواښاد مولوى يونس خالص سره تورى بورې ته واستاوه؟

دا ټول كارونه پړاو په پړاو امريكا پخپله كړي او اوس يې بله ډرامه جوړه كړه؛ وكتل شي، چې د دې ډرامې پاى به څه شي.