د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بريدونه او غندنې

عبدالروف قتيل خوږياڼى 06.06.2011 18:06

له هغه مهاله، چې ناټو له خپلو انډيوالانو سره د يو شمېرډلگيو د خوشحالولو او له حتمي نابودۍ د خلاصولو لپاره پرافغانستان يرغل كړى او د طالبانو واكمن نظام يې له منځه يوړ؛ څه نا څه لس كاله كيږي، چې په دغو لس كلونو كې ناټو د آيساف په ملتيا كله د وادونو د خوښيو پر محفلونو د شپې له خوا هوايي بريدونه كړي، كله يې مازيگرمهال په هسگه مينه كې د ورا پر خلكو بريدونه كړي او كله يې بيا پرهغو كسانو بمونه ورولي، چې په خپلو ځمكو كې يې بيل په اوږه كاركاوه. په دغو غلچكيو بريدونو كې هم ماشومان، هم ښځې هم سپين ږيري او هم ناوې او ځوانان نه يوازې وژل شوي، بلكې پر سپيو هم داړل شوي دي، چې هرځل د افغانستان جمهوررييس حامد كرزي پرې اوښكې تويې كړي او دغه وحشتناك بريدونه يې غندلي او بهرنيو ځواكونو ته يې سپارښتنه كړې، چې د شپې له خوا خپلسري بريدونه و نه كړي او بهرنيانو هم پرې د تاسف څرگندونه كړې او د خلكو ژوند يې په څو ډالرو اخستى او نوم يې پرې اېښى خون بها، چې د دغې خون بها له وركولو وروسته يې بيا خپل دغه غيرانساني عمل ته دوام وركړى او د معلوم الحاله ډلگيو د غړيو د خوشحالولو لپاره يې د هغو خلكو وژلو ته دوام وركړى، چې دوى يې ترتالقان او د خواجه بهاوالدين تركلا ځغلولي وه او خبره يې ديته رسولې وه، چې د دغو مضرو ميكروبونو جرړې وباسي او د نړۍ له نقشې يې بېخي محو كړي؛ خو د يهودي تجارتي ماركيټونوخبره منځته راغله او له دغو تجارتي ماركيټونو سره الوتكې و جنگول شوې او يوه برخه يې ورانه او پرځمكه را پريوته؛ درې زره امريكايان په كې ووژل شول او مسالې بله بڼه غوره كړه. د تعجب وړخبره دا ده، چې په دغه ورځ يو يهودي تجارهم خپل كار ته نه و حاضر شوى، چې دغه كار دا په ډاگه كوي، چې په دغې مسالې كې دوى پخپله لاس درلود، خو په ټس كې يې افغانان د امريكا تر بريد لاندې راغلل او په بېلابېلو بڼو ووژل شول، خو دا ځل له لس كلنې جگړې او عام وژنې وروسته د ۱۳۹۰ ل كال د جوزا په اوومه، چې د ناټو د الوتكو پر بمبارۍ په دوه كورونو كې د ښځو، ماشومانو او سپين ږيرو په گډون ۱۴ عام وگړي ووژل شول جناب حامد كرزى د جوزا په لسمه ډېرجدي څرگند شو او ناټو ته يې داسې اخطار وركړ:

افغان ولس نور دغه راز بريدونه نه شي زغملى. كه دا هوايي بريدونه ادامه ومومي؛ نو د دې خطر شته، چې د امريكا په مشرتوب ائتلاف ته د اشغالگرو قواوو په سترگه وكتل شي.

ولسمشرحامد كرزي خبريالاتو ته وويل، چې: پركورونو به بريدونو ته نوره اجازه نه وي. د ناټو او امريكا هوايي اوځمكنيو ځواكونو څوڅو وارې ويلي وه، چې دوى به په عملياتو كې ډېر احتياط وكړي؛ ځكه د وخت په تېريدو به د اشغالگرو قواوو په سترگه ور وكتل شي.

ناټو ځواكونو وياندويانود هغو ۱۴ملكيانو پر وژنه، چې د جوزا په ۷ يې د هلمند په نوزاد كې بمبارد كړي وه؛ د بخښنې څرگندونې وكړې، چې د ناټو په هوايې بريدونو كې دوه كورونه ولگيدل او څوارلس تنه په كې ووژل شول. په دې كې ۱۲ ماشومان او دوه ښځې وې.

د جوزا په اتمه د سپينې ماڼۍ تر چتر لاندې ناټو په بشپړجرات څرگنده كړه، چې: دوى به پركورونو دغو عملياتو ته دوام وركړي؛ ځكه، چې د دوى په وينا په دې هېواد كې، چې ناټو د سخت دريځو په وړاندې مبارزه كوي دغو عملياتو ته اړتيا ده او پايله يې هم گټوره ده.

له دې وروسته حامد كرزي د جوزا په نهمه چپتيا غوره كړه او د جوزا په لسمه يې يوې خبري غونډې ته په پاملرنه بهرنيو ځواكونو ته جدي خبردارى وركړ، چې: د افغاناتو پركورونو دې عمليات پاى ته ورسوي كه نه؛ نو افغانان به دې ځواكونو ته د يرغلگرو په سترگه وگوري.

د ناټو وياند د جوزا په يوولسمه په بروكسل كې خبريالانو ته وويل، چې: ناټو د ولسمشر كرزي اندېښنه ډېره جدي بولي او ټولې هڅې پكاراچوي، چې ملكي وگړيو ته تلفات وا نه وړي.

دغه ناندرې په داسې حال كې نړيوال اوري، چې ولسمشر حامد كرزي د افغانانو په استازيتوب له امريكا سره د يوه اوږد مهاله ستراتيژيك تړون د لاسليك ژمنې ته ډاډمنې هڅې روانې ساتلې دي.

دا، چې ترڅه بريده د ولسمشر حامد كرزي دغه گواښ مناسب دى؟

احمد شيبر په يوه مركه كې دغه پوښتنه له سياسي كارپوه احمد سعيدي كړې، چې وايي:

زه يوازې له جمهوررييس گيله من نه يم؛ د جمهوررييس له مطبوعاتي او نظامي مشاورينو گيله من يم، چې جمهوررييس ته داسې مشوره وركوي، چې هرگزعملي جنبه نه لري. بيا؛ نو جمهوررييس وايي: اخطار وركوم، اخطارهغه ولسمشروركولى شي، چې اقتصادي، سياسي، نظامي درست امكانات ولري، ښه همسايه گان او گاونډ يان ولري، له ملي او بين المللي صميمانه ملاتړ څخه برخمن وي او پرخپلو مټو اتكاء ولري.

زه باورلرم، چې ولسمشر دغه خبره عملي كولى نه شي؛ سبا يا بل سبا به داسې مطبوعاتي توجيه كوي: ولسمشردغه خبره، چې كړې مطلب يې دا شى نه و؛ بل شى و. يعنې تاسې فكركوئ، چې دغه راز څرگندونې د افغانستان او ناټو پر روابطو څه تاثير نه لري؛ تاثيرهم نه لري او دا عملي هم نه ده.
زه وايم، چې د افغانستان مسله پرمطبوعاتي كنفرانسونو هم نه حل كيږي. دغه خبره ، چې رييس صاحب جمهوركوي؛ دا د افغانستان خلكو ته، رياست جمهوري ته او منطقې ته امتحان شوې ده. دا د افغانستان مشكل نه حل كوي، بلكې بحراني كوي يې؛ دا ټولې غير مسوولانه خبرې دي.

غواړم عرض كړم، چې بايد دا مساله د تفاهم له لارې حل كړو. جمهور رييس يو مشر سړى دى؛ د افغانستان نماينده دى، بايد مسوولانه خبرې وكړي.

سعيدي صاحب! ملكيان د ناټو په بمبارۍ كې وژل كيږي؛ نو رييس جمهور بايد هم څه ووايي، چې د ولس اطمنان او ډاډ ترلاسه كړي.

درسته ده؛ د ملكي خلكو وژل او پرملكي خلكو بمباري كول ظلم دى، جنايت دى او د منلو وړ هم نه ده؛ خو د حل لاره يې دا هم نه ده، چې مونږ د مطبوعاتي كنفرانس او رسنيو له لارې دا مطرح كړو. د رسنيو جنگ افغانستان ته بدبختي او مشكل ايجادوي. هره دقيقه امنيت شورا وايي، چې تاسې خبرونه واورئ. رييس صاحب جمهور وايي: پټريوس هم ناست و، ايكن بيري هم ناست و، چې هلته ناست ول ولې هغوى يې نه وايي؟ هغه ويډيوي كنفرانس، چې رييس صاحب جمهور له اوباما سره كړى ولې هلته يې نه ويل؟

په داسې حال كې، چې ځينې نړيوالې كړۍ د افغانستان د اداري اصلاحاتو لپاره بېلابېلې پلمې لټوي، خو افغان ولسمشر په هېواد كې ځينې بهرنۍ ادارې، چې دا يې موازي جوړښتونه بولي د فساد اصلي لامل بولي.
هغه وايي: ترهغې، چې دغه موازي جوړښتونه او خپلسري اقدامات له منځه لاړ نه شي؛ اداري اصلاحات ستونزمن دي. ولسمشر حامد كرزي دا تورهم ولگاوه، چې: دغه جوړښتونه پخپل سرافغان مامورينو ته د پيسو په وركولو د فساد امكانات برابروي. نوموړي افغان ادارې هغه وياله و گڼله، چې مونږ په كې اصلاحات راولو؛ خو بهرنيان د سيند په څېر دا وياله ككړوي؛ بهرني ځانگړي قراردادونه، بهرنۍ پي آر ټي گانې، بهرني اقدامات او اغېزې يې هغه څه دي، چې زمونږ مامورينو ته پرته له دې، چې اداره پرې خبره وي؛ آسانتياوې برابروي، موټرې وركوي او دې ته ورته نورموازي اقدامات هم لري.

دا لومړى ځل نه دى، چې افغان ولسمشر د ادارو او په تېره د پى، ار، ټي گانو پر فعاليت انتقاد كوي، بلكې تردې د مخه يې دغه ادارې تورنې كړي، چې د مركزى حكومت د كمزوري كولو اسباب برابروي. ده يو ځل بيا په دې ټينگار وكړ، چې په هېواد كې د مبارزې او د حساب وركولو تر ټولو ښه لار دا ده، چې نړيوالې مرستې د افغان دولت له لارې ولگول شي؛ ځكه د ده په وينا پخواني شوروي اتحاد هم دا كار كاوه.

حامد كرزى په داسې حال كې نړيوالې ادارې په افغانستان كې د فساد د امكاناتو پرتورونو تورنوي، چې ځينې نړيوالې كړۍ بيا په افغان دولت د فشار لپاره بېلابېلې وسيلې كاروي.

د هېواد ماليې وزير، چې په همدې ورځ يې له آزادۍ راډيو سره په يوه مركه لرله؛ وويل، چې:

ځينو بهرنيو كړيو د كابل بانك له ستونزې هم د فشار د وسيلې په توگه كار اخستى دى.

په هره توگه ناټو وايې، چې: پر كورونو د عملياتو دوام له تروريزم سره د جنگ لپاره په دې هېواد كې ضروري دي، خو دغه عمليات له افغان قواوو سره په همغږۍ كې ترسره كيږي.

د ناټو وياند ټينگار وكړ، چې له دې وروسته به د امكان ترحده هڅه وشي، چې په افغانستان كې د ملكي تلفاتو مخه ونيول شي.

د پارلمان پخواني وكيل ډاكټر فاروق ميړني ويلي، چې: بهرنيان د غير نظامي خلكو په وژلو كې له غندلو او محكومولو سره عادي شوي او دا انتظار نشى كيدى، چې د حامد كرزي غندل او محكومول به كوم مثبت تاثير ولري.
د ده په وينا جنگ به په افغانستان كې دوام لري او د ملكي افرادو د وژلو درول به هم امكان ونلري.
د امريكا دفاع وزير سره له دې، چې په كابل كې يې د ولسمشر اخطار پر خپلو غوږونو واوريد او پر سينه يې د وزير اكبر خان مډال وټومبل شو؛ وويل، چې په آسيا كې د دوى اوږد مهاله شتون يوه اړتيا ده.

په شمال كې د آيساف قوماندان جنرال ديرك باكن د جوزا په ديارلسمه خپل ټينگار داسې څرگند كړ:

هيڅكله به آيساف په يوازې توگه عمليات ترسره نه كړي. پر كورونو او ملكي وگړيو تورتمي عمليات تل له افغان ځواكونو سره په همغږۍ كې تر سره شوي او تر سره كيږي.

دا سمه ده هر شى، چې ډېر تكرار شي؛ هغه بيا خپل اغېزله لاسه وركوي او خلك د دولتمشر په غندلو او محكومولو چندان باوركولى نه شي.